د اوباما بری د نړۍ لپاره څه مانا لري؟

د خپريدو وخت: 14:43 گرینویچ - چارشنبه 07 نومبر 2012 - 17 لړم 1391

اوباما دوهم ځلي د امریکا ولسمشر وټاکل شو

اوس چې باراک اوباما د دویمې دورې لپاره ولسمشر وټاکل شو، دا به وکتل شي، چې د نوموړي دویمه دوره د نړۍ لپاره څه مانا لري؟

اروپا

له برسلز نه د بي بي سي کرېس مورېس لیکي، اروپا کې به نن یو ډول ډاډ موجود وي.

په ټوله اروپا کې د عامه نظر پوښتنو له مخې تل اوباما د رامني په پرتله د یوه باوري رهبر په توګه منل شوی دی.

په دې سربېره اکثر حکومتونه په واشنګټن کې د حکومت د بدلون په ځای د تسلسل پلوي ښکاري.

د امریکا یوه وزیر ټیم ګیتهنر او خپله ولسمشر اوباما تل د یورو زون په بحثونو کې شامل وو.

اروپايي ټولنه د یورو زون په بحثونو کې دومره بوخته ده، چې له بهره بل هېڅ ډول ګډوډي نه غواړي.

"په نړیواله ټولنه کې د خپل سیال رامني په پرتله د اوباما د محبوبیت یوه وجه دا هم ده، چې فکر کیږي اوباما به د ایران ضد اتحاد نور هم پیاوړی کړي او پر ایران به فشار ډېر کړي."

په دې سربېره د اروپايي ټولنې مسوولین په ډېرو مسلو کې د اوباما له ادارې سره په شریکه کار کوي، چې په کې د ایران مساله لومړیتوب لري.

که څه هم یو شمېر مهم کسان ښایي مخکې وروسته شي، خو په ټوله کې د اوباما د بري مانا دا ده، چې اروپا ته په خپلو مسلو کې د لوی ډراماتیک بدلون اړتیا نه شته.

چین

له بېجینګ نه زموږ خبریال مارټن پېشنس لیکي، د ولسمشر اوباما بری په چین کې د یوه بدلون له لسیزې بشپړېدو یوه ورځ مخکې رامنځ ته شو.

له همدې امله به د چین ټول پام په خپلو کورنیو چارو څرخي، نه د بحرالکاحل په بله غاړه.

که څه هم د ټاکنیز کمپاین پر مهال دواړه کاندیدان د چین لپاره مهم وو، ځکه که هر یو بریالی کېده، نو د چین د ناروا تجارتي عمل خبره به یې کوله.

د اقتصادي مسلو پر سر نن سبا د دواړ هېوادونو تر منځ دېپلوماتیک تاو تریخوالی شته دی.

بېجېنګ له دې امله هم اندېښمن دی، چې اوباما د جګړې محور په اسیا کې جوړ کړی.

ځینې چارواکي مني، چې واشنګټن غواړي د چین د اوج مخه ونیسي.

دغه مهم مسایل دي، چې په راتلونکي کې به په دېپلوماتیکو اړیکو سیوري وکړي.

افغانستان

حنیف اتمر

د بارک اوباما برى په مجموع کې د افغانستان او سيمې لپاره ښه زيرى دى. دليل يې دا دى چې اوباما د افغانستان او د سيمې لپاره ښه پروگرام مطرح کړى دى...

له کابله زموږ خبریال سمرویل لیکي، په افغانستان کې اوس هر څه ته په امریکايي مشرتابه کې د افغانستان د محاربوي ماموریت د ختمولو له نظره کتل کېږي.

د افغانانو په اند د وسله والو ځواکونو د اعلی قومندان بدلون د تګلارې د بدلون په مانا نه دی، ځکه په دې اړه د دواړو کاندیدانو تر منځ ډېر توپیر نه لیدل کېږي.

یوازې توپیر دا دی چې مېټ رامني به ویل، دی به د جګړې په ډګر کې د شته جنرالانو خبره په غور اوري.

د اوباما په وړاندې دغه پوښتنه پرته ده، چې دی څومره ژر خپل ځواکونه له افغانستانه باسي او له ۲۰۱۴م کال وروسته څومره پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

پوځي جنرالان غواړي، د پوځ د اېستلو کار په کراره تر سره شي او تر لسو زرو ډیر پوځیان په افغانستان کې پاتې وي.

خو له نویو ټاکنو وروسته به سپینه ماڼۍ وغواړي، چې د پوځیانو د اېستلو کار نور هم ګړندی شي او له ۲۰۱۴م کال وروسته باید لږ پوځیان په دغه هېواد کې پاتې شي.

"په پاکستان کې د چارو کارپوهان وايي، د اوباما د بریالیتوب معانا داده، چې په افغانستان کې به د امریکايي هدفونو د تر لاسه کولو لپاره په پاکستان فشار ډېر شي."

ایران

په نړیواله ټولنه کې د خپل سیال رامني په پرتله د اوباما د محبوبیت یوه وجه دا هم ده، چې فکر کېږي اوباما به د ایران ضد اتحاد نور هم پیاوړی کړي او پر ایران به فشار ډېر کړي.

له ایران څخه محسن رضوي لیکي:

په ایران کې ډېر خلک په دې باور وو، چې د رامني د بري مانا جګړه ده. خو د اوباما د بري مانا د خلکو خوندیتوب دی، ځکه امریکا به د ایران د اتومي وسلو جوړولو د هوډ په اړه د خبرو اترو یو نوی پړاو پیل کړي.

یو شمېر ایراني سیاسي کارکوونکي په دې باور دي، چې د اوباما له بریالیتوب سره به پر ایران فشارونه ډېر شي.

د تهران پوهنتون د سیاسي علومو استاد ناصر هادیان وايي، په نړیواله ټولنه کې د رامني په پرتله اوباما ډېر منلی دی.

د نوموړي په خبره دا ځکه چې فکر کېږي، اوباما به د ایران په ضد نړیوال اتحاد نور هم غښتلی کړي او پر ایران به فشار ډېر کړي.

"د ایران لپاره به څوک د منلو وړ وي د اسراییلو متحد رامني او که اوباما چې ښايي ایران ته د سوله ییز اتومي پروګرام اجازه ورکړای شي؟ له همدې امله موږ ویلای شو، چې په سپینه ماڼۍ کې به د اوباما په لېدو د ایران ډېر خلک خوښ وي."

پاکستان

پاکستان کې کارپوهان وايي، د اوباما د بریالیتوب مانا دا ده، چې په افغانستان کې به د امریکايي هدفونو د تر لاسه کولو لپاره په پاکستان فشار ډېر شي.

له اسلام اباده زموږ خبریال ایم الیاس لیکي، د پاکستان د پوځ لپاره به چې د خپل هېواد پر امنیتي پالیسۍ واکمن دی، په دودیز ډول د جمهوریت غوښتونکو حکومت غوره وي.

دېموکرات مشران معمولاً د ملکي ازادۍ، جمهوریت او اتومي وسلو د پالیسۍ له امله د پاکستان په اړه ساړه احساسات لري.

امریکا کې د ولسمشر اوباما د حکومت په لومړي پړاو کې د پاکستان او امریکا تر منځ خپل منځي اړیکي ټیټې کچې ته ورسېدل.

امریکایانو له ترهګرو ډلو سره د پاکستان د اړیکو په اړه خپله اندېښنه څرګندوله.

بل لور ته پاکستان په خپله خاوره کې د یوه پټ ماموریت په بهیر کې د اسامه بن لادن په وژنه، په قبایلي سیمو کې د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو او پر پاکستاني پولو د ناټو ځواکونو د بریدونو په اړه له امریکا څخه خپه و.

خو د اوباما د بري مانا په افغانستان کې د(لوبې پای) او له همدې امله به د پاکستان سره د اړیکو یو څرګند حالت رامنځ ته شي.

پاکستان شکایت کوي، په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناڅرګنده ده او په افغانستان کې یې د سولې په ټینګښت کې د دوی مهم رول له پامه غورځولی دی.

مکسیکو او لاتینه امریکا

له مکسیکو سیټي نه زموږ خبریال ول ګرانټ لیکي، په مکسیکو کې د خلکو ډاډ په څرګند ډول تر سترګو کېږي.

په دغه سیمه کې ډېر خلک داسې فکر کوي، چې جمهوریت غوښتونکي په امریکا کې د مېشتو لاتین نژاده خلکو په اړه معلومات نه لري.

په هر صورت د ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې د اوباما په دوره کې داسې ډېر کډوال کسان وشړل شول، چې قانوني اسناد یې نه لرل.

له دې سره سره هم د امریکا په ګاونډ کې داسې فکر کېږي، چې د اوباما د حکومت دویم دوره به د دغه هېواد د ګاونډیانو لپاره غوره وي.

هلته داسې فکر کېږي، چې له وينیزویلا سره د اړیکو مسله، پر کیوبا د تجارتي بندیزونو مساله او که په مکسیکو کې د نشه يي توکو خونړۍ جګړه، اوباما په دې برخو کې خپلې ژمنې نه دې پوره کړي.

افریقا

له جوهانسبرګ نه انډریو هارډنګ لیکي، اوباما د خپل لومړي پړاو په اوږدو کې یوازې یو ځل د سارا ټولې سیمې ته سفر وکړ او هغه هم د ډېر لنډ مهال لپاره، نو د دویمې دورې پر مهال به څومره بدلون رامنځ ته شي؟

دغه پوښتنه د ټول ټاکنیز بهیر په اوږدو کې یوازې یو ځل را پورته شوه، ځکه ډېر پام په عربي نړۍ کې روان بغاوت او کورنیو مسلو ته اوختی وو.

په دویمه دوره کې به د ښاغلي اوباما زیات پام د مالي له شمالي سیمو نه د القاعده اړوند کسانو شړلو ته وي.

په دې کې که له زوره کار اخېستل وي او که له دېپلوماتیکې لارو.

دې ته به پام به وشي، چې په زمبابوې او کینیا کې تاوتریخوالی رامنځ ته نه شي چې هلته په ټاکنو کې ولېدل شو.

تر اوسه پورې د افریقا لپاره د کومې (سترې اوباما مفکورې) څرک نه شته او د دې سترې وچې د تنوع لپاره دا ښه خبره ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .