سپنې ماڼۍ د امریکا او ایران د مخامخ خبرو راپور رد کړ

د خپريدو وخت: 06:21 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

سپینه ماڼۍ وايي: "لاهم زموږ دریځ هماغه دی، چې ایران د بندیزونو له لارې له اتومي هڅو راوګرځوو."

د امریکا سپینې ماڼۍ په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې هغه راپور رد کړی، چې وايي ولسمشر اوباما له ایران سره ددغه هېواد د اتومي لانجمن پروګرام د پایته رسولو پر سر له ایراني چارواکو سره د کتلو چمتووالی نیولی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند تومي ویتور ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه ددې قضیې د حل لپاره د امنیت شورا له دایمي غړو سره پر ګډ کار بوخت دي.

ښاغلی ویتور زیاتوي "دا ناسمه ده چې د امریکا متحد ایالتونه او ایران له یو بل سره تر امریکايي ټاکنو وروسته د مخامخ خبرو لپاره چمتووالی نیولی دی."

هغه زیاتوي: "د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو سره زموږ ګډ کار روان دی، چې څرنګه دې جړې ته دپلوماتیک حل ومومو، په لومړي سر کې مو ویلي وو چې په دوه ګوني ډول د مخامخ خبرو لپاره چمتو یو."

د سپینې ماڼۍ دغه ویاند دا هم ويلي چې "ولسمشر اوباما په ډاګه ویلي چې ایران به اتومي وسلو جوړولو ته پرېنږدي، او په دې چاره کې هر راز ګام اخیستو ته تیار دی."

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د تېرې شنبې ورځې په خپل راپور کې د اوباما د ادارې له خولې ویلي وو چې امریکا او ایران هوکړه کړې ده، چې د ایران د اتومي پروګرام د حل لپاره به مخامخ خبرې کوي.

نیویارک ټایمز دا هم ویلي چې دا هوکړه ددواړو اړخونو تر پټو خبرو وروسته شوې ده.

ایران ډېره لېوالتیا ښيي، چې د نومبر پر شپږه د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته له امریکا سره خبرې وکړي.

خو ویتور وايي، چې "لاهم زموږ دریځ هماغه دی، چې ایران د بندیزونو له لارې له اتومي هڅو راوګرځوو."

"د ایران د اتومي پروګرام پرسر خبرې دا مهال د ایران او ۱+۵ ډلې (امریکا، چین، فرانسې، برتانیا، روسیې او جرمني) ترمنځ په ټپه درېدلې دي."

دی زیاتوي: "د لوبې توپ د ایرانیانو په لاس کې دی، که غاړه کښې نه ږدي، نو ویجاړوونکي بندیزونه او لانور فشار به ورباندې وضع شي."

دا څرګندونې ایله دوه ورځې مخکې د امریکا ټاکنو ته ددوو نوماندو بارک اوباما او میت رامني تر درېیمې مناظرې وروسته شوې دي.

رامني پر اوباما تور پورې کوي، چې ګني د ایران په تړاو یې اداره ناکامه شوې ده.

د ایران د اتومي پروګرام پرسر خبرې دا مهال د ایران او ۱+۵ ډلې (امریکا، چین، فرانسې، برتانیا، روسیې او جرمني) ترمنځ په ټپه درېدلې دي.

روسیې په تېره پنجشنبې وویل چې شاید د تهران او شپږو ځواکمنو هېوادونو او د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرې کاترین اشتون ترمنځ خبرې راتلونکې میاشت بیا پیل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .