د برتانیا د کابینې یوه جګپوړي غړي استعفا وکړه

د خپريدو وخت: 05:27 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391
اندريو مېچل

د ښوونې او روزنې وزير مايکل گاف وويل چې اندريو مېچل د استعفى په کولو سره د حکومت لپاره سم کار ترسره کړی دى.

په برتانيا کې د کابينې هغه جگپوړي غړي استعفا وکړه چې د پوليسو د سپکولو په تور ورته جړه جوړه شوې وه.

د اندريو مېچل دنده دا وه چې په پارلمان کې د واکمن محافظه کار گوند د غړو ترمنځ انضباط ټينگ وساتي.

د سياسي چارو لپاره د بي بي سي خبريال راب واټسن په خپل رپوټ کې وايي:

دا يوه بېسارې سياسي رسوايي وه چې په پاى کې يې د صدراعظم ډېوېډ کامران په کابينه کې د يوه جگپوړي غړي دنده ترې واخيسته.

رسوايي تېره مياشت هله راجوړه شوه چې اندريو مېچل په ډاونېنگ سټريټ کې د صدراعظم د دفتر مخې ته ولاړ پوليس چې د هغه سايکل ته يې دروازه نه پرانستله، وښکنځل او هغوى يې ټيټ او احمقان وبلل.

دا پېښه له هغه راهيسې د سياسي رپوټونو په سر کې پاتې وه، تر څه ځايه ځکه چې د ډېوېډ کامران د حکومت د زيانمنولو له عمومي ليکې سره يې سمون درلود چې د شتمنو او لوړې طبقې د غړو يوه مجموعه بلل کېږي چې د پوليسو په څېر عادي وگړي يې په نظر نه ورځي.

له دې امله مخالف کارگر گوند، د پوليسو صنفي اتحاديې او آن پخپله ځينو محافظه کارانو چې له دې پېښې د گوند درنښت ته له زيان اوښتو ډارېدل، په پرله پسې ډول د ښاغلي مېچل د استعفى غوښتنه درلوده.

"ټيټ"

ښاغلي مېچل پخپله استعفا پاڼه کې يو ځل بيا دا خبره چې پوليس يې "ټيټ" بللي وو، رد کړه.

د ښوونې او روزنې وزير مايکل گاف وويل چې اندريو مېچل د استعفا په کولو سره د حکومت لپاره سم کار ترسره کړيدى:

"بې له شکه په لنډ مهال کې دا د ښاغلي کامران حکومت ته يوه گوزار دى، خو زيان يې تر هغه خورا لږ دى چې که ښاغلى مېچل پاتې واى."

"دا يو پتمن سړى دى. دا کار يې ځکه وکړ چې پوهېده، په حکومت کې يې له پاتې کېدو څخه نورو ته زيان اوښتى، حکومت ته زيان اوښتى دى او سمه يې دا وبلله چې ځان له مخې څنگ ته کړي.

زه دغه راز فکر کوم سمه به وي چې وويل د هغه پر شونډو راغلي ټکي بيخي د منلو نه و. هغه د قهر شيبه وه. له موږ څخه هر يو، هر يو د کمزورتيا پر مهال پړ راختلى شي."

خو د هغه استعفا په اوسني وخت کې د صدراعظم کامران لپاره دومره ښه خبر نه دى.

مخالفين يې وايي صدراعظم ته په کار وه چې لا دمخه گوښه يې کړي او اوس چې تللى نو د هغه مخکنۍ ننگه يې ساده توب برېښي.

بې له شکه په لنډ مهال کې دا د ښاغلي کامران حکومت ته يوه گوزار دى، خو زيان يې تر هغه خورا لږ دى چې که ښاغلى مېچل پاتې واى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .