د کمبودیا مخکنی پاچا نوردوم سیهانوک ومړ

د خپريدو وخت: 05:56 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391
نوردوم سیهانوک

سیهانوک د سرطان او زړه ناروغي درلوده، خو شکر او د وینې د فشار ستونزو یې پښې تر قبر پورې ورسولې.

د کمبودیا مخکنی پاچا نوردوم سیهانوک د ۸۹ کلونو په عمر په چین کې مړ شوی دی.

کمبودیايي حکومت وايي چې نوموړی په طبيعي مرګ مړ شوی دی.

حکومتي ویاند وايي چې مخکنی پاچا د درملنې لپاره د روان کال په لومړیو کې تللی و.

په کمبودیا کې د واکمنې کورنۍ یوه غړي ویلي چې سیهانوک په چین کې د زړه د ناروغۍ له کبله په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.

دغه مخکني پاچا ته په کمبودیا کې وګړي ډېر درناوی کوي، او ډېر ځلې به چین ته د درملنې لپاره تله.

د ۲۰۰۴ کال په اکتوبر کې سیهانوک له واکه لیرې شو، واک یې خپل زوی سیهاموني ته پرېښود.

نوموړي ویلي وو چې د ناروغۍ له کبله په واک کې نه شي پاتې کېدی.

سیهانوک د سرطان او زړه ناروغي درلوده، خو شکر او د وینې د فشار ستونزو یې پښې تر قبر پورې ورسولې.

د هغه زوی سیهاموني ویلي چې پلار یې خپل ټول ژوند د کمبودیا د ولس او هېواد لپاره وقف کړی و.

په پام کې ده چې په کمبودیا کې د سیهانوک د جنازې او خښولو مراسم په شاندارو مراسمو ترسره شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .