ملالې ته د نوبل د سولې جايزه وغوښتل شوه

د خپريدو وخت: 12:51 گرینویچ - پنجشنبه 25 اکتوبر 2012 - 04 لړم 1391

پر ملالې برید د افغانستان او پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې په کلکه وغندل شو.

تر ٢٠ زرو نه ډېرو کسانو په انټرنیت پاڼه کې د ۲۰۱۳ کال د سولې نوبل جایزې لپاره د ملالې یوسفزۍ چې څو اوونۍ وړاندې د پاکستاني طالبانو له خوا ټپي شوه د کاندیدېدو یو غوښتنلیک لاسلیک کړي.

په دغو کسانو کې د کانډا د کارګر ګوند مشر باب ری هم شامل دی.

باب ری د سې شنبې ( د اکتوبر۲۲مه) په ورځ په خپل ټوېټر کې لېکلي و "زه ملاله یوسفزۍ د سولې نوبل جایزې لپاره کاندیدوم. موږ ټول باید خپل پوره هڅه وکړو چې دغه زړه وره اتله کړو"

د ښاغلی ری ملاتړ له دې بهير سره ډیره مرسته کوي ځکه چې د نوبل جایزې لپاره د یو کس کاندیدو خپلې قاعدې او قانون لري. د کانادا د پارلماني وکیل په توګه ری د دې حق لري چې یو کس د دغې جایزې لپاره ونوموي.

دغه غوښتنلیک یو کس چې طارق فتح نومېږي پرانيستی او د کانادا په ټولو سیاسي مشرانو يې غږ کړی چې د دغه بهير ملاتړ وکړي.

له دې نه مخکې د امریکا نامتو فلمي ستورې او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیرې انجلینا جولي د نوبل جایزې په ډلې غږ کړى و چې "زړه ورې" ملالې یوسفزۍ ته د دغې جایزې په ورکولو "باید جدي غور" وشي.

ځانګړې پاڼه

۱۴ کلنه ملاله یوسفزۍ چې د نجونو د زده کړو لپاره یې هلې ځلې کولې د پاکستاني طالبانو له خوا د اکتوبر په نهمه نيټه په سوات کې په سر وويشتل شوه.

دغه برید د افغانستان او پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې په کلکه وغندل شو.

پرملاله یوسفزۍ د طالبانو له برید وروسته خبریالانو ته هم د مرګ گواښونه شوي چې تر یو ځايه یې اندېښمن کړي دي.

د ملالې روغتیايي حالت

ملاله په تېره دوشنبه د شپې مهال له پاکستانه د برتانیا د برمېنگهم ښار ملکې الیزابت روغتون ته د درملنې لپاره یووړل شوه.

ډاکټر روسر وايي د ملالې روغتیايي حالت"د ښه کېدو په حال کې" دی . او تمه ده چې له بې هوښۍ راووځي او د روغتیا په اړه به یې نور جزییات وروسته خپاره شي:

"ملاله اوس ډېره ښه شوې ده... هغه خوشاله ده، په حقیقت کې موږ خوشاله یو چې د هغې د روغتیايي حالت په اړه له تاسې سره جزییات شریکوو. "

"هغه اوس ښې خبرې کوي، خو په لیکلې بڼه."

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين چې د ملالې د ليدو لپاره د برمېنگهم روغتون ته تللى و د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې ملاله اوس ډېره ښه شوې ده او دۀ هيله لرله چې د سوات دغه پېغله به بشپړه روغتيا ومومي.

د "ترهګرو" پر ضد د پوځي "عملیاتو وخت همدا دی"

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین له بي بي سي پښتو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل تجربې ثابته کړې چې د ترهګرو پر ضد پوځي عملیات بریالۍ تګلاره ده.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

ډاکټران وايي د ملالې کوپړۍ لاهم بیا رغاونې ته اړتیا لري او بې ځایه شوي یا مات شوي هډوکي به یې ځای پرځای شي.

د ملالۍ د سر د کوپړۍ پر کيڼ اړخ د طالبانو مرمۍ لګېدلې چې تېره اوونۍ راولپنډۍ کې پاکستاني پوځي ډاکټرانو ترې وایستله.

خو کيڼ مټ او کیڼه ژامه یې لاهم زیانمنه ده.

اوس ډاکټران هڅه کوي، چې د هغې د سر ویشتل شوې برخه ورغوي، او کارپوه ډاکټران اټکلکوي چې د هغې بشپړه درملنه به څو اوونۍ نور وخت واخلي.

ډاکټران وايي د هغې کوپړۍ لاهم بیارغاونې ته اړتیا لري او بې ځایه شوي یا مات شوي هډوکي به یې ځای پرځای شي.

طالبانو تر برید وروسته د ملالې د بیا په نښه کولو ګواښ وکړ..

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .