د سومالیا پېژندل شوی شاعر وسله والو وواژه

د خپريدو وخت: 11:31 گرینویچ - سه شنبه 30 اکتوبر 2012 - 09 لړم 1391

که څه هم د الشباب ډله د سومالیا له پلازمېنې موګادیشو نه د افریقايي ټولنې د ځواکونو په مرسته و شړل شوه خو د دغې ډلې القاعده ملاتړي اوس هم بریدونه کوي.

د سومالیا یو پېژندل شوی شاعر، ډرامه لیکونکی او کمپوزر وارسمې شیري اوالي په پلازمېنه موګادیشو کې وژل شوی دی.

نوموړی د دو شنبې په ماښام (اکتوبر/۲۹) خپل کور ته نژدې د نا پېژاندو وسله والو په ډزو ووژل شو. ښاغلي اوالي د راډیو لپاره ډرامې لیکلې او تر ډېره يې په خپل هېواد کې پر فعالې وسله والې ډلې الشباب نیوکې کولې او ويل يې چې د دۀ په وینا الشباب خلک د اسلام په نامه تېر باسي.

د سومالیا د ژورناليستانو ملي ټولنه وايي ښاغلي اوالي ته د هغو سندرو او لیکنو له امله د مرګ ګواښونه شوي وو چې ده په کې خلک هڅول چې د پولیسو لیکو سره یو ځای شي.

د بي بي سي د سومالي برخې خبریال محمد محمد وايي ښاغلي اوالي د شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د دغه هېواد په هنر او ادب په ډگرونو کې کار کړی دی.

نوموړي په دې نژديو کې د کولمايي په نامه له یوې راډیو سره هم کار کاوۀ او د سومالیا په ځوان نسل کې د خپل کومیډي رول له امله چې ده په کې ځوانان د تاوتريخوالي نه له دولت سره د همکارۍ لپاره هڅول وځلېد.

ښاغلی اوالي له ډېره وخته د پولیس په نامه د یوې موسیقۍ ډلې غړی و.

دغې ډلې له کورنۍ جګړې وروسته بیا نوم وموند او په دې وروستیو کې يې د دولت لوري ته د ځوانانو د جذبولو لپاره سندرې او نظمونه لیکل.

ښاغلی اوالي چې شاوخوا ۶۰ کلن وو، هغه ١٨ م کس دی چې له رسنیو سره يې کار کاوه او په روان کال کې په سومالیا کې وژل شوى .

الشباب سږ کال کې د ۱۰ وژل شویو ژونالستانو د وژلو پړه منلې ده. د وژل شویو ژورنالستانو له ډلې له یوه يې په موګادیشو کې سر پرې شوی وو.

که څه هم د الشباب ډله د سومالیا له پلازمېنې موګادیشو نه د افریقايي ټولنې د ځواکونو په مرسته و شړل شوه خو د دغې ډلې القاعده ملاتړي اوس هم بریدونه کوي.

په ۱۹۹۱ کال کې د ولسمشر سید باري د حکومت له پرځولو وروسته سومالیا پر یوې قبیلوي ټولنې اوښتې چې جنګسالاران او اسلامپالې ډلې په کې د واک لپاره سره جنګيږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .