امريکايان د خورا نژدې سيالۍ ټاکنو کې ولسمشر غوره کوي

د خپريدو وخت: 16:37 گرینویچ - سه شنبه 06 نومبر 2012 - 16 لړم 1391

د ټاکنو د پیل په ګهېځ د متحده ایالاتو اوسني ولسمشر اوباما په لوا ایالت کې د وروستي ځل لپاره د رایې ورکونکو په مخکې کې را څرګند شو.

د امریکا په متحده ایالاتو کې میلیونو خلکو د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د خپل ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل کړې ده.

نظر پوښتنې ښیي چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیالي ډيره سخته ده.

خو کلوراډو، آیووا، نوادا، نیوهمپشیر، شمالي کرولینا، اوهایو، ویرجینیا او ویسکانیسن هغه ایالتونه دي چې په پایلو کې به پریکنده رول ولري.

نو د دغو ایالتونو پایلې کولې شي چې باراک اوباما او یا میت رامني د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ولسمشر کړي او ویل کېږي چې په دې ایالتونو کې ولسمشر اوباما مخکې دی.

د تازه نظر پوښتنو له مخې ویل کېږي، چې سیالي دومره سخته ده، چې یو کاندید هم د خپلې بریا په اړه بشپړ باور نه لري.

اټکل کېږي چې په دې ټاکنو کې به له ۱۰۰ ملیونه زیات کسان د خپل هېواد د راتلونکي ولسمشر د ټاکنې لپاره خپله رایې وکاروي.

د ټاکنو پیل

د ټاکنو د پیل په ګهېځ د متحده ایالاتو اوسني ولسمشر اوباما په لوا ایالت کې د وروستي ځل لپاره د رایې ورکونکو په مخکې کې را څرګند شو.

د بي بي سي خبریال، چې دمیټ رامني له کمپاین سره یوځای دی وايي، د خپلو پلویانو په مخکې دوروستیو دقیقو راڅرګندیدنه خورا مهمه ده.

یوه نظر پوښتنه ښيي، چې ولسمشر اوباما له خپل جمهوریت غوښتونکي سیال میټ رامني نه لږ مخکې دی، خو زموږ خبریال وايي د ټاکنو په ورځ په اوهایو او پینسلوانیا ایالتونو کې به په دوه غونډو کې مېټ رامني خپله سیالي روانه وساتي.

په همدې حال کې ولسمشر اوباما خپلو پلویانو ته وویل چې باور پرې کولای شي. خو د فلوریډا په سنډفورډ کې د وینا پرمهال مېټ رامني د ولسمشر اوباما پر اقتصادي تګلارې نیوکه وکړه.

ټاکنې او د رایو سیستم

د ۲۰۰۸ په ټاکنو کې اوسني ولسمشر باراک اوباما له ټولټال ۵۳۸ الیکټرول کالج رایو څخه د ۳۶۵ رایو په تر لاسه کولو سره بریا تر لاسه کړې وه، خو د نوموړي جمهوري غوښتونکي سیال جان مکین ۱۷۳ رایې تر لاسه کړې وې.

امریکا کې د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو لپاره اړینه ده، چې کاندید ۲۷۰ رایې تر لاسه کړي او په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو پرېکړه د الیکټرول کالج په وسیله کیږي.

په امریکا کې ولس په مستقیمه توګه ولسمشر نه ټاکي، بلکې د ټاکونکو یوه ډله په ګډه دغه کار کوي، چې الیکټورل کالج بلل کیږي.

"د یوه اټکل له مخې، ویل کیږي چې په امریکا کې به د ټاکنو له ورځې مخکې له ۱۵۰ ملیونو نه زیاتو ثبت شویو رایه ورکونکو څخه تر ۳۰ سلنه ډېر رایې ورکونکي خپله رایې وکاروي."

د مثال په توګه کالیفورنیا ایالت( نفوس۳۷.۷ملیون ) ۵۵ رایې لري او بل لور ته د مونټانا په څېر یو ایالت چې د نفوسو شمېر یې یو ملیون وګړي دي، درې رایې لري.

هر هغه کاندید چې په یوه ایالت کې بریالی کیږي هغه ته د ایالت ټولې رایې ورکول کیږي.

د نفوسو له حسابه ټول ایالتونه یو ډول نه دي، یو شمېر داسې دي چې د نفوس شمېر یې ملیونونو ته رسیږي، خو ځینې نور بیا یوازې یو څه سوه زره نفوس لري، په همدې بنسټ کانګریس ته هم له یوه ایالت څخه یوازې ځلور استازي ټاکل کیږي او له بل نه تر ۵۰ کسانو پورې ټاکل کیږي.

په دې حالت کې د انډول ساتلو لپاره د امریکا د مشرانو په جرګه کې هر ایالت ته د دوو استازو لېږلو اجازه ورکړل شوې ده.

په دې توګه د امریکا د مشرانو په جرګه کې ۱۰۰ کسان د ۵۰ ایالتونو استازیتوب کوي.

خو د دغه هېواد په ولسي جرګه کې د هر ایالت د نفوسو د شمېر پر بنسټ نیابتي حوضې ټاکل شوې دي.

له همدې امله د کالیفورنیا ایالت چې ۵۳ ټاکینزې حوضې لري، له هغه ځایه به ۵۳ استازي په فدرالي مرکز کې د خپل ایالت استازیتوب کوي.

خو له کنساس ایالت نه، چې ایله څلور ټاکنیزې حوضې لري یوازې څلور استازي به په فدرالي مرکز کې استازیتوب کوي.

په امریکا کې ولس په مستقیمه توګه ولسمشر نه ټاکي، بلکې د ټاکونکو یوه ډله په ګډه دغه کار کوي، چې الیکټورل کالج بلل کیږي.

به امریکا کې (ارلي ووټنګ) یا د ټاکنو له وخته مخکې رایې اچونه دوام لري.

د یوه اټکل له مخې، ویل کیږي چې په امریکا کې به د ټاکنو له ورځې مخکې له ۱۵۰ ملیونو نه زیاتو ثبت شویو رایه ورکونکو څخه تر ۳۰ سلنه ډېر رایې ورکونکي خپله رایې وکاروي.

د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې نژدې ۱۳۰ ملیونه رایې ورکونکو خپلې رایې کارولې وې او له وخته مخکې د رایه ورکوونکو شمېر۳۰،۶ سلنې ته رسېدلی و.

د ټاکنو لپاره له ټاکلي مهال وېش نه مخکې د رایې اچونې د دودولو لپاره اوسني ولسمشر باراک اوباما د تېرې میاشتې په ۲۶ نیټه په خپل پلرني ټاټوبي شیکاګو کې خپله رایې وکاروله.

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې رایې ورکوونکو ته حق ورکړل شوی، چې له ټاکلي مهال وېش نه مخکې خپله رایې وکاروي.

د دې کار مقصد دادی، چې یوه لور ته د ټاکنو په ورځ د رایې اچونې په مرکزونو کې د ډیرې ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي او بل لور ته هغه کسان هم خپله رایه وکاروي، چې د ټاکنو په ورځ له خپلې ټاکنیزې حوضې لرې وي.

په دغه ډول کسانو کې د ټاکنو د بهېر کارکوونکي، څارونکي، روغتیا پالان او داسې نور کسان شامل دي.

دغه ډول کسان په هغو مرکزونو کې رایې ورکوي، چې په ځانګړي ډول جوړ شوي وي.

دوی د پوستې په وسیله هم خپله رایې استولای شي.

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې له ټاکلي مهال وېش نه مخکې د رایې اچولو لپاره ځانکړي جواز ته اړتیا وي، خو په یو شمېر نورو ایالتونو کې بیا په دې برخه کې هیڅ ډول شر‌طونه نه شته.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .