د بشري حقونو مدافعه تر شکنجې لاندې ومړه

د خپريدو وخت: 09:04 گرینویچ - سه شنبه 30 اکتوبر 2012 - 09 لړم 1391
فاطمه خالد سعد

دغه سورۍ فعاله په تېر جولای کې د دمشق استخباراتي ادارې ته وسپارل شوه.

سوري فعالین وايي، چې د رسنیو د چارو سورۍ فعاله فاطمه خالد سعد د استخباراتو د سختې شکنجې له کبله مړه شوې ده.

۲۲ کلنه سعد د تېر جولای له ۲۸ راهیسې په دمشق کې د ملي امنیت زندان کې پرته وه.

فعالین وايي، په سوریه کې د قصدي شکنجې تر ۱۱۲۵ ډېرې پېښې یې ثبت کړې، چې ټول شکنجه شوي په کې وژل شوي دي.

دغې اتحادیې پخپله راپور کې ویلي چې "د تېر جولای پر ۲۸مه ګهيځ وختي د ملي امنیت کسان د ارواښادې سعد کور ته په اللاذقیه کې ورغلل، پلار او ورور یې له هغې سره یوځای یووړل، تر پوښتنو ګروېږنو وروسته یې پلار او ورور خوشي شول، خو سعد سخته وکړول شوه. "

دغه ډله وايي، چې د ډېرې شکنجې له کبله د سعد یو بډوډی له کاره لوېدلی، خو پوځي روغتون ته تر رسېدا مخکې یې ساه ورکړې ده.

دغه سورۍ فعاله په تېر جولای کې د دمشق استخباراتي ادارې ته وسپارل شوه.

مستنطقینو ترې په زور اعترافات اخیستي، چې همدا وو د ډېرې شکنجې له کبله د اکتوبر پر ۲۳ مه یې ساه ورکړه.

دغې ډلې دا وژنه په سختو ټکو غندلې او دا یې یو وحشي عمل بللی دی "دا د بشریت ضد کړنه ده، چې په پلان شوي ډول له قانون څخه په سرغړونه کې شوې ده. "

په دې وژنه کې د ملي امنیت ټول افسران او کارکوونکي ښکېل بلل شوي، او پر وړاندې یې د جرمونو پرضد د نړیوال قانون له لوري هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

بل خوا، دغه اتحادیه وايي چې "د سوري نظام په تورو زندانونو او شکنجو کې تر اوسه تر ۱۱۲۵ ډېر کسان د شکنجې له کبله مړه شوي دي. "

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .