پلټونکي د ياسرعرفات قبر پرانېزي

د خپريدو وخت: 16:40 گرینویچ - چارشنبه 17 اکتوبر 2012 - 26 تله 1391

د سویس متخصصینو د ياسرعرفات په شخصي جامو کې د لوړې کچې راډيو اکتيفي پلونيوم موندلی

هغه فرانسوي څارنوالان چې د ياسرعرفات د مرگ څيړنه کوي د نومبر په مياشت کې د لويديځې غاړې رامولا ښار ته سفر کوي چې د هغه قبر پرانېزي.

پلان دا دى چې د هغه مړى سورى کړاى شي او د ساينسي څېړنو په موخه ورځنې نمونې واخيستلې شي.

پلټونکو وار دمخه پاريس کې د هغه له کونډې سوها سره خبرې کړي دي. دوی باور لري چې هغه ته زهر ورکړل شوي دي.

د سويس د لوزان پوهنتون د راډيواکتيفي فزيک يو شمير متخصيصين به له دغې قانوني ډلې سره په دې سفر کې ملگرتيا کوي.

همدغه سويسي متخصصين و چې د ياسرعرفات په شخصي جامو کې يې د لوړې کچې راډيو اکتيفي پلونيوم وموندل.

فلسطيني مشر ياسرعرفات ٢٠٠٤ کال کې پاريس ته نژدې په يوه پوځي روغتون کې ومړ.

روغتيايي دوسيه يې ښيي چې هغه د وېنې د گډوډۍ او زړه د حملې له کبله مړ شوى دى. خو د ډېرو فلسطينيانو نظر دا دى چې د اسراييلو له لوري هغه ته زهر ورکړل شوي دي.

فرانسوي څارنولان د خپلو پلټنو په لومړيو پړاوونو کې دي او د هغو شواهدو پر بنسټ به خپله پريکړه اعلانوي چې د پلټنې د بهير په لړ کې به يې تر گوتو کېږي.

پلونیم ماده

پلونيوم يوه ډيره زهري ماده ده چې له پوځي او سايسني مرکزونو بهر کمه موندل کېږي.

سويسي متخصيصينو ويلي د ياسرعرفات په جامو کې موندل شوي دغه توکي تر هغه لس برابره ډير دي چې په کنټرول شويو شيانو کې موجود وي او دا داسې يوه اندازه نه ده چې له طبعي سرچېنو نه رامنځ ته شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .