هندوستان: کابینه کې ستر بدلون رامنځ ته شو

د خپريدو وخت: 11:04 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391

د هندوستان د بهرنیو چارو نوی وزیر سلمان خورشید ټاکل شوی، چې له دې مخکې یې د قانون د وزیر په توګه کار کاوه.

هندوستان کې د واکمن پرمختګ غوښتونکي اییتلاف (یو پي اې) د مرکزي حکومت په کابینه کې د بدلون رامنځ ته کولو پروسه بشپړه شوه.

د یکشنبې په ورځ د هندوستان په مرکزي کابینه کې اووه فدرالي او ۱۵ ایالتي وزیران شامل شوو.

ټاکل شویو وزیرانو د هندوستان د ولسمشر پرنب مکهرجي په وړاندې د لوړې مراسم تر سره کړل.

د نویو ټاکل شویو وزیرانو له ډلې څخه پنځه تنه له دې مخکې ایالتي وزیران وو، چې د نوې پرېکړې له مخه فدرالي وزیران وټاکل شول.

له دې سره سره دوه نوي کسان رحمان خان او چدریش کمارې د مرکزي وزیرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو نوی وزیر سلمان خورشید ټاکل شوی، چې له دې مخکې یې د قانون د وزیر په توګه کار کاوه.

د قانون وزارت اشونې کمار ته ورکړل شوی دی. اجې اماکن د ښاري پراختیا او بې وزلۍ د ختمولو د وزیر په توګه ټاکل شوی او ایم پللم راجو ته د بشري منابعو او پرمختګ وزارت ورکړل شوی دی.

د هندوستان په کابینه کې د بدلون رامنځ ته کېدو په اړه له څو ورځو راهیسې ګنګوسې اورېدل کېدې.

"د هندوستان د بزنس سټېنډرډ ورځپاڼې د سیاسي چارو د اېډیټر ادیتیې فرنیس په خبره په کابینه کې د راهول ګاندي ګډون ممکن نه دی."

خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ایس ایم کرشنا له استعفا وروسته د شنبې د ورځې تر ماښامه ۷ وزیرانو استعفاګانې وړاندې کړې.

له استعفا وروسته ښاغلي کرشنا وویل، چې "اوس د ځوان نسل وار دی، چې زیات مسوولیت ته اوږه ورکړي."

په لومړي سر کې داسې هم ویل کېدل، چې د کانګریس د ګوند مشرې سونیا ګاندۍ زوی راهول ګاندي هم شاید په کابینه کې شامل شی، خو وروسته داسې ونه شول.

د هندوستان د بزنس سټېنډرډ ورځپاڼې د سیاسي چارو اېډیټر ادیتې فرنیس په خبره په کابینه کې د راهول ګاندي ګډون ممکن نه دی.

د نوموړي په خبره په کابینه کې د راهول ګاندي له ګډون سره به لومړی وزیر منموهن سنګ له ستونزو سره مخامخ شي. د نوموړي په خبره که د وزیر په توګه راهول ګاندي یوه داسې پرېکړه کوي، چې د لومړي وزیر خوښه نه وي، نو د هغه لپاره به دا به ګرانه وي، چې د راهول مخه ونیسي.

بل لور ته کارپوهان وايي، چې د ځوانانو د رامخ ته کولو هدف د راهول لپاره په حکومت د ګډون کولو لار هوارول دي. دوی وايي، چې د ځوانانو په رامخ ته کولو کې د نوموړي خوښه شامله ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .