اوباما د دویم ځل لپاره د امریکا ولسمشر وټاکل شو

د خپريدو وخت: 12:18 گرینویچ - چارشنبه 07 نومبر 2012 - 17 لړم 1391

اوباما د امریکا په تاریخ کې لومړی تورپوستی ولسمشر دی چې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي

د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد مېټ رومني ته په ماتې سره باراک اوباما د دوهمې دورې لپاره د امريکا ولسمشر وټاکل شو.

بري ته د رسېدو لپاره ۲۷۰ رایې په کار وې نو په ټوله کې اوباما ۳۰۳ رايي وګتلې او رامني ۲۰۶ رايي.

امریکا کې د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه ټاکل شوی باراک اوباما د دغه هېواد په شکاګو ښار کې خپلو پلویانو ته د وینا په مهال وویل موږ یوه امریکايي کورنۍ یوو. موږ پوهېږو، چې د امریکا لپاره مهم کارونه په مخکې پراته دي.

ولسمشر اوباما زیاته کړه د خپل هېواد د پرمختګ لپاره به له رامني سره همکاري وکړم. میټ رامني هم خپلو پلویانو ته په وینا کې له هغو مننه وکړه او وویل یې د مبارکۍ لپاره یې ولسمشر اوباما ته ټیلیفون کړی دی.

حنیف اتمر

بارک اوباما برى په مجموع کې د افغانستان او سيمې لپاره ښه زيرى دى. دليل يې دا دى چې اوباما د افغانستان او د سيمې لپاره ښه پروگرام مطرح کړى دى....

مېټ رامني درایو له پایلې معلومېدو وروسته په خپله وینا کې له خپل ټاکنیز مرستیال او ټولو پلویانو مننه وکړه. ښاغلي رامني وویل ما ته د سیاست په پرتله د خپل هېواد خلک لومړیتوب لري.

د ده په خبره باید دواړه ګوندونه د امریکا د پرمختګ لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

اوباما له خپلو ټاکنیزو رضا کارانو هم مننه وکړه او دوی یې د نړۍ غوره ټاکنیز کارکونکي وبلل. اوباما هغو ته وویل، چې تاسي خپل غږ ورساوه.

باراک اوباما دغه راز له خپلې مېرمنې هم مننه وکړه.

اوباما د امریکا په تاریخ کې لومړی تورپوستی ولسمشر دی، چې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه په سپینه ماڼۍ کې پاتې شو.

د رایو اچوونې ورځ

د امریکا په متحده ایالاتو کې میلیونونو خلکو د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۶ مه د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د خپل ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه ورکړه.

ولسمشر او د ډيموکراتانو کانديد باراک اوباما خپله رايه يوه اوونۍ مخکې په وختي رايه ورکونه کې ورکړې وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .