مشهور هندۍ فلم جوړونکی ياش چوپړا ومړ

د خپريدو وخت: 21:15 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

ښاغلی چوپړا نه يوازې په هند کې، بلکې بهر هم يوه پېژندل شوې څېره ده.

هند يو تر ټولو زيات د اغېز څښتن فلم جوړونکي ياش چوپړا د خپل عمر په ۸۰ کلنۍ مړ شوی دی.

د هند لومړی وزير د ټولو په سر کې د دغه فلم جوړوونکي او ډايرېکټر پر مړينه، چې د هند رومانس پاچا بلل کېده، خواشينې ښوولې ده.

ياش چوپړا به له ۵ لسيزو خپلې دندې سره د باليووډ د تر ټولو زياتو کتل شويو فلمونو ترشا کس په توګه يادېږي.

دی نه يوازې په هند کې، بلکې بهر هم يوه پېژندل شوې څېره ده.

د ياش راج په نامه د ده د فلم توليد سټوډيو ګانو د اميتاب بچن او شاه رخ خان په ګډون د هندۍ سينما تر ټولو سترو نومونو په جوړونه کې مرسته کړې ده.

ياش چوبرا د ډينګې تبې له رنځه په مومبی کې ومړ.

ده ته په لوړه کچه د هند د لومړي وزير منموهن سېنګ نيولې بيا تر نورو ډېرو پر ټوېټر درناوی څرګند کړی دی.

لومړي وزير سېنګ ښاغلی چوپړا د هندۍ سينما يوه نښه بللی، چې په وينا يې په خپل کم ساري نوښت ډېر نسلونه خوښ ساتلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .