عراق له روسیې سره د وسلو تړون لغو کړ

د خپريدو وخت: 13:32 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

د لسيزو راهيسې عراق د روسيې د وسلو د صنعت يو مهم مشتري پاتې شوی دی.

عراق له روسیې سره د وسلو ۴ اعشاریه ۲ ميليارده ډالرو تړون لغو کړى دى. بغداد وايي دغه کاريې د فساد په تړاو د انديښنو له کبله کړى دى.

د عراق او روسيې ترمنځ د وسلو د غه تړون يوه مياشت دمخه، ماسکو ته د نوري المالکي د سفر پرمهال لاسليک شوى و.

دا د صدام حسين د رژيم له نسکورېدو وروسته، د مسکو او بغداد ترمنځ دوسلو د اخيستو ترټولو يو لوى تړون و.

خو د عراق د لومړي وزير د يوه سلاکار له خولې ويل شوي چې ښاغلي مالکي په دې تړوا خپل ټيم کې د فساد د شتون د شک له کبله د تړون د لغو کيدوحکم وکړ.

د لسيزو راهيسې عراق د روسيې د وسلو د صنعت يو مهم مشتري وو. خو پر عراق د امريکا له يرغله وروسته، ډيرو روسانو فکر وکړ چې د عراق مارکيټ د امريکايانولاس ته ورغى.

عراقي حکومت وايي د وسلو د رسد پر بېلو بېلو لارو غورته دوام ورکوي.

په دغو وسلو او جگړييز تخنيک کې جنگې اويرغيلزې چورلکې او له ځمکې نه هوا ته توغندي شامل وو.

د چارو يو شميرروسي کارپوهان وايي چې د وسلو د پير او پلور په تاريخ کې دا لومړى ځل دى چې له روسيې سره دغه ډول يو لوى تړون لغو کېږي.

"کېدی شي مسکو د دغه تړون د لغو کېدو له کبله، د بغداد په وړاندې ځيني بنديزونه ولگوي."

پلتوفسکي

د بي بي سي د روسې څانگې يو خبريال ډيمتري پلتوفسکي وايي ښايي مسکو د دغه تړون د لغو کېدو له کبله، د بغداد په وړاندې ځيني بنديزونه ولگوي.

داسې گنگوسې هم دی چې بغداد ښايي د امريکايانو د فشار په نتيجه کې له روسيې سره دغه تړون لغو کړى وي. خو دغه خبره څومره واقعيت لري؟

ښاغلى پلتوفسکي زیاتوي چې په واقعیت کې دغه ډول خبرې کېږي، زموږ کارپوهان هم په دې اړه غږېدلي خو دا چې په دې اړه واقعیتونه څه دې موږ یې په اړه معلومات نه لرو نو تر اوسه پورې دا د یوې ګونګوسۍ بڼه لري.

ځيني رپوټونه داهم وايي چې ښايي بغداد ډير ژر مسکو ته يوپلاوى واستوي او د وسلو د دغه تړون په اړه نورې خبرې وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .