اوباما وايي ښې لاسته راوړنې لا په مخ کې دي

د خپريدو وخت: 19:02 گرینویچ - چارشنبه 07 نومبر 2012 - 17 لړم 1391

رامني خپله ماته ومنله او اوباما ته یې مبارکي وویله

میت رامني د ځينو ايالتونو د پايلو ترڅرگندېدا وروسته بارک اوباما ته تيلې فون وکړ او په ټاکنو کې يې د هغۀ د بري مبارکي ورته وويله.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

باراک اوباما چې دوېمې دورې لپاره د امريکا د ولسمشر په توگه وټاکل شو د شيگاگو په ايالت کې خپلو زرگونو ملاتړو ته د بري په خپله وينا کې وويل ټینګ باور لري چې امريکا به مخ په وړاندې درومي.

ولسمشر وویل زه باوري یم چې موږ کولى شو گډ راتلونکى ولرو، ځکه د سياستوالو د وينا خلاف موږ سره يو موټي يو. د سياستوالو د ادعا خلاف موږ بدبين نه يو، د ځانگړو هدفونو د يوې ټولگې په څېر موږ ستر يو.

اوباما زیاته کړه موږ به د تل لپاره امريکا متحد ايالتونه یو او ستاسو او خداى په مرسته به موږ د راتلونکي پر لور خپل مزل ته دوام ورکړو او نړۍ ته به دا ور په زړه کړو چې ولې موږ د نړۍ د يوه ستر هېواد په توگه ژوند کوو.

ولسمشر اوباما وويل دا ځل به لا په ټینګ هوډ او لوړې روحېې سپېنې ماڼۍ ته ورگرځي چې په وړاندې يې پرتې سترې دندې ترسره کړي.

هغه دارنگه ټينگار لاره چې له خپل جمهوريت غوښتونکي سيال مېټ رامني سره به پردې خبرې وکړي چې په کومو برخوکې کولى شي دوی په گډه سره کار وکړي.

حنیف اتمر

بارک اوباما برى په مجموع کې د افغانستان او سيمې لپاره ښه زيرى دى. دليل يې دا دى چې اوباما د افغانستان او د سيمې لپاره ښه پروگرام مطرح کړى دى....

د اوباما جمهوري غوښتونکي سيال مېټ رامني د خپل ټاکنيز کمپاين په مرکز باستن ښار کې د وينا پرمهال خپله ماته ومنله او باراک وباما ته يې مبارکي وويله.

ښاغلي رامني وویل ما داسې هيله لرله چې په یوه بېل تگ لوري د امريکا مشري وکړم خو ولس بل مشر وټاکه نو ځکه زه له تاسو سره په گډه هغه ته او د امريکا ستر ولس ته دعا کوم.

د امريکا لومړني تورپوستي ولسمشر د دغه هېواد د الکتروکالج تر ٢٧٠ د ډيرو رايو په ترلاسه کولو سره وکولى شول چې خپل جمهوريت غوښتونکي سيال مېټ رامني ته ماته ورکړي.

ولسمشر اوباما داسې مهال بيا د امريکا د ولسمشر په توگه وټاکل شو چې امريکا کې د بي روزگارۍ کچه ډيره لوړه او څه باندې اووه سلنه ده او د امريکا بوديجه لوى کسر لري او بېوزلي هم پراخه شوې ده.

ولسمشر اوباما به دغو ننگونو ته داسې مهال اوږه ورکوي چې د امريکا په سنا کې ديموکراتان اکثريت دي خو په ولسي جرګه کې جمهوري غوښتونکي واکمن دي. نو کولى شي د هغه د پلانونو د پلي کېدو مخه ډب کړي.

نړیوال غبرګونونه

د ولسمشر اوباما د بیا بریالي کېدو په تړاو ګڼ نړیوال غبرګونونه ښوول شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي هیلمن دی چې له امریکا سره دوه اړخیز اړیکي پراخ کړي. د افغان حکومت مخالف اپوزيسيون هم ويلي دي چې د ديموکراتانو څلور کلنه تجربه به وکولى شي چې په افغانستان کې د ټيکاو له راوستو سره مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزرات وايي ولسمشر هوجین تاو او لومړي وزیر وینجي باو د ولسمشر اوباما د بیا ټاکل کېدو له امله مبارکي ورته ویلې.

د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامرون ویلي اوباما یو ډېر بریالی ولسمشر دی او له هغه سره یې د ګډ کار تمه ښوولې.

د اروپايي ټولنې مشر هېرمن وان روپوی وايي هغه د اوباما په بیا ټاکل کېدو ډېر خوښ دی.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي د امریکا او اسراییلو اړیکي تر بل هر وخت ډېر ټینګ شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .