م م: دسوریې حکومت اوربند کول منلي دي

د خپريدو وخت: 07:09 گرینویچ - پنجشنبه 25 اکتوبر 2012 - 04 لړم 1391

د لخضر براهیمي په خبره دی غواړي، چې د جمعې په ورځ چې د لوی اختر ورځ ده اوربند وشي او تر څلور ورځو پورې دوام وکړي، چې سیاسي چاپېریال رامنځ ته شي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتو استازي لخضر براهیمي ویلي، چې د سوریې حکومت د لوی اختر پر مهال د اور بند کول منلي دي.

بل لور ته د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د سوریې پوځ د دغه وړاندیز په اړه غور کوي او په دې اړه به د پنجشنبې په ورځ خپله پریکړه اعلان کړي.

د سوریې لباره د عرب لیګ او ملګرو ملتو ګډ استازي په قاهره کې د عرب لیګ له عمومي منشي سره له لېدو وروسته خبریالانو ته وویل، چې په سوریه د حکومت مخالفینو هم ویلي، چې که حکومتي ځواکونه اور بند کوي، دوی به هم دغه کار وکړي.

د لخضر براهیمي په خبره دی غواړي، چې د جمعې په ورځ چې د لوی اختر ورځ ده اوربند وشي او تر څلور ورځوپورې دوام وکړي، چې سیاسي چاپېریال رامنځ ته شي.

د نوموړي په خبره د سوریې حکومت د دې اقداماتو د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی.

لخضر براهیمي په خبري کنفرانس کې د اوربند په اړه د ټاکلې نېټې یادونه ونه کړه، خو په وینا يې د سوریې حکومت به د چهارشنبې او یا پنجشنبې په ورځ په دې اړه اعلان وکړي.

د ده په وینا د سوریې د حکومت له هغو مخالفو ډلو سره چې اړیکه ممکنه وه، د هغو له مشرانو سره یې اړیکه ونیوله او هغوی په اوربند راضي دي.

په سوریه کې له دې مخکې د ملګرو ملتو د استازي کوفي عنان د هلو ځلو په پایله کې اوربند شوی و، خو هغه اوربند ژر مات شو.

بل لور ته د سولې د ټینګښت لپاره د ملګرو ملتو مشر د سې شنبې په ورځ ویلی و، چې ملګري ملتونه سوریې ته د اوربند رامنځ ته کېدو په صورت کې په بېړنیزه توګه د سوله ساتو ځواکونود لېږلو په اړه غور کوي.

د ملګرو ملتونو څارونکې ډلې تېر کال په سوریه کې فعالیت کاوه، خو د خطرناک حالت له رامنځ ته کېدو وروسته دغه ډله له سوریې ووتله.

"موږ په دې اړه غور کوو، چې په راتلونکې کې به څه پېښ شي، ایا کومه سیاسي هوکړه به رامنځ ته شي او که لږ تر لږه اوربند به ټینګ شي، موږ په دې اړه ډاډ تر لاسه کول غواړو."

هرولیډسوس

په سوریه کې د سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تصویب اړین دی. خود سوریې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي سره وېشلي دي.

له دې مخکې عربي او لوېدیځو هېوادونو په سوریه کې د ملګرو ملتونو د فعالیت په اړه ملاتړ څرګند کړ، خو روسیې او چین په دې تړاو وړاندې شوی قرارداد ویټو کړ.

دسولې د ټینګښت په اړه د ملګرو ملتو مشر هرولیډ سوس وايي، چې اداره يې د اوربند او سیاسي هوکړې په صورت کې د بدیل په اړه غور کوي.

نوموړي خبریالانو ته وویل، چې موږ په دې اړه غور کوو، چې په راتلونکې کې به څه پېښ شي، ایا کومه سیاسي هوکړه به رامنځ ته شي او که لږ تر لږه اوربند به ټینګ شي، موږ په دې اړه ډاډ تر لاسه کول غواړو.

دا چې د سولي د ټینګښت لپاره به په سوریه کې څومره سوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای شي، نوموړي وویل، چې دا به له وخته مخکې خبره وي.

په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت مخالفین له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې د حکومتي ځواکونو په ضد جګړه کوي، چې تر اوسه پورې په دې جګړه کې نژدې ۳۰ زره کسان وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .