سعودي کې د تيلي ټانکر چاودنې ۲۲ کسه وژلي

د خپريدو وخت: 11:00 گرینویچ - پنجشنبه 01 نومبر 2012 - 11 لړم 1391

عيني شاهدان وايي چاودنه له هغه وروسته رامنځته شوه چې د تېلو ټانکر د هوايي پله له يوې ستنې سره ولګېد.

راپورونه وايي چې د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د تيلو د ټانکر د ټکر له امله چاودنې لږ تر لږه ۲۲ کسه وژلي دي.

دغه چاودنه له يوه هوايي پله لاندې د ښار په ختيځ کې په يوه څلور لارې کې شوې ده.

حکومتي تلويزيون د يوه چارواکي له قوله ويلي چې په دغه چاودنه کې ۱۱۱ کسه نور ټپيان شوي دي.

د تېلو له امله رامنځته شوې دغې چاودنې لويه ويجاړي رامنځته کړې او له يوې صنعتي سيمې سره نژدې يې يوې ودانۍ ته دروند زيان اړولی دی.

تلويزيوني تصويرونه هغه جسدونه ښيي چې د اور په لمبو کې تک تور اووښي او د هغو موټرو کباړ ښيي چې د اور په لمبو کې سوځېدلي دي.

عيني شاهدان وايي چاودنه له هغه وروسته رامنځته شوه چې د تېلو ټانکر د هوايي پله له يوې ستنې سره ولګېد.

د ژغورنې عمليات پيل شوي او عمله هڅه کوي چې په ګاډو او نورو ځايونو کې پراته جسدونه پيدا کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .