القاعده د الشهري وژنه ردوي

د خپريدو وخت: 09:07 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391
سعید الشهري

سعید الشهري د یمني چارواکو لپاره تر ټولو مطلوب کس دی.

د اسلامي وېبپاڼو یوې څارونګې ډلې ویلي، چې په عربي جزیره کې د القاعدې شبکې سعودي غړي سعید الشهري د خپل ځان په اړه هغه خپاره شوي راپورونه رد کړي، چې ویل یې نوموړی تېره میاشت وژل شوی.

نوموړي دا څرګندونې د یوه وېدیويي کلیپ په خپرولو کړې دي.

د الشهري د اوسېدو ځای یمن ښودل شوی دی.

انټلجینس ګروپ وېبپاڼې ویلي، چې سعید الشهري پخپل غږیز پیغام کې چې پر "الجهادية" وېبپاڼې په تېره یکشنبې خپور شوی، د هغه د مرګ په اړه خپاره شوي راپورونه دروغ بللي دي.

تېره میاشت یو راپور خپور شو، چې الشهري د امریکا د څارګرو الوتکو په برید کې الشهري وژل شوی دی.

په غږیز پیغام کې د الشهري په نامه ادعا کوونکي کس ویلي، چې ددښمانو دا توطیوي خبرونه یوازې د مسلمانانو د روحې د کمزورې کولو لپاره خپرېږي.

امریکايي چارواکو الشهري له ګوانتانامو زندان څخه خوشی کړ، چې نوموړی د القاعدې شبکې په مشرتابه کې دویم جګپوړی مشر ګڼل کېږي.

القاعده په عربي ټاپو کې

  • الشهري د ۲۰۰۹ په جنورۍ کې د یمني او سعودي القاعدې غړي سره یو کړل
  • نوموړی د یمن په ختیځ کې مېشت و
  • د اسامه بن لادن د مخکني یمني مرستیال ناصر الوحیشي له لوري اداره کېده
  • هدف یې د سعودي شاهي کورنۍ او یمني حکومت راپرځول او د اسلامي خلافت جوړول وو
  • د ۲۰۰۳ کال د ریاض له بمي بریدونو او د صنعا پر امریکايي سفارت د ۲۰۰۸ کال له بریدونو سره میدان ته شول.

د یمن د لومړي وزیر محمد باسندوه د رسنیو په برخه کې سلاکار راجح بادي رویټرز ته ویلي، داسې ښکاري چې خپور شوی غږیز پیغام رښتیا وي.

دی زیاتي، چارواکي له پیل راهیسې د الشهري پر وژنې شکمن و، خو وروسته په ډاګه شوه چې هغه ژوندی دی.

الشرق الاوسط ورځپاڼې د سعودي د کورنیو چارو د وزیر امیر احمد بن عبدالعزیز له خولې د تېر سپتمبر په ۱۶ ویلي وو چې سعودي د الشهري وژنه نه شي تاییدولی.

خو د یمن ددفاع وزارت انټرنېټي پاڼې د تېر سپتمبر په لسمه وویل، چې الشهري له شپږو نورو سخت دریځو سره د یمني پوځ د عملیاتو پرمهال په حضرموت لیرې ختیځه سیمه کې وژل شوی.

خو یوې بلې یمني امنیتي سرچینې ویليو چې الشهري د امریکا د څارګرو الوتکو په برید کې حضرموت کې وژل شوی، نه د یمن د پوځ په لاس.

د الشهري په اړه امریکا ویلي وو چې له القاعدې شبکې سره یې اړیکي لرل، چې په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان له لوري امریکا ته وسپارل شو او بیا ګوانتانامو ته یووړل شو.

د امریکا له دفاع وزارته د ویکیلیکس په افشا شوو معلوماتو کې راغلي وو، چې الشهري د سعودي د کورنیو استخباراتو اداره کې وړاندې کار کړی، بیا القاعدې ته ورغلی او افغانستان ته یې د سخت دریځو سعودیانو له تللو سره مرسته کړې ده.

الشهري په ۲۰۰۷ کال له خوشي کېدا وروسته سعودي ته وسپارل شو، خو په یمن کې بېرته له القاعدې سره یوځای شو او هلته په عرب جزیره کې د القاعدې دویم نمبر مشر وټاکل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .