دوو امریکایانو په اقتصاد کې د نوبل جايزه وګټله

د خپريدو وخت: 20:51 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

د امريکا د هارورد پوهنتون استاد الوين رات او د کلفورنيا په لاس انجلس پوهنتون کې اقتصاد پوه لايد شېپلي.

په اقتصادي ډگر کې د نوبل جايزه سږکال د امريکا د هارورد پوهنتون استاد الوين رات او د کلفورنيا په لاس انجلس پوهنتون کې اقتصاد پوه لايد شېپلي وگټله.

دغو دوو امريکايي اقتصاد پوهانو د مچ مېکېنک يا بېلا بېلو اقتصادي عنصرونو لپاره د هغوى د ورته انډول موندنې په برخه کې پراخې څېړنې کړي چې د نوبل د کمېټې په وينا د انسانانو د ژوند ژغورنې په برخه کې يې مرسته کړې ده.

دغو دوو امريکايي پوهانو تېره ورځ د نوبل جايزه د عرضې او تقاضا د تر ټولو ښې پرتلې په موخه د يوۀ پنځولي مېتود لپاره تر لاسه کړه چې د بدن د غړي د پېوندولو، زده کړې او انټرنېټ په ډگر کې کارېداى شي.

پروفېسور لايد شېپلي د خپلو څېړنو په ترڅ کې پر گڼو داسې مېتودونو کار وکړ چې له مخې يې د يوۀ اقتصادي عنصر لپاره ورته انډول موندل کېداى شي.

د بېلگې په توگه د کومو ځانگړتياو خاوند ډاکتران بايد په کومو روغتونونو کې کار وکړي چې ډېره گټه ورسوي، څه ډول زده کوونکي کومو ښونځيو يا پوهنتونو ته ورشي چې ښه وځلېږي او د بدن يو غړى له گڼو هغو ناروغانو نه چې په يوۀ مهال کې ورته اړتيا لري د ښو پايلو لپاره کوم يوۀ ته پيوند شي.

خو د ښاغلي شېپلي کار تر ډېره پر نظريو ور ټول و او دغه نظريې بيا پروفېسور الوېن رات د عمل په ډگر کې وکارولې.

د بدن د غړو د پېوند په برخه کې د دغه مېتود له مخې د ډېرو کسانو ژوند وژغورل شو.

د نوبل کمېټه وايي کله سرچينې کمې وي نو د ورته انډول موندنې مېتود ډېر گټور پرېوځي ځکه هغه مهال پوښتنه دا وي چې څوک بايد څه ترلاسه کړي، د بېلگې په توگه که دنده يوه وي او د دندې غوښتونکي ډېر، نو پوښتنه دا را ولاړېږي چې چاته بايد ورکړل شي؟

په يوۀ پوهنځي کې چې ځايونه د گوتو په شمېر وي او ډېرو زده کوونکو خپل غوښتنليکونه سپارلي وي نو د څه ډول ځانگړتياو زدکوونکي ورته ومنل شي؟

د نوبل کمېټه وايي اقتصاد هم پر همدې ولاړ دى چې کمې سرچينې څنگه په ښه توگه وويشل شي.

د دغې جايزې ارزښت اته ميليون سويډني کرون دى چې شاوخوا ١،٢ ميليون امريکاي ډالر کېږي.

تېر کال دوو نورو امريکايي اقتصاد پوهانو توماس سرجنت او کرېستوفر سېمس له دې امله دغه جايزه خپله کړې وه چې د اقتصاد او د حکومتي تگلارې ترمنځ د علت او معلول اړيکي يې تشريح کړي وې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .