د امریکا ولسمشریزې ټاکنې او په هغو کې د بې پرې رایې اچوونکو اغیز

د خپريدو وخت: 15:25 گرینویچ - سه شنبه 16 اکتوبر 2012 - 25 تله 1391

د لومړي ځل لپاره ولسمشر اوباما او میټ رامني په یوې تلویزیوني مناظرې کې ګډون وکړ

فقط درې اوونۍ پاتی دي چې امریکایان خپل نوی ولسمشر وټاکي او ټاکنیزې سیالۍ هم خپل زور ته رسیدلي دي.

دواړه لوري، جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان، هڅه کوي د هغو خلکو رایه خپله کړي چې تراوسه یې دا تصمیم نه دی نیولی چې چا ته به رایه ورکوي.

له لسګونو کلونو راهیسې، د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې یا جمهوري غوښتونکي بریالي کېږي او یا هم دیموکراتان، ځکه همدا د دغه هېواد دوه ستر سیاسي ګوندونه دي.

جمهوري غوښتونکو دا ځل د رامني په نومولو سره دا کلک هوډ کړی چې دیموکرات بارک اوباما به دوهم ځل ولسمشرۍ ته نه پرېږدي، خو دیموکراتان هم آرامه نه دي ناست او د اوباما د بیا ټاکل کېدو لپاره هیڅ راز هڅې نه سپموي.

بې پرې رایه ورکوونکي

له تېرو لسو کلونو راهیسې په امریکا کې د هغو امریکایانو شمېر چې نه دیموکراتان دي او نه هم جمهوري غوښتونکي، مخ پر زیاتیدو دی. دلیل یې دا دی چې دوی داسې ولسمشر غواړي چې د هېواد او خلکو په فکر کې وي نه دا چې یوازې د ګوند تګلارې پر مخ یوسي.

دغه خلک، چې ورته بې پرې یا خپلواک رایه اچوونکي هم ویل کېږي، پر هغو کسانو نیوکه کوي چې غواړي یوازې د خپل خوښې ګوند کاندید ته رایه ورکړي.

مارک جمیز چې په واشنګټن کې د یو څېړنیز مرکز غړی دی وایي "کله چې تنکی ځوان وم داسې مې فکر کاوه چې امریکایان یا جمهوري غوښتونکي دي او یا هم دیموکرتان، خو حقیقت دا دی چې په امریکا کې د بې پلوه رایه ورکوونکو شمېر زیات دی او دا دوی دي چې ولسمشر ټاکي".

امریکا کې ځیني د ګوتو په شمار ایالتونه شته چې تر اوسه معلومه نه ده چې کوم کاندید ته به رايې ورکوي

مارک په دې اند دی که دغه لړۍ دوام وکړي او د بې پرې رایه اچوونکو شمېر نور هم زیات شي، نو په امریکا کې د داسې درېیم ګوند شتوالي ته اړتیا لیدل کېږي چې په ریښتیا سره د هېواد په اړه فکر وکړي او هغه څه وکړي چې اوس مهال یې بې پرې رایه ورکوونکي غواړي.

مارک وایي: "زه فکر کوم چې د دیموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونو څخه پرته، موږ اوس یو بل نوي پیاوړي ګوند ته اړتیا لرو. خو په دې هم پوهېږم چې زما په ژوندانه کې دا کار شونی نه دی".

مارک د دې دلیل چې ولی د هغه دغه هیله په نژدېو کلونو کې نه شي ترسره کېدلای، د اوسني نظام بدلول ډیر ستونزمن او له خنډونو څخه ډک کار بولي.

اووښتونکي ایالتونه

د امریکا متحده ایالات، له پنځوسو جلا جلا ایالتونو جوړ دی. دغه ایالتونه د سیاسي تمایل له پلوه، یانې دا چې د کوم ګوند پلویان په کې ډیر وي، په دیموکرات او یا هم جمهوري غوښتونکو ایالتونو یادیږي، مثلاْ کالیفورنیا چې یو ستر ایالت دی، په کې د دیموکراتانو شمېر ډیر دی، نو جمهوري غوښتونکو ته ډیره ډیره ستونزمنه ده چې په ټاکنو کې د کالیفورنیا ایالت اکثریت رایې ترلاسه کړي.

همدا راز دیموکراتانو ته به دا یو خوب وي چې د تکزاس په شان ایالتونو کې اکثریت رایې ترلاسه کړي.

نو په ولسمشریزو ټاکنو کې د اکثرو ایالتونو په باب وړاندوینه چې څوک به په کې ډیرې رایې وګټي، آسانه خبره ده. په سیاسي بحثونو یا تصویرې رپوټونو کې به مو لیدلي وي چې د امریکا ایالتونه یې په نقشې کي یا په سور او یا هم په شنه رنګ ښودلي وي.

"تېرې مناظرې کې ولسمشر اوباما کمزوری نه ؤ، ځکه چې مېت رامني یوازې نیوکې کولې او دا هغه څه دي چې زیاتره خلک یې کولای شي"

مایک لیبرمن

په دې مانا، هغه ایالتونه چې په کې د جمهوري غوښتونکو بریا قطعي بریښي، هغه سره رنګه او هغه چې دیموکراتان په کې بریالي ګڼل کېږي، د هغو رنګونه شنه وي.

خو بیا هم ځیني د ګوتو په شمار ایالتونه شته چې نه یې رنګ شین ښودل کېږي او نه هم سور. دا ډول ایالتونه، اووښتونکي یا بدلیدونکي ایالتونه بلل کېږي او څرګندوي چې په منځ کې دي، یانې هم یې امکان شته چې په ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي په کې بریالي شي او هم یې دا امکان شته چې دیموکراتان یې وګټي.

د دواړو ګوندونو سخته سیالي هم په همدغو ایالتونو وي. لکه د ویرجینیا، اوهایو، او یا هم د فلوریدا ایالتونه، چې رایې یې ارزښتمنې دي او هر کاندید خپله زیاته پاملرنه همدو ایالتونو ته اړولي وي.

تلویزیوني مناظره

وروسته له دې چې د اکټوبر پر دریېمه نیټه د لومړي ځل لپاره ولسمشر اوباما او میټ رامني په یوې تلویزیوني مناظرې کې ګډون وکړ، نظر پوښتونو وښوده چې په هغه کې میت رامني برلاسی ؤ.

که څه هم چې ټولو داسې فکر کاوه چې ولسمشر اوباما به ښه وځلېږي، خو رامني دې مناظرې ډیر تمرین کړی ؤ او د ډیرو په نظر، تکړه راڅرګند شو.

که مېت رامني په راتلونکو دوو پاتو مناظرو کې پیاوړی څرګند شي، نو هغه ګومانونه به زیات کړي چې ګواکې په ټاکنو کې به هم اوباما ته ماتې ورکړي.

امریکا کې دغه راز تلویزیوني مناظرې سپینې ماڼۍ ته د رسیدو لپاره خورا مهمې بلل کېږي، دا ځکه چې ډیری خلک د دغو مناظرو له لیدو وروسته پریکړه کوي چې باید چاته رايه ورکړي.

د اوباما او رامني د لومړۍ مناظرې وروسته، نظر پوښتنې ښیي چې اوس مهال جمهوري غوښتونکی رامني، د خپل ټاکنیز سیال، دیموکرات بارک اوباما په پرتله مخکې دی.

که مېت رامني په راتلونکو دوو پاتو مناظرو کې بیا هم پیاوړی څرګند شي، نو هغه ګومانونه به زیات کړي چې ګواکې په ټاکنو کې به هم اوباما ته ماتې ورکړي.

خو مایک لیبرمن چې په واشنګټن کې د ژبې په نړیوال انستیتوت کې پروفیسر دی، وایي چې نیوکه تر عمل ډیر آسانه کار دی. هغه وایي: "زما په اند په تېرې مناظرې کې ولسمشر اوباما کمزوری نه ؤ، دا ځکه چې مېت رامني یوازې نیوکې کولې، او دا هغه څه دي چې زیاتره خلک یې کولای شي".

لیبرمن زیاتوي چې، "ولسمشر اوباما د رامني نیوکو ته ځواب وایه، او دا په دې مانا نه ده چې هغه کمزوری ؤ”.

نیویارک کې د دوهمې مناظرې وروسته، ولسمشر اوباما او مېت رامني به د درېیم او وروستي ځل لپاره په هغې مناظرې کې یو د بل په وړاندې ودریږي چې د اکتوبر په دوه ویشتمه نیټه، په فلوریدا کې په نظر کې نیول شوې او اجنډا یې هم د امریکا باندنی سیاست دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .