رامني وايي امريکا له ګډوډۍ د وتلو لار نه شي موندلی

د خپريدو وخت: 05:42 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391
رامني او اوباما

دواړو د سوریې مخالفینو ته د درنو وسلو د ورکولو په اړه د احتیاط یادونه وکړه.

د امریکا ولسمشرۍ ته ولاړ کانديدان بارک اوباما او ميت رومني د انتخاباتي کمپاین په دریمه او وروستۍ مناظره کې سره مخامخ شول.

د دوی اصلي پام په بهرنۍ تګلاره و.

د بحث موضوع ګانې په لیبیا او ایران کې حالات، ترهګري، په سوریه او افغانستان کې جګړې وې.

دا تلویزیوني بحث چې د فلوریدا په یوه پوهنتون وشو، ترټاکنو مخکې چې د نوومبر په شپږمه کیږي تر ټولو سخت و.

دواړو د سوریې مخالفینو ته د درنو وسلو د ورکولو په اړه د احتیاط یادونه وکړه.

اوسني ولسمشر، دیموکرات بارک اوباما وویل چې د افغانستان په اړه د جمهوریت غوښتونکو تګلاره روښانه نه ده خو دی له افغانستانه پوځونه ځکه راوباسي چې د هغه هیواد ځواکونه د دې وړتیا لري چې پخپلو پښو ودریږي او د هیواد امنیت وساتي.

ښاغلی اوباما وويل د القاعدې مشر یې وواژه ، د عراق جګړه یې پای ته ورسوله.

هغه زیاته کړه د مخالف سيال سټراټېژي به يې د امريکايانو خوندي کولو کې ناکامه شي.

د جمهوریت غوښتونکو کاندید میت رامني وویل په سوریه او لیبیا کې تاو تریخوالی دا ښيي چې په منځني ختیځ کې حالات د اندېښنې وړ دي.

ده وويل امريکا له ګډوډۍ نه د وتلو لار نه شي موندلی بلکې پر ځای يې بايد د اقتصادونو پر پښو درونې او مدني ټولنو پر جوړولو پام راغونډ شي.

"د امریکا اوسنی سیستم کولی شي کاندید محبوب کړي خو ولسمشري وبایلي لکه چې په ۲۰۰۰م کال کې له مرستیال ولسمشر الګور سره وشول."

هغه ایران د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ وباله او زیاته یې کړه باید ایران پرې نه ښودل شي اتومي وسله تر لاسه کړي.

نننی بحث که څه هم وروستی دی خو د ولسمشرۍ د کانديد برخلیک نه ټاکي، اوس به په ایالتونوکې کمپاین پرمخ بېول کېږي، تر دې بحث وروسته به کاندیدان د هغو رایه ورکونکو پام ځانته اړوي چې لا یې پرېکړه نه ده کړې.

هر ایالت به پخپل وار رایې اچوي نو کمپاین به هم په هغو ایالتونو کې روان وي چې رایه ورکوونکي یې زړه نازړه دي.

د اوهایو، ویرجینیا او فلوریدا په څېر ایالتونه چې د رایه ورکونکو لپاره اصلي ستونزې اقتصاد او دندې دي د دواړو کانديدانو لپاره د پام وړ دي.

د امریکا اوسنی سیستم کولی شي کاندید محبوب کړي خو ولسمشري وبایلي لکه چې په ۲۰۰۰م کال کې له مرستیال ولسمشر الګور سره وشول.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .