نړېوال تر رامني اوباما غوره بولي

د خپريدو وخت: 22:00 گرینویچ - دوشنبه 22 اکتوبر 2012 - 01 لړم 1391

د پوښتل شویو کسان شاوخوا ۵۰ سلنه غواړي اوباما بیا په سپینه ماڼۍ کې وويني او یوازې نهه سلنه د جمهوري غوښتونکي کاندید مېټ رامني پر خوا دي.

نړیواله سروې ښيي چې ډېری خلک تر رامني اوباما غوره بولي.

د بي بي سي نړېوالې څانګې لپاره یوه نوې سروې چې په ۲۱ هېوادونو کې تر سره شوې ښيي چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې خلک په نومبر کې د امریکا ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي د ګوند کاندید مېټ رامني په پرتله اوباما خوښوي او غوره بولي.

په دغه سروې کې له ۲۱۷۹۷ کسانو سره خبرې شوي او د ۲۰۱۲ کال د جولای له دریمې د دسمبر تر دریمې پورې ترسره شوې ده.

د دغو ټولو کسانو په ګومان اوباما د ولسمشرۍ دندې ته غوره کس دی.

د پوښتل شویو کسان شاوخوا ۵۰ سلنه غواړي اوباما بیا په سپینه ماڼۍ کې وويني او یوازې نهه سلنه د جمهوري غوښتونکي کاندید مېټ رامني پر خوا دي.

د دې شمېر پاتې هغو د دواړو تر منځ هیڅ یو هم نه غوره و باله او نه يې رد کړ.

په هغو ۲۱ هېوادونو کې چې له خلکو سره يې په سروې کې خبرې شوي، فرانسه لومړی هېواد، ورپسې اسټرالیا، کاناډا، نایجیریا او برتانیا دي چې ډېری خلک يې د اوباما پلویان دي او غواړي نوموړی دا ټاکنې وګټي.

په پاکستان کې هم له خلکو سره خبرې شوي او ۲۴ سلنه يې د اوباما سیال مېټ رامني غوره او ۱۱ سلنه يې په خپله ولسمشر اوباما خوښوي.

ښايي پاکستان لومړنی هېواد وي چې وګړي يې د امریکا اوسنی ولسمشر نه خوښوي خو دلته بیا خبره دا ده چې ۷۵ سلنه وګړو هیڅ نظر نه دی څرګند کړی.

د مېټ رامني په ملاتړو هېوادونو کې کینیا او پولنډ دي چې شاوخوا ۱۵ او ۲۰ سلنه کسان جمهوري غوښتونکی مېټ رامني ښه بولي.

که څه هم اوباما په کور دننه د ۲۰۰۸ کال په پرتله له لوی سیالۍ سره مخامخ دی خو تېرو څلورو کلونو ته په کتو اوس هم په نړۍ کې د ده ملاتړ نه دی کم شوی.

اوسنۍ پايلې هم د بي بي سي د نړېوالې څانګې د څلور کاله وړاندې سروې له پایلو سره یو ډول دي.

د څلور کاله وړاندې په پرتله د هغو ۱۵ هېوادونو له ډلې چې په دواړو نظرپوښتنو کې يې خلک پوښتل شوي په اوو کې د ولسمشر اوباما ملاتړ ډېر شوي دي.

په نړېواله کچه د اوباما بیا غوره کېدا ته د خلکو لیوالتیا ته په پام خپله په متحده ایالاتو کې د خلکو نظر ډېر توپیر کوي.

په امریکا نظر پوښتنې اوس ښيي چې دواړه کاندیدان مساوي ملاتړ لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .