ایراني جیټ د امریکا پر څارګرې الوتکې برید کړی

د خپريدو وخت: 06:11 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391
ډرون

امریکا وايي چې د ایران له لوري دوو جیټ الوتکو د واشنګټن پر MQ-1 ډوله ډرون الوتکې برید کړی.

امريکا وايي ايران تېره اوونۍ د خليج نړيوالو اوبو د پاسه د دوی پر يوه بې پيلوټه الوتکه بريد کړی دی.

د امريکا د دفاع وزارت وايي دوو ايراني جېټ پر دغې بې پيلوټه الوتکې څو ګوزارونه کړي، خو الوتکه نه ده لګېدلې، او بېرته اډې ته ستنه شوې ده.

د امريکا دفاع وزارت ويلي ايران ته خبرداری ورکړل شوی و، چې امريکا به په سيمه کې د څارنې عمليات ترسره کوي، او که اړتيا وه خپل پوځي وسايل به ساتي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جورج لیتل په تېره پنجشنبې وویل، امریکايي څارګره الوتکه (بریداور) په تېره اوونۍ کې د ایران تر برید لاندې راغلې ده.

ویاند زیاتوي، چې امریکايي الوتکه د ورځنۍ څارنې په دنده له ایراني ساحل سل کیلومتره لیرې استول شوې وه.

سرچینه وايي، پر دغې بې پیلوټه الوتکې د ایران سوخوی ۲۵ ډوله دوو جیټ الوتکو برید کړی دی.

لیتل ټینګار کوي، تر برید وروسته امریکا ایرانیانو ته د خلیجي هېوادونو د اوبو پر سر د څارګرې الوتکې د روټیني څارنې په اړه خبر ورکړی و.

ده وویل، چې امریکا به د خپلو پوځي ملکیتونو او توکو دفاع وکړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال تر پنځو ورځو پورې ددغې پېښې ډېر جزییات په ډاګه نه کړل.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .