د ايټاليا پخوانى لومړى وزير په قيد محکوم شو

د خپريدو وخت: 15:54 گرینویچ - جمعه 26 اکتوبر 2012 - 05 لړم 1391

تمه دا ده چې د ايټاليا مخکينى لومړى وزير به د دغې پرېکړې پر ضد اپيل کوي.

د ايټاليا پخوانى لومړى وزير سېلویو بېرلېسکوني د ماليو د ورکړې په برخه کې د فساد په تور په څلور کلن قيد محکوم شو.

ښاغلى بېرلېسکوني او نور په دې تورن شول چې د امريکايي فلمونو د خپرولو حق يې له دوو هغو بهرنيو شرکتونو په لوړه بيه اخيستل چې دى يې څښتن و.

تمه دا ده چې د ايټاليا مخکينى لومړى وزير به د دغې پرېکړې پر ضد اپيل کوي.

ښاغلى بېرلېسکوني د خپلو سوداگريزو اړيکو سره په تړاو له گڼو محکمو سره مخامخ شوى خو يا ترې سپين وتلى او يا هم دومره وخت پرې لگېدلى چې د محکمې لپاره تر جلا شوې مودې ډېر وو.

په کومه قضيه کې چې د جمعې په ورځ ( د اکتوبر ٢٦) محکوم شو څارنوالانو ادعا کوله چې د دۀ د گټو کومې پيسې چې ښکاره شوې وې په هغو کې ډېره برخه د امريکايي فلمونو د خپراوي حق موندلو ته لگول شوې وې چې په دې توگه پر دۀ ماليه کمه راشي.

څارنوالانو ښاغلي بېرلېسکوني ته د درو کلونو او اتو مياشتو قيد غوښت خو محکمې تر دې هم ډېر قيد پرې وخېژاوۀ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .