د قطر امیر غزې ته ځي

د خپريدو وخت: 06:01 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391

د قطر امير لومړی مصر ته ځي او له هغه ځايه بيا غزې ته په موټر کې تېرېږي.

ټاکل شوې د قطر امير نن سې شنبه غزې ته ولاړ شي.

له هغه راهيسې چې د حماس اسلامي غورځنګ په ۲۰۰۷ کال کې غزه کې واک ته رسېدلی، دی به د دولت لومړی مشر وي چې غزې ته ځي.

اټکل دی امير حمد بن خليفه ال ثاني په فلسطيني سيمو کې د مليونو ډالرو په ارزښت يو شمېر ودانيزې پروژې پرانيزې.

لکه څنګه چې له غزې نه د بي بي سي خبريال جان ډونيسن په خپل راپور کې وايي دغه ليدنه د حماس او دغه خليجي هېواد ترمنځ د تودېدونکو اړيکو نښه ده.

د غزې لروبر د قطر امير ليدنې په هرکلي کې جنډې لګولې، د قطر بيرغ د څراغونو ستنې سينګار کړې او پر سترو لوحو هم د ده انځورنه ښکاري.

اټکل دی چې کلک امنيتي تدبيرونه نيول شوي وي.

د قطر امير لومړی مصر ته ځي او له هغه ځايه بيا غزې ته په موټر کې تېرېږي.

دا يو داسې سفر دی، له هغه راهيسې چې حماس واک ته رسېدلی، او دغه اسلامي غورځنګ غواړي خپله سياسي پلازمېنه يې کړي، د هېڅ دولت مشر هم نه دی کړی.

قطر په دې وروستيو کې په غزه کې د شاوخوا ۲۵۰ مليون ډالرو په ارزښت د ودانيزو پروژو اعلان وکړ.

له هغه راهيسې چې حماس د سوريې له مشرتابه سره شلون كړی، قطر د دغه غورځنګ له مهمو ملاتړيو شوی دی.

د حماس مشر خالد مشعل چې يو وخت په دمشق کې مېشت و، اوس د خليج دغه هېواد ته لېږدېدلی دی. قطر د امريکا يو مهم او نژدې عرب ملګری هم دی.

ځينې دا باور هم لري ګنې د قطر امير د اغېز يو ځانګړی دريځ هم لري، چې له ايران نه د په واټن نيولو پر حماس فشار راوړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .