کینیا کې د واده نوی قانون

د خپريدو وخت: 20:06 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391

د ختيځې افريقا په ځينو هېوادونو کې ولولر ته د ښځې اومېړه، د هغوى د کورنيو او حتى ټولنو تر منځ د يوه مهر په توگه کتل کېږي.

په کینیا کې د نوي قانون له مخې هره هغه جوړه چې له شپږو مياشتو ډېر گډ ژوند وکړي، نو دا به د هغوى ترمنځ قانوني واده وي.

په کینیا کې د پوهنتون د محصلينو په گډون ډېرې داسې جوړې شته چې يو ځاى ژوند کوي او وايي په خپلو کې اړيکې جوړوي.

ډېر ې بېلگې شته چې کله يو هلک او يوه نجلۍ سره گډ ژوند وکړي او وروسته يې خپلې لارې بېلې کړي او د يو بل پر وړاندې له هېڅ ډول ژمنې او مسووليت پرته هريوه يې خپله خپله لار نيولې ده.

په ځينو پېښو کې نارينه هغه مهال له خپلې ملگرې تښتېدلى چې کور کې يې ماشوم شوى دى.

د نوي قانون موخه دا ده چې د دغه ډول پېښو د رامنځ ته کېدو پر مهال د مېرمنو او ماشومانو گټې خوندي کړي.

نوى قانون هسې چې په اسلام کې دی، څو ودونو ته هم اجازه ورکوي. خو ولولر يا هغې پيسې چې د هلک د کورنۍ له لوري د نجلې کورنۍ ته ورکول کېږي، منع کوي.

د ختيځې افريقا په ځينو هېوادونو کې ولولر ته د ښځې اومېړه، د هغوى د کورنيو او حتى ټولنو تر منځ د يوه مهر په توگه کتل کېږي.

دغو وړانديزونو د فېسبوک په څېر خواله رسنيو کې لوى بحث رامنځ کړى، ځکه ډېرى خلک وايي دغه بدلونونه د مذهبي او دوديزو ارزښتونو سره اختلاف لري.

په دې اړه د کابینې په اعلامیه کې ويل شوي چې د واده د نوي قانون موخه دا ده چې په هېواد کې د واده د ټولو بڼو او په تېره بيا د مېرمنو او ماشامانو قانوني حقونه خوندي کړي.

قانون به سيمه ييزو چارواکو ته دا واک هم ورکړي چې کليوالو سيمو کې د هلک او نجلۍ د شپږو مياشتو گډ ژوند څارنه وکړي.

قانون دارنگه د هغو د حقونوساتنه هم کوي چې د کورني تاوتريخوالي قرباني کېږي.

د اوږدې مودې راهيسې کینیا کې د اسلام، مسحيت او هندو مذهبونو پربنسټ ودونه کېږي او ولولر د دغو ودونو يوه برخه ده، نو داسې ښکاري چې نوى قانون به د ټولنې بېلې بېلې ډلې خپه کړي.

خواله رسنيو کې ډېرې څرگندونې پر دې ټينگارکوي چې د شپږ مياشتو گډ ژوند په نتيجه کې پر ځوانانو د واده د منلو پرځاى بايد هغوى ته اجازه ورکړل شي چې خپلو کې د موافقې له مخې واده وکړي.

د کابېنې له لوري تصويب شوى دغه قانون، هغه مهال عملي بڼه غوره کولی شي چې پارلمان ورته رايه ورکړي.

خو له کومه ځايه چې د پارلمان ۹۰ سلنه غړي نارينه دي، کېداى شي چې يا دغه قانون رد او يا هم لانجمې برخې يې اصلاح کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .