رامني: د پاکستان ناکامي ناخوالې زېږوي

د خپريدو وخت: 18:32 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391

ښاغلي رامني وویل پاکستان په تخنیکي توګه زموږ متحد دی که څه هم اوس د یوۀ متحد په څېر عمل نه کوي

د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو په د ريم بحث کې چې د نوماندانو پر بهرنۍ تگلارې ورټوله وه افغانستان او پاکستان د نوماندانو ترمنځ مناظره بيا تونده او توده کړه ولسمشر اوباما پر خپل سيال مت رامني تور ولگاوۀ چې افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د راېستو لپاره د نېټې د ټاکلو په باپ د يوۀ غوڅ دريځ په غوره کولو کې پاتې راغلى.

ولسمشر اوباما وويل د پوځ د اعلى سر قومندان په توگه د امريکاي ولس امنيت خوندي کول يې دنده وه او خپله دغه دنده په سمه توگه تر سره کړې.

ښاغلي اوباما په خپلو څرگندونو کې وويل موږ دا هېر کړي وو چې ولې له سره افغانستان ته ورغلو، او په عراق کې د جگړې له ختمولو سره امريکا يوځل بيا خپلې اصلي موخې ته مخه کړه هغه وويل:

"موږ په عراق کې جکړه ختمه کړه او پام مو هغو کسانو ته واړوۀ چې د سپتمبر په ۱۱مه یې موږ په نښه کړي وو نو پایله یې دا راووته چې د القاعدې مهم مشران مو ختم کړل

اوس موږ کولی شو چې چارې په خپله افغانانو ته وسپارو او په مسولانه ډول له هغه هېواده ووځو

خو ښاغلی رامني، تاسو ویلي و چې موږ باید د ځواکونو د وتلو لپاره نيټه ونه ټاکو، خو اوس وايي چې هو او یا دا چې دا به حالاتو پورې تړلي وي

خو د پوځ د اعلی سر قومندان په توګه تاسو باید غليم او متحدینو ته خپل دریځ څرګند کړئ

"که زه ولسمشر شم نو د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به سرتېري را وباسم"

رامني

تاسو په دې کې نه یوازې ناسم یاست بلکه زموږ ځواکونو او ملګرو ته مغشوش کوونکی پیغام ورکوئ".

خو ښاغلي رامني په ټينگار وويل چې د ٢٠١٤ م کال تر پايه پورې د افغانستان ماموريت پاى مومي ښاغلي رامني زياته کړه، که زه ولسمشر شم نو د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به سرتېري را وباسم.

هلته په سمیه کې قوماندانان د دې چارې پر تر سره کولو بوخت دي. ډېر شمېر افغان پوځیان روزل شوي چې د امنیت چارې په غاړه واخلي خو موږ به د پاکستان حالاتو ته هم ګورو ځکه د پاکستان حالات په افغانستان کې د ماموریت پر بریالیتوب اغیز کوي

ښاغلی رامني د پاکستان په تړاو د امریکا د لوی درستیزانو د ګډې جرګه ګۍ د پخواني مشر مایک مولن هغه څرګندونې هم رد کړې چې ویلي وو په افغانستان کې امریکایي ځواکونه د هغو کسانو په لاس وژل کېږي چې پاکستان روزلي دی او اوس دا مهال را رسېدلی چې امريکا له پاکستان نه ځان جلا کړي

ښاغلي رامني وویل پاکستان په تخنیکي توګه زموږ متحد دی که څه هم اوس مهال د یوۀ متحد په څېر عمل نه کوي ښاغلي رامني زياته کړه.

دواړه نوماندان په دې سلاوو چې د بې پیلوټو الوتکو بریدونه باید دوام ومومي

"نه د دې وخت نه دی چې له داسې هېواد ځان جلا کړو چې سل اټومي سروکي لري او ښايي چې په یوه پړاو کې دغه شمېر دوه ځله ډېر شي. بل لوري ته په هېواد کې دننه ترهګرې ډلې لري. لکه د حقاني ډله. دا هېواد د نورو هغو په څېر ملکي مشري نه لري هلته آی ایس آی ښايي تر ټولو یعنې پوځ او ملکي حکومت نه ډیره پیاوړی وي. دا داسې هېواد دی که په یوه ناکامه دولت بدل شي نو اټومي وسلې یې ښایې د ترهګرو لاس ته وغورځي".

مت رامني په دې باور و چې امريکا باید پاکستان سره مرسته وکړي خو مرستې باید بې له شرط نه وي. ښاغلي رامني وويل موږ باید هغوی سره مرسته وګړو چې ملکي بنسټونه او مدني ټولنه پیاوړې کړي

دواړه نوماندان په دې سلاوو چې د بې پیلوټو الوتکو بریدونه باید دوام ومومي.

ښاغلي اوباما د منځني ختیځ، ایران، پاکستان او امریکا په تړاو وویل چې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ستراتیژیک ایتلافونه را منځ ته کړي او القاعده هغه وړتیا نه لري چې د امریکا په خاوره کې دننه پر امریکایانو برید وکړي.

خو ښاغلي رامني په دې ټینګار کاوۀ چې د بدو وګړو په وژنې باید بسنه ونه شي، اسلامي ټولنې سره بايد مرسته شي چې په خپله تند لارۍ ته نه وايي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .