امریکا:دسون توکو لږوالي ستونزې راپورته کړې

د خپريدو وخت: 05:35 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

په ځايي پټرول پمپونو کې د تېلو تر لاسه کولو لپاره د ګاډو اوږده کتارونه لیدل کیږي.

د امریکا په شمال ختیځو سیمو کې د بحري توپان (سنډي) له تېرېدو وروسته لاهم سلهاو زره کسان له برېښنا محروم دي.

له دې سره سره د سون توکو د لږوالي له امله د ځايي خلکو غوسه په ډېرېدو ده.

تر اوسه پورې د توپان له امله د ۹۶ کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي، چې له دې کسانو څخه لږ تر لږه ۴۰ کسان په نیویارک کې وژل شوي دي.

په ځايي تیل ټانکونو کې د تېلو تر لاسه کولو لپاره د ګاډو او خلکو اوږده کتارونه لیدل کیږي.

بل لور ته په نیویارک کې د یکشنبې په ورځ کېدونکې مراتن( د ځغاستې لوبه) لغوه شو.

د نیویارک ښاروال بلومبیرګ د مراتن لغو کولو اعلان وکړ او وې ویل" موږ نه غواړو په دې ځغاستې یا د ځغاستې په ګډونوالنو کوم ډول منفي اغېز وشي، له همدې امله موږ دغه ځغاسته لغو کوو."

له سنډي توپان سره په ورته مهال د دې ځغاستې کولو په اړه هم نیوکې شوې وې.

دغه ځغاسته د سټیټن له سیمې پیلېده، چې توپان سخته ځپلې ده.

د ښاروال بلومبیرګ په خبره " که څه هم د لوبې د پیل لپاره د هیڅ ډول مرستندویه فعالیتونو وسایلو ته اړتیا نه لېدل کېده، خو دا څرګنده ده چې دغه کار د تضاد او لانجې لامل کیږي او موږ د لوبو د مراسمو پر سر د لانجې له امله د ښار د بیا رغونې له کارونو پام نه بل لور ته نه شو اړولای."

بل لور ته د نیویارک او نیو جرسي په تیل ټانکونو کې د تېلو پر سره په دې ځایونو کې د راټول شویو کسانو تر منځ د شخړو رپوټونه ورکړل شوي دي.

"د دې توپان له امله په امریکا کې د غرب الهند (کریبین) ټاپو ګانو په پرتله زیاته مرګ ژوبله رامنځ ته شوه. په کریبین ټاپو ګانو کې ۷۹ کسان د سنډي توپان ښکار شوي وو."

په یو شمېر سیمو کې د برېښنايي شرکتونو مسوولین وايي، احتمال شته، چې د نومبر تر ۱۱ نیټې پورې دې سیمو ته برېښنا ونه رسیږي.

د نیشنل ګارډ کارکونکي د نیویارک اوسېدونکو ته د پخو خوړو او اوبو بوتلونه ورکوي.

د دې توپان له امله په امریکا کې د غرب الهند (کریبین) ټاپو ګانو په پرتله زیاته مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

په کریبین ټاپو ګانو کې ۷۹ کسان د سنډي توپان ښکار شوي وو.

د نیویارک په سټیټن ټاپو سیمه کې اوس مرستندویه کارکونکي د کورونو په تالاشۍ بوخت دي. د نیویارک له دې سویل لویدیځې سیمې څخه تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۵ جسدونه موندل شوي دي.

د تازه رپوټونو له مخې د دې توپان له امله د رامنځ ته شوې ورانۍ او بیا د دې د بیا رغونې د لګښت کچه ۵۰ ملیارده ډالر اټکل شوی دی، چې د پخواني اټکل په پرتله دوه برابره ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .