امریکا: لبنان کې بې ثباتي نه غواړو

د خپريدو وخت: 11:04 گرینویچ - چارشنبه 24 اکتوبر 2012 - 03 لړم 1391

په لبنان کې د کورني امنیت د ادارې مشر له وژل کېدو وروسته د تشدد لړۍ په پراخېدو ده

امریکايي مقامات وايي دوی په لبنان کې د نوي سیاسي اییتلاف د رامنځ ته کولو د هڅو ملاتړ کوي.

په لبنان کې د امنیتي ادارې د مشر له وژل کېدو وروسته د تشدد لړۍ په پراخېدو ده.

د دغه هېواد د امنیتي مشر وسام الحسن له وژل کېدو وروسته په یو شمېر ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې، چې له تاو تریخوالي ډکې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وکټوریا نولینډ خبراداری ورکړی، چې په داسې حالت کې د سیاسي تشې د رامنځته کېدو احتمال مخ په ډېرېدو دی، چې کیدای شي په دغه هېواد کې ثبات له منځه لاړ شي.

په اروپايي اتحاديه کې د بهرنیو چارو پالسي جوړونکې کیهتراین اشټن هم د سیاسي تشې د رامنځ ته کېدو په اړه خبرداری ورکړی او د نوي حکومت جوړولو د هڅو ستاینه یې کړې

د هغې په خبره د سوریې د حالاتو له امله رامنځ ته شوې بې ثباتي د لبنان د امنیت لپاره د پخوا په پرتله لوی خطر دی.

ویاندې له خبریالانو سره په مرکه کې زیاته کړه موږ په لبنان کې د ولسمشر میکایل سلیمان او نورو رهبرانو د هغو هڅو ملا تړ کوو، چې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په تړاو یې کوي او دغه راز د یوه موثر حکومت د جوړولو لپاره اقدامات کوي.

د هغې په خبره دا د لبنان کورنۍ ستونزه ده، خو امریکا نه غواړي په هغه هېواد کې سیاسي تشه رامنځ ته شي.

د نوموړې په خبره په بېروت کې د امریکا سفیربه په نژدې راتلونکې کې له لبناني مشرانو سره وګوري او د نوي سیاسي اتحاد په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.

بل لور ته په اروپايي اتحاديه کې د بهرنیو چارو پالسي جوړونکې کیهتراین اشټن په بیروت کې د لبنان له ولسمشر میکایل سلیمان او لومړي وزیر نجیب میقاتي سره خبرې اترې کړې دي.

دې هم د سیاسي تشې د رامنځ ته کېدو په اړه خبرداری ورکړی او د نوي حکومت جوړولو د هڅو ستاینه یې کړې.

د هغې په خبره "دغه ډول ترهګري د غچ اخېستنې لپاره د لمسون او تشدد خپرولولپاره کیږي."

په لبنان کې د دغه هېواد د څارګرې ادارې د مشر له وژل کېدو وروسته د دغه هېواد پوځي مقاماتو سیاستوالو ته ویلي، چې د خپلو سیاسي څرګندونو پر مهال باید له احتیا‌طه کار واخلي.

د یکشنبې په ورځ په بیروت کې د وسام الحسن د جنازې له مراسمو وروسته احتجاجي مظاهرې وشوې.

وسام الحسن څلور ورځې مخکې په یوه چاودنه کې ووژل شو. د نوموړي له وژل کېدو وروسته په طرابلس کې تر ټولو زیات اخ وډب ولېدل شو.

امریکايي چارواکي وايي له لبنان سره به د دغه هېواد د کورني امنیت د ادارې د مشر د وژل کېدو په اړه تحقیق کې مرسته وکړي.

"دغه ډول ترهګري د غچ اخېستنې لپاره د لمسون او تشدد خپرولولپاره کیږي."

کیتهراین اشټن

د لبنان د حکومت مخالف ګوند غړي د دغه برید پړه پر حکومت اچوي. په لبنان کې داسې وېره ده، چې د ګاونډي هېواد سوریې د حالاتو له امله به په دغه ځای کې اړودوړ پیل شي.

د لبنان د حکومت لویه برخه د سوریې د حکومت ملاتړ کوي. ۴۷ کلن وسام الحسن د سوریې د حکومت مخالف سازمان(۱۴ مارچ) او الحریري کورنۍ ته له نژدې کسانو څخه ګڼل کېده.

نوموړي په سوریه تور پورې کړی و، چې د رفیق الحریري په وژنه کې لاس لري.

بل لور ته له ترکیې او اردن وروسته لبنان دریم هېواد دی، چې د ورغلو سوري کډوالو شمېر تر ۱۰۰ زره کسانو واوښت. د ملګرو ملتو سازمان مسوولینو ویلي، چې د سوریې د جګړې له امله په ګاوڼدیو هېوادونو کې د ثبت شویو سروي کډوالو ټولټال شمېر ۳۵۰ زره کسانو ته ورسېد.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .