افغانستان او اندونيزيا د همکارۍ سند لاسليک کړ

د خپريدو وخت: 18:02 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391

د افغانستان ولسمشر په اندونيزيا کې د بالي د ډېموکراسۍ ټولنې په پنځمه ناسته کې ګډون کړى و چې کوربنو يې مننه وکړه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له خپل اندونیزیايي سيال سوسیلو بمبنګ یودهویونو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره په سیاسي، سوداګریزو او فرهنګي برخو کې ژمن شو.

د افغانستان او اندونیزیا د مشرانو او لوړ پوړو چارواکو له خبرو وروسته، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ډاکټر زلمي رسول او ډاکټر مارتي ګاوه، د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د دوستۍ او همکارۍ، د سیاسي او خدمت پاسپورټونو لپاره د ویزې د رفع کولو او د دوه اړخیزه مشاورتونو توافقنامې لاسلیک کړې.

د دې مراسمو په ترڅ کې، د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د فرهنګي پروګرامونو د تبادلې د تفاهم یادښت، د اطلاعات او فرهنګ د وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین او د اندونیزیا د معارف او فرهنګ د وزیر ډاکټر محمد نوح تر منځ لاسلیک شو.

د اندونیزیا ولسمشر له خپل افغان سيال سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې وویل:

"موږ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په اړه موثرې خبرې درلودې او دا چې څه ډول وکولای شو د اقتصاد، معارف، فرهنګ او نورو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ پراخه کړو. موږ اړوندو وزیرانو ته دنده وسپارله چې د دغو خبرو پایلې تعقیب کړي او د عملي کولو په برخه کې یې اقدام وکړي."

د افغانستان ولسمشر په اندونيزيا کې د بالي د ډېموکراسۍ ټولنې په پنځمه ناسته کې ګډون کړى و چې کوربنو يې مننه وکړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، اندونيزيا د دوى په وينا د حامد کرزي د مشرۍ ملاتړ وکړ او هیله یې وکړه چې افغانستان به د ښاغلي کرزي په مشرۍ پر ستونزو برلاسی شي.

حامد کرزي په خپلو خبرو کې اندونیزیا د افغانستان د خلکو پخوانی دوست وباله او د ډېموکراسۍ د تعمیم او دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د ولسمشر سوسیلو بمبنګ ستاینه وکړه.

حامد کرزي وویل، د اندونیزیا له مشرتابۀ سره یې کتنه، نه یوازې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لامل شوه، بلکې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو د پیاوړي بنسټ سبب هم شوه.

حامد کرزي په خپلو خبرو کې اندونیزیا د افغانستان د خلکو پخوانی دوست وباله.

په يوه اعلاميه کې چې د يادو سندونو تر لاسلیک او خبرو اترو وروسته د "په راتلونکي یوه لسیزه کې د افغانستان او اندونیزیا د اړیکو پیاوړتیا" په نامه خپره شوه، پر بېلا بېلو همکاريو ټينگار شوى دى.

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي اندونیزیا ژمنه وکړه چې له افغانستان سره د تخنیکي همکاریو، ظرفیت لوړولو، د نهادونو د پیاوړي کولو، کرنې او ښځو د توانمندۍ په برخو کې ملاتړ وکړي.

دواړو هېوادونو د دوستۍ د نوې موافقتنامې چې د ۱۹۵۵ کال د موافقتنامې ځای یې ونیو، هر کلی وکړ.

د دوستۍ د دغه موافقتنامې په اساس به د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزې، فرهنګي او اکاډمیکي همکارۍ پراخه شي.

افغان چارواکي وايي دواړو هېوادونو د فرهنګي پروګرامونو له لارې د کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا موافقه وکړه او د اندونیزیا په پوهنتونونو کې یې د لا ډېر شمېر افغان محصلینو د منلو هر کلی وکړ.

دغه راز اندونیزیا اعلان وکړ چې حاضر دی افغان استادانو ته په دغه هېواد کې روزنه ورکړي.

د افغانستان ولسمشر اندونیزیایي سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

کابل کې د چارواکو په وينا د افغانستان او اندونیزیا ولسمشرانو د قانون د تنفیذ په برخه کې د پرسونل د ظرفیت لوړلو د یادښت تفاهم چې له مخې به یې ۵۰ ملي پولیس د ترافیکو د مدیریت، د عامه نظم د پولیسو او جنایي تحقیقاتو په برخه کې د اندونیزیایي پولیسو له خوا په ممکنه فرصت کې روزي، هرکلی وکړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .