لارډ پاټېن: بي بي سي اساسي جوړښت ته اړتیا لري

د خپريدو وخت: 12:52 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

د خپلو اورېدونکو او لېدونکو له باوره پرته به د ادارې په توګه بي بي سي له منځه لاړه شي. لارډ پېټن

د بي بي سي مشر لارډ پاټېن وايي د بي بي سي په مشرتابه کې یو بنسټیز او اساسي جوړښت ته اړتیا ده.

لارډ پاټېن دغه خبرې د بي بي سي د عمومي رييس جورج اینټویسل تر استعفا وروسته کوی، چې یوازې دوې میاشتې په دنده کې پاتې شو.

دی وايي د بي بي سي پر ژورنالیزم د باور بېرته ترلاسه کولو هڅې یې پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړه د راتلونکو څو اوونیو په اوږدو کې به نوی عمومي رییس وټاکل شي. د لارډ پاټېن په خبره د خپلو اورېدونکو او لېدونکو له باور پرته به د ادارې په توګه بي بي سي له منځه لاړه شي.

له بي بي سي ټلویزون سره د خبرو پر مهال هغه وویل، چې زه فکر نه کوم، چې د برتانیا خلک به داسې غواړي، خو نوموړي ومنله، چې له اوسني بحران نه د وتلو لپاره اړینه ده، چې بي بي سي په خپله اډانه کې اساسي بدلون رامنځ ته کړي.

د برتانيا د کورنيو چارو وزيرې تيريسا مې ويلي بي بي سي بايد په خپل ژورناليزم اعتبار پر ځاى کړي.

همدا راز د برتانيا پارلمان کې د رسنيو، کلتوري او د لوبو د کمېسون مشر ويتينگديل ويلي د جیمي ساوېل په اړه د رپوټ نه خپرولو او د دغه وروستي خپور شوي رپوټ چې په کې د محافظه کار ګوند د یوه وتلي سیاستوال سپکاوی شوی د بي بي سي اعتبار ته سخت زیان اړولی.

د بي بي سي د لوی مشر استعفا

جورج اینټویسل

ښاغلي اینټویسل پرون د نومبر په لسمه د هغه راپور له امله استعفی وکړه چې د بي بي سي د داخلي شبکې په پروګرام (نیوز نایټ)کې خپور شوی و او په تېروتنه یې یو پخوانی سیاستوال پر یوه ماشوم په جنسي تیري تورن کړی و.

ښاغلي ویتینګدیل زیاته کړه چې د جورج انیټوېسل له ځوابونو نه جوته شوه چې له دې رپوټ نه خبر و خو په اړه یې څه و نه کړل.

ښاغلی کریس پتن وايي د بي بي سي د عمومي مشر په توگه به په دنده کې پاتې کېږي تر څو په بي بي سي د خلکو باور پر ځاى کړي او د بي بي سي د اجرائيوي مشر جورج انیټوېسل پر ځای بل مشر وټاکي.

همدا راز ښاغلي پتن وویل جورج انیټوېسل په دېر درنښت لاړ. ما هغه د دندې پرېښودو ته نه دې مجبوره کړی، هغه په خپل خوښه دغه پریکړه کړې.

جورج اینټویسل

ښاغلي اینټویسل د هغه راپور له امله استعفی کړې چې د بي بي سي د داخلي شبکې په پروګرام (نیوز نایټ)کې خپور شوی و او په تیروتنه یې یو پخوانی سیاستوال پر یوه ماشوم په جنسي تیري تورن کړی و.

د بي بي سي د خپرونو له نوې ودانۍ بهر ښاغلي اينتوېسل په دې اړه په خپل ورکړل شوي بيان کې وويل:" ما پرېکړه وکړه چې په دې اړه غوره کار دا دى چې له دندې لېرې شم."

تردې وړاندې ښاغلي اينتوېسل ويلي و، د نيوز نايټ هغه رپوټ چې په ناسم ډول يې د پارلمان پخوانى محافظه کار غړى لارد مک الپاين ښکېل کړى و بايد هيڅ کله هم نه واى خپور شوى.

ښاغلي اينتوېسل د سپټمبر په ١٧ د بي بي سي د لوى مشر په توگه په کارپېل کړى وو .

ښاغلي پتن وايي جورج انیټوېسل یې دندې پرېښودو ته نه دې مجبوره کړی، هغه په خپل خوښه دغه پریکړه کړې

په خپل بيان کې هغه وويل: "دې ته په کتو سره چې د بي بي سي لوى مشر، لوى اېډېټر او همدا رنگه د هغې د خپرونو مسوول هم دى، نو د نيوزنايټ له لوري د تېرې جمعې په ورځ (د نوومبر/ دويمه ) د هغه فلم خپرول چې د ژورناليزم د معيارونو خلاف وو، ما پرېکړه وکړه چې خپله دنده پرېږدم".

ستر درناوى

ښاغلي اينتوېسل وويل، کله چې دې دندې ته غوره شو، نو په دې باوري و چې بي بي سي دې دندې ته تر ټولو وتلى نوماند غوره کړى. داسې سړى چې د پرتو ننگونو پر وړاندې مبارزه وکړي او له امکاناتو گټه پورته کړي.

خو هغه زياته کړه چې د تېرو څو اوونیو پېښو دې نتېجې ته ورساوه چې بي بي سي بايد يو نوى مشر غوره کړي.

د بي بي سي د ټرسټ مشر لارد پټين چې له ښاغلي اينتوېسل نه وروسته خبرې وکړې وويل" له شک پرته چې دا زما د ژوند تر ټولو غمجنه شپه ده".

هغه دا رنگه د ښاغلي اينتوېسل د ستر کار ستاينه وکړه.

د بي بي سي د غږ او موزيک د برخې اوسني مشر تيم ډيوي ته د بي بي سي د لوى مشر د سر پرست دنده ورکړل شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .