لبنان د لومړي وزیر استعفا و نه منله

د خپريدو وخت: 16:19 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

ښاغلي میقاتي وروسته له هغه خپله استعفا وړاندې کړه چې د لبنان د استخباراتو مشر وسام الحسن پرون په يوۀ بمي بريد کې ووژل شو.

د لبنان ولسمشر مېشل سليمان د دغه هېواد د لومړي وزير نجيب میقاتي د استعفا وړانديز رد کړ.

ښاغلي میقاتي وروسته له هغه خپله استعفا وړاندې کړه چې د لبنان د استخباراتو مشر وسام الحسن پرون په يوۀ بمي بريد کې ووژل شو.

د وسام الحسن په مشرۍ کې د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق الحريري د وژنې په تړاو شويو پلټنو د نوموړي په وژنه کې سوريه پړه بللې وه.

ښاغلي الحسن همداراز په دې وروستيو کې د سوريې له لوري د يو لړ سمبال شويو بمي بريدونو د پلان په تور د لبنان د کابينې يو پخوانى وزير نيولى و.

د لبنان کابينې د هغه هېواد د امنيتي حالاتو د ارزولو په موخه نننۍ بېړنۍ غونډه تر هغې چاودنې وروسته وکړه چې د دغه هېواد په پلازمېنه بيروت کې يې لږ تر لږه اته کسان ووژل او تر ۸۰ زيات يې ژوبل کړل.

په بريد کې د لبنان د پوليسو د استخباراتو مشر وسام الحسن هم وژل شوى و چې د لبنان پخواني لومړي وزير سعد الحريري ته ډېر نژدې کس بلل کېده.

تر دې وړاندې هغه د ښاغلي الحريري د امنيت ساتلو دنده هم لرله.

رفيق الحريري په ٢٠٠٥ کال کې د يوې بمې چاودنې له امله ووژل شو.

د لبنان حکومت چې يو شمېر غړي يې د حزب الله سره تړاو لري نن (شنبه، اکتوبر/۲۰ مه) په ټول لبنان کې د عمومي ماتم په نوم په دغه ورځ غمرازي ښيي، خو پر همدې حال کې مخالفانو له حکومته غوښتي چې استعفا ورکړي.

امريکا او د لبنان ټولو سياسي ډلو دغه پېښه غندلې ده.

د تېرې ورځې چاودنه د اشرفيه په نوم مسيحي مېشته سيمه کې شوې چې له گڼې گوڼې ډکه سيمه ده

په لبنان کې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد مخالفو سياستوالو د سوريې رژيم د تېرې ورځې په بمي چاودنه کې ښکېل بللى، خو په خپله د سوريې دولت هم د دغه بريد غندنه کړې ده.

د ملگرو ملتو د امنيت شورا د دغې چاودنې د غندلو تر څنگ ويلي چې د چاودنې عاملين، پلانوونکي او مالي ملاتړ کونکي يې بايد محاکمه شي، دا راز دغې شورا په لبنان کې ټول هغه سياسي ترورونه په کلکه غندلي چې لبنان ورسره بې ثباته کېداى شي.

د تېرې ورځې چاودنه د اشرفيه په نوم مسيحي مېشته سيمه کې شوې چې له گڼې گوڼې ډکه سيمه ده او د سعد الحريري د ملاتړو دفترونه هم په همدغې سيمه کې دي.

په سوريه کې روان کړکيچ تر ډېره دې ته لاره هواره کړې چې په لبنان کې په قامي تړاونو تاوتريخوالى زور واخلي.

په لبنان کې مذهبي ډلې دا مهال په دوو برخو وېشل شوي چې يوه ډله يې د بشارالاسد ملاتړي او بله يې ورسره په مخالفت کې ولاړه ده.

د لبنان ډېرى شيعه مذهبي د سوريې د رژيم ملاتړ کوي خو سني مذهبه يې په مخالفت کې ولاړ دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .