د نایجریا پر کلیسا ځانمرګی برید شوی

د خپريدو وخت: 04:26 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391
نایجریا

که څه هم د پېښې پړه چا نه ده منلې، خو د تور ګوته بوکو حرام ډلې ته نیول کېږي.

نایجریايي چارواکو ویلي، چې د کادونا ښار پر یوې کلیسا ځانمرګي برید اته کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

عیني شاهدانو ویلي، ځانمرګي برید کوونکي د ګاډي په مټ د کادونا په مالالي سیمه کې د ګڼې ګوڼې پرمهال پر کلیسا له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی جنګولی دی.

په دغه سیمه کې د بېلابېلو دینونو پیروان او ګڼ توکمه اوسېږ.

د بېړنیو چارو د ملي ادارې ویاند یوشوا شعیب ویلي، په برید کې لږترلږه اته کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

تر اوسه ددې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی، خو ډېر ګمان کېږي، چې برید به بوکو حرام سخت دریځې اسلامپالې ډلې کړی وي.

دغې ډلې وړاندې هم پر ځینو کلیساوو ورته مرګوني بریدونه کړي دي.

د تېر میلادي کال له پیله بوکو حرام ډلې د عیسویانو پرضد بریدونه ډېر کړي دي.

تر دغه تازه برید وروسته، قهرېدلي عیسوي ځوانان واټونو ته راووتل او له ځانونه سره یې چړې او لرګي لېږدول، او ددوی په ګمان پر مسلمانانو یې بریدونه کول.

پولیسو ددوی مخه ونیوه، او د لانور ممکنه تاوتریخوالو د مخنیوي لپاره یې ګزمې ډېرې کړي دي.

ګڼ وېرېدلي وګړي پر خپلو کورونو ناست دي.

کادونا کې وړاندې هم ورته مرګوني بریدونه او تاوتریخجنې پېښې شوې دي.

په تېر جولای کې هم په دغه سیمه کې پر کلیسا د یوه بم تر غورځولو او قومي شخړو وروسته لږترلږه ۹۰ کسان ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .