سوریه کې له قطر کنفرانس نه مخکې درنه جګړه شوې

د خپريدو وخت: 08:00 گرینویچ - 04 نومبر 2012 - 14 لړم 1391

یو شمېر لوېدیځ هېوادونه غواړي چې د سوریې اپوزیسیون په یوه خوله د موقت حکومت جوړولو اعلان وکړي.

د سوریې په شمال کې دولتي ځواکونو او یاغیانو د یوه ستراتیژیک او مهم پوځې هوايي ډګر پرسر جګړه وکړه. یاغیانو د تافتناز پر اډې په دې موخه برید وکړ چې له دغې اډې نه پر یاغیانو د دولتي ځواکونو د بریدونو مخه ونیسي.

یاغیان وايي، دوی د دولتي ځواکونو پرضد هغه ټانکونه وکارول چې له هغوی نه یې نیولي دي.

د سوریې دولتي رسنۍ وايي په جګړه کې یاغیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

تازه رپوټونه وايي سیمې ته نور دولتي ځواکونه هم استول شوي دي.

دغه جګړه په قطر کې د سوریې د حکومت مخالفو ډلو تر منځ د همغږۍ رامنځ ته کولو له کنفرانس نه مخکې پیل شوې.

په خبري رپوټونو کې ویل شوي، چې د خپلواکې سوریې پوځ حلب ښار ته څېرمه پر هوايي ډګر برید وکړ او تر ماښامه پورې په دې ځای کې درنه جکړه وشوه.

"دا مریکا متحده ایالات غواړي چې د سوري یاغیانو ډلې په ګډه د بشار الاسد د حکومت نسکورولو لپاره اقدامات وکړي."

پر دغه هوايي ډګر د قطر کنفرانس له پیل نه یوه ورځ مخکې برید شوی.

دا مریکا متحده ایالات غواړي چې د سوري یاغیانو ډلې په ګډه د بشار الاسد د حکومت نسکورولو لپاره اقدامات وکړي.

کتونکي وايي، داسې ښکاري چې له څه مودې راهیسې امریکايي چارواکي د خپلواکې سوریې له پوځ نه مایوس شوي دي.

امریکایان غواړي د سوریې د حکومت مخالفین ګډ فعالیت وکړي.

په قطر کنفرانس کې به هڅه وشي، چې یوه ګډه شورا رامنځ ته شي، چې په کې به د سوریې فعالانو ته ډېره ونډه ورکړل شي.

یو شمېر لوېدیځ هېوادونه غواړي چې د سوریې اپوزیسیون په یوه خوله د موقت حکومت جوړولو اعلان وکړي.

د فرانسې چارواکو ویلی چې سمدستې به دغه ډول حکومت په رسیمت وپېژني.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .