یو کال وروسته، د قذافي خپلوان به چېرې وي؟

د خپريدو وخت: 10:59 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

د تېر ۲۰۱۱ په فبرورۍ پرمهال د لیبیا په بنغازي ښار کې د بشري حقونو د یوه فعال له مړینې سره هم مهاله د قذافي د رژيم پرضد په ټول هېواد کې پاڅونونه پیل شول. د نظام ضد دغه بغاوت د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر تر ۲۰ (چې معمرالقذافي په کې ووژل شول) دوام وکړ.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې د قذافي د کورنۍ غړي او ده ته نژدې کسان چېرې دي؟

د قذافي درې زامن، چې یو په کې د هغه د ملي امنیت سلاکار معتصم قذافي و، د معمرالقذافي د وژل کېدو په ورځو کې د پاڅون کوونکو په لاس ووژل شول.

خو د قذافي د کورنۍ پاتې غړي د ۲۰۱۱ له اکتوبر راهیسې د ژوند له ډېرو ټيټو او هسکو سره مخامخ شوي دي، چې ویل کېږي، د قذافي کونډه په الجزایر کې پناه اخیستې ده، خو د هغه زوی سیف الاسلام دا مهال په لیبیايي زندان کې د محاکمې لپاره شېبې شماري.

صفیه قذافي (ښځه)

صفیه قذافي

له صفیې قذافي د قذافي اووه ماشومان زیږېدلي، چې تېر کال یې په الجزایر کې د "انساني دلایلو" له کبله د کډوالۍ په توګه تېر کړ.

صفیه له خپلې لوی عایشې او د قذافي د لومړۍ ښځې فتحیې له زوی سره د تېر کال د اګست په ۲۹ الجزایر ته پر پلازمېنه طرابلس د پاڅون کوونکو تر واکمنېدا وروسته ولاړه.

اټکل دی چې صفیه د الجزایر په یوه کلیواله سیمه کې تر خوندي امنیت لاندې په یوه کور کې اوسېږي، او د الجزایر حکومت هم نه غواړي، چې د هغې د شتون په اړه څرګندونې وکړي او په لیبیا کې یې له هر راز مداخلې ډډه کړې ده.

محمد قذافي (زوی)

محمد قذافي

محمد تېر یو کال په الجزایر کې تېر کړی دی. هغه د قذافي د لومړۍ ښځې فتحیې زوی دی، چې په لیبیا کې د ګرځند تیلې فون سټلایټ شرکت لري.

پر هغه د نړیوالو جرمونو پروړاندې د محکمې هېڅ تور نه شته، او داسې اټکل هم دی، چې د تېر کال په پاڅون ځپلو کې هغه نه دی ښکېل.

په لیبیا کې د حالاتو په اوښتو سره، محمد قذافي د ۲۰۱۲ اوړی په لندن کې د اولمپیک لوبو پرمهال په برتانیا کې تېر کړ، ځکه چې هغه اولمپیک کې د لیبیا د اولمپیک د کومېټې مشر و.

سیف الاسلام قذافي (زوی)

سیف الاسلام قذافي

سیف الاسلام د خپل پلار معمر قذافي تر وژل کېدا یوه میاشت وروسته ونیول شو، چې اوس د لیبیا د غرني زنتان ښار په زندان کې دی.

د لندن د اقتصاد له سکول فارغ شوی سیف الاسلام د نړیوالو جرمونو پروړاندې د محکمې له لوري د بشریت ضد جرمونو تورن دی، خو لیبیايي قضايي ارګان ټینګار لري، چې نوموړی باید د لیبیا د ننه محاکمه شي.

داسې ښکاري، چې د هغه د محاکمه د ځای په اړه دا عدلي جګړه لیبیا ګټلې ده، خو لایې هم محاکمه نه ده پیل شوې.

سعدي قذافي (زوی)

سعدي قذافي

د لیبیا د فوټبال فدراسیون مخکنی مشر او د لیبیا د ځانګړو ځواکونو مشر سعدي قذافي په نیجر کې پناه اخیستې ده، چې ددغه هېواد پلازمېنې نیامي په یوه خوندي مېلمستون کې تر کلکې ساتنې لاندې ژوند کوي.

هغه الجزایر ته د سهارا دښتو له لارې تللی دی.

د لیبیا هغه غوښتنه نیجر رد کړه، چې ګني سعدي دې وروسپاري. د نیجر د عدلیې وزیر وايي دی پر دې یقین دی چې لیبیا کې به سعدي د مرګ له سزا سره مخامخ شي.

د روان کال په سپتمبر کې، نړیوالو پولیسو (انټرپول) غړو هېوادونو ته یو اخطار خپور کړی، چې سعدي قذافي باید ونیول شي. په تېر دسمبر کې د مکسیکو چارواکو وویل چې دوی یوه داسې قاچاقي ډله کشف کړه، چې غوښتل یې سعدي قذافي مکسیکو ته په یوه مستعار نامه بوځي.

هنیبال قذافي (زوی)

هنیبال قذافي

هنیبال قذافي د معمر القذافي او صفیه فرکاش پنځم زوی دی. اټکل دی چې نوموړی د تېر کال په اګست کې الجزایر ته له اوښتي کاروان سره تللی دی.

کله چې یاغیانو طرابلس ونیو، د هېواد په جنوبي ښار غریان کې هنیبال د دفاع د یوې ډلې مشر و.

هنیبال د عمومي ملي ترانسپورت د شرکت لومړی سلاکار و.

د قذافي دا زوی د لیبیا او سویټزلنډ ترمنځ پر دوو سویټزلنډي هوټلي مامورینو تر برید وروسته د قذافي او سویټزرلنډي حکومت د اړیکو د ترینګلتیا سبب شو، همدا وو چې د خپل پلار په امر یې دوه سویسي سوداګر بندیان کړل او د سویټزرلنډ پرضد یې اقتصادي بندیزونه اعلان کړل.

عایشه قذافي (لور)

عایشه قذافي

د ډګروال قذافي لوی عایشه له خپلې مور او ورور محمد سره په الجزایر کې د پنا شپې ورځې تېروي.

الجزایر ته تر رسېدا درې ورځې وروسته، د قذافي دغې لومړۍ لور لور وزیږوله، چې ند خپلې مور صفیه نوم یې پرې کېښود.

که څه هم هغه د الجزایر حکمت له لوري تر ټینګ امنیت لاندې ژوند کوي، خو د یوه سوري حکومت له لوري لیبیایانو ته وايي چې د نوي حکومت پرضد راپاڅي.

خو ترڅنګ یې خور عایشې د یوه اسراییلي وکیل نیک کوفمان په مټ له نړیوالې محکمې څخه د خپل پلار د وژنې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

حنا قذافي (په لورولۍ نیول شوې)

حنا قذافي

ډګروال قذافي له ډېره وخته دا ادعا کوله چې حنا په ۱۹۸۶ کال کې د ۱۸ میاشتو په عمر د امریکا په یوه برید کې وژل شوې وه. خو پاڅونونو ویلي وو چې ګني حنا لاهم ژوندۍ ده، خو په اړه یې چا ته هېڅ معلومات نه شته.

په یوه وېدیويي کلیپ کې د امریکا له بمبار وروسته حنا له خپل پلار او وروڼو سره څو کاله مخکې د لوبو په حالت کې لیدل شوې ده.

د قذافي په باب العزیزیة ودانۍ کې موندل شوي مستند فلم ښودلی، چې طبي اسنادو او ان د برتانوي کونسلګرۍ سرتيفیکټ ښودلې ده چې حنا معمر القذافي ورباندې لیکل شوي وو.

د لیبیا رسنیزو سرچینو ویلي چې حنا یوه طبي کارکوونکې ده، چې د طرابلس په طبي مرکز کې یې څو کاله دنده ترسره کړې ده.

موسی ابراهیم (مخکنی حکومتي ویاند)

موسی ابراهیم

که څه هم د موسی ابراهیم په اړه ډېر معلومات نه شته، خو د قذافي د رژيم پرمهال د نړیوالو رسنیو په مخ کې د حکومتي ویاند په بڼه راښکاره شوی دی.

موسی ابراهیم چې د قذافي له ټبره دی، د برتانیا په ځینو پوهنتونونو کې زده کړي کړي دي، او ادعا کېږي، چې ۱۵ کاله یې په لندن کې تېر کړي دي.

که څه هم د هغه د نیولو په اړه ګڼ رپوټونه ورکړل شوي، خو تر اوسه ټول دروغ ختلي دي.

د روان ۲۰۱۲ په جنورۍ کې هم د هغه د نیول کېدا په اړه ادعا وشوه، خو بیا وروسته دا ادعا غلطه ثابته شوه.

نوموړی پر طرابلس د یاغیانو تر واکمنېدا مخکې په دغه ښار کې د وروستي ځل لپاره لیدل شوی دی.

عبدالله السنوسي (د استخباراتو مخکنی مشر)

عبدالله السنوسي

د قذافي د رژيم پرمهال د استخباراتو مشر عبدالله السنوسي د روان ۲۰۱۲ په سپتمبر کې له موریتانیا څخه تر اړولو وروسته د لیبیا په طرابلس کې ونیول شو.

نوموړي د تېرکال تر پاڅونونو وروسته له لیبیا پښې سپکې کړې، او د روان کال په مارچ کې د مراکش په نواکشوت کې ونیول شو.

د تېر ۲۰۱۱ په جون کې، د نړیوالو جرمونو ضد محکمې د هغه د نیولو یو اعلان وکړ، ځکه چې نوموړی په بنغازي کې د بشري حقونو په سرغړونې او وژنو مجرم بلل شوی.

نوموړی پر ګڼو بشر ضد جرمونو تورن دی، چې تر ټولو ستر په کې د ۱۹۹۶ کال ټول وژنه یادېږي، چې تر ۱۲۰۰ ډېر بندیان د طرابلس په ابو سلیم زندان کې په کې ووژل شول.

فرانسې لا له وړاندې هغه په غیاب کې په عمري بند له دې کبله محکوم کړی، چې ګني په ۱۹۸۹ کال یې پر نیجر د بمبارۍ پرمهال ۱۷۰ کسان وژلي دي.

موسی کوسا (د بهرنیو چارو مخکنی وزیر او استخباراتي مشر)

موسی کوسا

موسی کوسا د قذافي په رژیم کې تر ټولو ډېر واکمن سړی و، خو د بغاوت له پیله یوه میاشت وروسته هغه د تونس له لارې برتانیا ته وتښتېد. هغه اوس په قطر کې اوسېږي.

کوسا له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۹ کال پورې د لیبیا د اسختباراتي بنسټ مشر او بیا د بهرنیو چارو وزیر و.

د بي بي سي پانوراما پروګرام د پلټنو له مخې، موس کوسا له حده ډېر بندیان پخپلو لاسونو شکنجه کړي، او د ۱۹۹۶ کال د ابو سلیم زندانیانو په ټول وژنه کې یې لاس درلود، چې لږترلږه ۱۲۰۰ بندیان په کې مړه شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .