ولسمشر اوباما ځنډېدلی ټاکنيز کمپاين بيا پيل کړ

د خپريدو وخت: 09:05 گرینویچ - پنجشنبه 01 نومبر 2012 - 11 لړم 1391
اوباما، رامني

د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په ۶مه ترسره کېږي او نظر پوښتنې ښيي چې دواړه سيال کانديدان څنګ په څنګ روان دي.

ولسمشر بارک اوباما خپل ټاکنيز کمپاين وروسته له هغه بيا پيلوي چې د سنډي توپان له امله يې ځنډولی وو.

ښاغلي اوباما د نيوجرسي ايالت له هغو سيمو ليدنه وکړه چې د چارشنبې په ورځ پياوړي توپان ځپلې وې.

ده د نيوجرسي د برېګنټاين ځپل شويو ته ژمنه ورکړه چې حکومت به ورسره مرستې وکړي.

د ولسمشر اوباما جمهوري غوښتونکي سيال مېټ رامني وروسته له هغه چې د دغې اوونۍ په لومړيو کې کمپاين ودراوه، څو غونډې لرلې.

سنډي توپان په امريکا کې ۶۴ کسه مړه کړل، په ميليونو کسانو برېښنا نه لرله او تر ځمکې لاندې او هوايي ترانسپورتي سيستم يې ګډوډ کړی دی.

د سنډي توپان له امله د امريکا په شمال ختيځ کې لا هم څه دپاسه شپږ ميليونه کورونه او سوداګريز ځايونه برېښنا نه لري.

تر دې وړاندې دغه توپان نژدې ۷۰ کسه په کاربيين کې وژلي وو او د کروندو پراخې ځمکې يې په هايتي کې ويجاړې کړې وې.

ولسمشر اوباما د تېرې پنجشنبې په ورځ په نوېدا، کلوراډو او وېسکانسن کې خپلې ټاکنيزې منډې ترړې ودرولې.

د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په ۶مه ترسره کېږي او نظر پوښتنې ښيي چې دواړه سيال کانديدان څنګ په څنګ روان دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .