ولې د هند په لرو پرتو سیمو کې جنسي تېري ډېر دي؟

د خپريدو وخت: 20:48 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

تېر کال د هند په هریانا ایالت کې د جنسي تېریو ۷۳۳ قضيې ثبت شوې وې.

دبارا د هند په هریانا ایالت کې یو کلی دی.

دلته کوڅې تنګې دي، کورونه کوچني او له خټو جوړ شوي دي.

ماشومان په خاورو خځلو کې لوبې سره کوي او د کلي سړي شاوخوا ناست دي او سېګرټ څکوي.

دې کلي ته ډېر نور هندیان نه ورځي خو د یوه کور په وره کې دوه پولیس ولاړ دي.

دننه په کور کې، په یوه کوټه کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ ناسته ده. شاوخوا ته يې ښځې ګرد چاپېر را ټولې دي.

پولیس هم د همدې نجلۍ له امله په وره کې ولاړ دي.

شپږ اوونۍ وړاندې، دا نجلۍ پر سړک روانه وه چې یوه ډله سړیو وتښتوله.

هغه وايي، تښتوونکو يې سترګې ور وتړلې او موټر ته يې په زور واچوله.

بیا يې د یوه سیند غاړې ته بوتله او هلته ټولو اوو کسانو په خپل وار پرې جنسي تېری وکړ او نورو يې ننداره کوله.

د هغې ځورونه هلته خلاصه نه شوه. دغې ډلې په خپل موبایل کې پر نجلۍ د جنسي تېري فلم واخیست او بیا يې له نورو کسانو سره هم شریک کړ.

په داسې یوه سیمه کې چې د هند له مرکز ډیلي نه یوازې څو متره لرې ده، نارینه اوس هم تر ډېره په واک کې دي.

کله چې د دې پېښې خبر د نجلۍ پلار ته ورسېد دومره شرم او بې عزتۍ پر سر واخیست چې زهر يې وخوړل.

د نجلۍ یوه ترورزي راته وويل: "موږ هڅه وکړه او روغتون ته مو ورساوه خو ډېر نا وخته و او تره مې ساه ورکړه".

تر اوسه نهه تېري کوونکي نیول شوي او نور يې اوس هم ازاد ګرځي.

تېر کال د هند په هریانا ایالت کې د جنسي تېریو ۷۳۳ قضيې ثبت شوې وې. په دې کې لا هغه نا ثبت شوي قضيې نه دې شاملې.

دا یوازې د هرایانا ایالت نه دی چې پر ښځو دا ډول جنسي تېري کيږي بلکې په ټول هند کې ښځې له خطر سره مخامخ دي.

خو په هریانا کې د حیرانتیا خبره د ښځو پر وړاندې د ټولنې دریځ دی.

په داسې یوه سیمه کې چې د هند له مرکز ډیلي نه یوازې څو متره لرې ده، نارینه اوس هم تر ډېره په واک کې دي.

د جند په یوه لرې پرته سیمه کې یوه دودیزه جرګه روانه ده. دننه په دالان کې سپین ږیري ناست دي او چلم څکوي.

په دوی کې یوه ښځه هم نه لیدل کيږي. د پېړیو له را په دې خوا همدا سړي دې چې جرګې کوي، پرېکړې او فیصلې کوي.

یوه سپین ږیري سروش کوت د دې تېریو دلیل داسې بیان کړ: "ته دا تلوېزیونو ته وګوره څه حال دی. بربنډې ښځې دي او همدا زموږ سړي بې لارې کوي. دا اروپا نه ده هند دی".

دا هغه څرګندونې دي چې په اسانۍ له پامه نه شي غورځېدای. د سړو دا ډول دودیزې جرګې هم په ټولنیز او هم سیاسي لحاظ ډېرې پیاوړې دي.

د ټولنیزو څېړنو مرکز یوه فعاله رنجانا کوماري وايي:

"دا دودیزې جرګې د صحرایي جرګو په ډول دي. دلته سړي ښځو ته وايي چې څه وکړي او څه و نه کړي. که چا د دوی خبر ونه منله نو ګواښي يې او له تاوتریخوالي کار اخلي".

په دبارا کلي کې د څو اوونیو وړاندې پېښې خپل اغېز څرګند کړ.

د جنسي تېري ځوانه قرباني وايي ډېری نجونې ښوونځي ته له وېرې نه ځي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .