امریکا:د توپان له امله ۴۰ کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 16:09 گرینویچ - سه شنبه 30 اکتوبر 2012 - 09 لړم 1391

سنډي د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې تر ټولو سخت توپان و، چې دغه سیمه یې وځپله

ختیځه امریکا کې د سنډي توپان له څپو سره سېلابونه یوځای شول

له سنډي نومي ورانکاري توپان وروسته د امریکا په شمال ختیځو ساحلي سیمو کې د پاکولو او بیا رغونې عملیات پیل شوي دي.

دغه توپان د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې سخته وراني، ویجاړي او مرګ ژوبله رامنځ ته کړه.

سنډي د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې تر ټولو سخت توپان و، چې دغه سیمه یې وځپله.

د امریکا د متحده ایالاتو ختیځو ساحلونو ته د سنډي توپان له رسېدو وروسته په دې سیمو کې ګڼ باران، ګړندیو بادونو او سختو سیلابونو په پراخه کچه ورانۍ، ویجاړۍ رامنځ ته کړې دي.

په تازه رپوټونو کې ویل شوي دي، چې تر اوسه پورې د امریکا په بیلا بیلو سیمو کې له دې امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

نیویارک ښارته د سیلاب څپې ننوتې او تر ځمکه لاندې د اور ګاډي تونلونه یې لاندې کړي دي.

په مین هټن سیمه کې برېشنا نه شته او د نیویارک د ښاروال مایکل بلوم بېرګ په خبره په دغه ښار کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره داسې احتمال شته، چې د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما د نیویارک سیمه سخته افت ځپلې اعلان کړې ده.

د یوه اټکل له مخې په ټوله امریکا کې لږ تر لږه ۱۵ زره الوتنې لغوه شوې دي.

په نیویارک کې د اور لګېدو له امله ۵۰ کورونه وسوځېدل، په یوه اتومي برېښنا کوټ کې چاودنه وشوه او له یوه روغتون څخه ناروغان واېستل شول.

بل لور ته په نیوجرسي ایالت کې د دغه ایالت د والي کرس کرسټي په خبره د توپان له امله ۲،۴ ملیونه کورونه متاثر شوي دي.

دغه شمېره د هغه توپان په پرتله دوه چنده دی، چې د ۲۰۱۱ کال په اګست میاشت کې راغی.

په واشنګټن کې خبریالان وايي، چې د نیویارک، لونګ ایلانډ او نیوجرسي واټونو کې اوبه راغلې دي.

تلوېزیوني انځورونه ښيي چې په یادو ښارونو کې د اورګاډو د تګ راتګ او د ګاډو چارې په پټه درېدلې دي.

د کاناډا د تورنټو ښار پولیس وايي، چې یوه ښځه بادونو پسې اخیستې او په اوبو کې یې وژلې ده.

د نیویارک ښاروال بلومبیرګ یوه خبري کنفرانس ته وویل، په منهاټن کې د اوبو څپو نژدې ۲۵۰ زره کورونه ویجاړ کړي، ځکه چې هلته کرۍ شپه برېښنا نه وه، چې ښايي د سې شنبې تر ګهيځ ناوخته دا لړۍ دوام ومومي.

د ختيځې امریکا په ساحلي سیمو کې له برېښنا شاوخوا ۲.۸ میلیونه کسان بې برخې شوي دي.

ولسمشر بارک اوباما پر امریکایانو غږ وکړ، چې د سنډي توپان جدي ونیسي.

د بادونو د ارزونې ملي امریکايي مرکز ویلي، اتلانتیک ښار ته نژدې سیمه هم سختو بادونو او شړقنده باراونو زیانمنه کړې ده.

د نیویارک، لانګ ایلانډ او نیو جرسي واټونه او سړکونه هم اوبو پسې اخیستې دي.

دغه توپان په امریکا کې نژدې ۵۰ میلیون کسان اغېزمن کړي، سلګونه زره کورونه خالي شوي، د نژدې یو میلیون کسانو برېښنا پرې شوې ده.

ولسمشر بارک اوباما پر امریکایانو غږ وکړ، چې د سنډي توپان جدي ونیسي.



د سنډي توپان په اړه ویدیوګانې

د سنډي توپان څپې د امریکا متحدو ایالتونو ختيځو ساحلي سیمو ته رسېدلي، چې ورسره د سختو بادونو او بارانونو له کبله لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. په واشنګټن کې خبریالان وايي، چې د نیویارک، لونګ ایلانډ او نیوجرسي واټونو کې اوبه راغلې دي. تلوېزیوني انځورونه ښيي چې په یادو ښارونو کې د اورګاډو د تګ راتګ او د ګاډو چارې په پټه درېدلې دي.

د دوشنبې خبرونه په ۶۰ ثانیو کې

خبرونه په ٦٠ ثانيو کې د دوشنبې له ورځې تر جمعې پورې هره ورځ پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه، يوټيوب کانال، پښتو فېسبوک پاڼه او بي بي سي پښتو ټوېټر خپريږي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د جمعې خبرونه په ۶۰ ثانیو کې

خبرونه په ٦٠ ثانيو کې د دوشنبې له ورځې تر جمعې پورې هره ورځ پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه، يوټيوب کانال، پښتو فېسبوک پاڼه او بي بي سي پښتو ټوېټر خپريږي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د سنډي توپان په انځورونو کې

د سنډي توپان په اړه نور رپوټونه

د امریکا ختيځو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شو


د امریکا د ختیځو ایالتونو ښوونځي رخصت شوي او د لېږد-رالېږد سیستم هم په ټپه درېدلی دی.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما امريکايانو ته خبرداری ورکړی چې د هېواد ختيځ سمندرغاړې ته يې نژدې کېدونکی ځواکمن توپان جدي وګڼي.

سپينې ماڼۍ ويلي ولسمشر په اوهايو کې له ټاکنيزو منډو ترړو وتلی او د حالت څارنې په موخه واشنګټن ته ستون شوی دی.

ښاغلي اوباما له خلکو غوښتنه وکړه چې لارښونو ته غوږ شي.

له دې مخکې د نيويارک ښاروال (مايکل بلومبورګ) له ټيټو پرتو سيمو د ۳۷۵ زره خلکو د ايستلو امر ورکړی و.

د نيويارک بندر تړل شوی، او څه د پاسه ۵ زره الوتنې ځنډول شوې دي. د بسونو او مځکې لاندې اورګاډي تګ راتګ درېدلی، او نن دوشنبه به ښوونځي هم تړلي وي.

د امریکا د ختیځو ایالتونو ښوونځي رخصت شوي او د لېږد-رالېږد سیستم هم په ټپه درېدلی دی، چې ویل کېږي، د لسګونو میلیونو وګړو ژوند سخت اغېزمن شوی دی.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د امریکا خاورې ته د سنډي توپان رسېدل شاید د ورېځو پر یوه ځواکمن توپان بدل شي.

ولسمشر اوباما د ختیځو ایالتونو له وګړو غوتي، چې خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي او د چارواکو سپارښتنې ومني.

د ایر فرانس، بریټیش ایروېز او ویرجین اتلانتیک په څېر نړیوالو هوايي شرکتونو خپلې ګڼې الوتنې ځنډولې دي.

نیویارک، بالتیمور، نیو ارک، واشنګټن، بوسټن او فیلادفیا هغه ایالتونه او ښارونه دي، چې له نورې اروپا ورته الوتنې ځنډول شوې دي.

اټکل دی، چې سنډي توپان په یوه ساعت کې له ۷۵ میله تېزوالي سره، د اقیانوس پر اوبو لانګ ایلنډ او د نیویارک بندر ته ورسېږي.

دغه توپان احتمالاً له لوېديځ څخه له ژمني توپان سره یوځای کېږي، او پر یوه مرګوني توپان اوړي.

د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۹) شاید دغه توپان د امریکا ویرجینیا او نیو انګلنډ ته ورسېږي، او د تېزوالي د ډېرېدو امکان یې هم شته.

دغه توپان احتمالاً له لوېديځ څخه له ژمني توپان سره یوځای کېږي، او پر یوه مرګوني توپان اوړي.

توپان او ټاکنې

په ختيځو ایالتونو د امریکا ټاکنیز کمپاینونه درول شوي، او هلته ګڼ ټاکنیز پروګرامونه هم د سنډي توپان له کبله لغوه شوي دي.

ولسمشرۍ ته ولاړ نوماند میت رامني په ویرجینیا کې خپلې پروګرامونه لغوه کړي او د بارک اوباما ټاکنیز کمپاین په کلورادو او ویرجینیا کې نه ترسره کېږي.

په پام کې وه چې بارک اوباما نن دوشنبه په یوه مهم ایالت اوهایو کې ټاکنیز تبلیغات وکړي، خو لغوه شو.


اوباما لګېدلی توپان ویجاړوونکی وبالۀ

سپينې ماڼۍ ويلي ولسمشر په اوهايو کې له ټاکنيزو منډو ترړو وتلی او د حالت څارنې په موخه واشنګټن ته ستون شوی دی.

ښاغلي اوباما له خلکو غوښتنه وکړه چې لارښونو ته غوږ شي.

له دې مخکې د نيويارک ښاروال (مايکل بلومبورګ) له ټيټو پرتو سيمو د ۳۷۵ زره خلکو د ايستلو امر ورکړی و.

د نيويارک بندر تړل شوی، او څه د پاسه ۵ زره الوتنې ځنډول شوې دي.

د بسونو او مځکې لاندې اورګاډي تګ راتګ درېدلی، او نن دوشنبه به ښوونځي هم تړلي وي.


امریکا کې د توپان له امله ټاکنیز کمپاین متاثر شوی

احتمال دی چې (سنډي) توپان د دوشنبې او یا سې شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ختیځو ساحلونو ته ورسیږي.

په کریبین ټاپو ګانو کې له ورانکارۍ وروسته (سنډي) نومي بحري توپان د امریکا پر لور د خوځښت په حال کې دی.

له همدې امله د امریکا په متحده ایالاتو کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره جاري کمپاین هم متاثر شوی دی.

احتمال دی چې (سنډي) توپان د دوشنبې او یا سې شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ختیځو ساحلونو ته ورسیږي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د دغه توپان له امله په خپل هېواد کې د زیانونو د مخنیوي په لړ کې د بېړنیو حالاتو د ادارو له مشرانو سره خبرې اترې کړې دي.

هوا پېژندونکي وايي کیدای شي دغه توپان له لوېدېځې امریکا نه له راتلونکو بادونو سره له ملګري کېدو وروسته ډېرخطرناک شي.

د امریکا دوه ایالتونه اوهایو او فلوریډا چې د ټاکنیز کمپاین مهم ډګر بلل کیږي، د دغه توپان په لاره کې پراته دي.

د ماهرینو په خبره داسې احتمال شته چې له همدې امله په دې دواړو ایالتونو کې رایې اچونه هم متاثره شي.

داسې احتمال هم څرګندیږي، چې شاید د سخت ساړه موسم او ګړندیو سړو بادونو له امله له ټاکنیز کمپاین سره سره د نومبر په شپږمه نیټه د رایې اچونې بهیر هم متاثر شي.

د امریکا د بېړنیز حالت د سمبالښت فدرالي ادارې مشر کریګ فیوګیټ وايي ، خطر یوازې د ساحلي سیمو لپاره نه دی، بلکې یوې لویې سیمې ته متوجه دی.

د نوموړي په خبره داسې احتمال شته، چې د دغه توپان له امله تر ۶۰ ملیونه پورې امریکایان متاثر شي.

د دغه توپان له امله تېره اوونۍ په کریبین ټاپو ګانو کې لږ تر لږه ۶۰ کسان ووژل شول.

ټاکنیز کمپاین

په امریکا کې د جمهوري ریاست لپاره له ټاکنو مخکې راتلونکې اوونۍ خورا مهمه بلل کیږي.

جمهور رییس اوباما او سیال کاندید یې مېټ رامني د بحري توپان د راتګ له امله د خپل انتخاباتي کمپاین په مهال وېش کې بدلون راوستلو ته اړ شوي دي.

میټ رومني د یکشنې په ورځ په ورجینیا ایالت کې، چې د ټاکنو په لړ کې خورا مهمه سیمه بلل کیږي، په ټاکل شویو ټاکنیزو مراسمو کې د ګډون پراګرام لغو کړ او اوس نوموړی اوهایو ته ځي.

بل لور ته د سپیني ماڼۍ ویاند جې کارني وايي ولسمشر باراک اوباما هم د دوشنبې پرځای د یکشنبې په ورځ فلوریډا ته ځي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ له پخواني ولسمشر بل کلینټن سره لیده کاته او د سې شنبې په ورځ په کولارډو ایالت کې ټاکنیز لاریون لغو کړل.

د نوموړي په خبره ولسمشر اوباما له سپینې ماڼۍ څخه د توپان د راتلو د بهیر څارنې پرېکړه کړې ده.

په امریکا کې د بي بي سي خبریاله بریجیټ کېنډل چې په دغه هېواد کې د ټاکنو بهیر څاري، وايي چې د دواړو کاندیدانو لپاره اوسنی حالت ډېر مهم دی او دا به وکتل شي، چې ولسمشر اوباما د دغه قدرتي افت د سمبالښت په اړه څه کوي او رومني له دغه حالت نه څه ډول سیاسي ګټه اخلي.


امریکا کې د بحري توپان لپاره چمتو والی

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس باراک اوباما د یوه ستر بحري توپان (سینډي) د رارسېدو په درشل کې د خپل هېواد د بېړنیزو حالاتو د ادارو له مشرانو سره په ټیلفونې کنفرانس کې د حالت لپاره د چمتو والي په اړه خبرې اترې کړې.

احتمال دی، چې دغه توپان به د روانې اونۍ په اوږدو کې د امریکا ختیځو ساحلونو ته ورسیږي. هوا پېژندونکي وايي کیدای شي دغه توپان ډېر خطرناک شي او د ژمي په سخته هوا کې ګړندي ساړه بادونه او بحري څپې هم له ځان سره ولري.

په امریکا کې د جمهوري ریاست لپاره له انتخاباتو مخکې راتلونکې اوونۍ خورا مهمه بلل کیږي. جمهور رییس اوباما او سیال کاندید یې مېټ رامني د بحري توپان د راتګ له امله د خپل انتخاباتي کمپاین په مهال وېش کې بدلون راوستلو ته اړ شوي دي.


امریکا ته پرلار سنډي توپان ۲۱ کسان وژلي

کیوبا کې توپان ددوو وګړو کورونه ویجاړ کړي دي.

امریکا ته له کیوبا او هایتي څخه پر لاره سنډي توپان لږترلږه ۲۱ کسان وژلي دي.

هوا پېژندونکي اټکل کوي، چې دغه توپان به له ژمني توپان سره یوځای شي چې زور به یې دوه برابره ډېر هم شي.

په وژل شوو کې یوولس کسان د کیوبا دي.

نهه نور کسان په هایتي او یو هم په جامایکا کې وژل شوي.

د کیوبا په وژل شوو کې یو څلور میاشتنی ماشوم او یو ۸۴ کلن عمر خوړلی سړی هم دی.

ډېری دغه کسان پر هغوی د کورونو د رالوېدو له کبله مړه شوي.

له ۲۰۰۵ کال راهیسې، دا په کیوبا کې تر ټولو ډېر خونړی توپان ګڼل شوی دی.

هوا پېژندونکي اټکل کوي، دغه استوايي توپان په امریکا کې له ژمنیو سړو هواوو سره یوځای کېږي، چې راتلونکې اوونۍ په ختیځه امریکا کې ګډوډۍ رامنځ ته کولی شي.

د هوا پېژندونکو وړاندوېینه ده، په جنوب ختیځ کې له فلوریډا ایالته تر شمال ختيځ "مین" ایالت پورې دغه توپان احساس کېدلی شي.

د سندي توپان مرکز په تېره پنجشنبه ۱۷۰ کیلومتره لیرې ښودل شوی و.

تېروالی یې لږترلږه په یوه ساعت کې ۱۶۰ کیلومتره اټکل شوی دی.

د امریکا فلوریډا په جنوب کې، د جمعې پر ورځ ښوونځي رخصت شول، او باهاماس ته ځینې الوتنې هم وځنډول شوې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .