برما کې زلزلې پنځه تنه وژلي او یو شمېر ټپیان دي

د خپريدو وخت: 11:39 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

له زلزلې وروسته اکثر خلک له کورونو ووتل او ګډوډې پیل شوه.

برما کې چارواکي وايي، چې د دغه هېواد په مرکزي برخه کې د زلزلې راتلو له امله پنځه کسان وژل شوي دي او یو شمېر نور ټبیان دي. چارواکي وايي اوسمهال د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر معلوم نه دی.

د امریکا د جیولوژیکل سروې مرکز په رپوټ کې ویل شوي، چې د ریکټر په کچه شپږ اعشاریه اته زلزله د برما په دوهم لوی ښار منډېلې کې شوې ده.

د یاد مرکز په رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې زلزله له ځايي وخت سره سم د یکشنبې په ګهیځ اووه بجې او ۴۲ دقیقې وشوه.

د زلزلې اغېز ډېر ژور نه و او تر ۱۰ کلیلو متره پورې یې ژوروالی درلود. خو ویل کیږي چې د مرګ ژوبلې شمېرې د ډېرېدو امکان شته. د زلزلې مرکز د منډیلې ښار و، خو په شاوخوا ښارونو کې یې هم اغېز محسوس شوی دی.

د برما ځايي چارواکي وايي د زلزلې له امله منډیلې ته څېرمه شیوبو ښار کې یو پل ویجاړ شوی، چې ودانیزې چارې یې د بشپړېدو په حال کې وې.

د دغه هېواد په پلازمېنه نیپداو کې یوه ځايي چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته نن ګهیځ وویل، چې تر اوسه پورې د یواځې دوو کسانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو رپوټونه تر لاسه شوي دي او پنځه تنه نور تري تم دي.

"د شیوبو یوه ۵۲ کلن اوسېدونکې ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، چې" ما په خپل ټول ژوند کې داسې ناوړه زلزله نه ده لیدلې.""

په شیوبو ښار کې یوه پولیس وویل، چې د پل نړېدو وروسته په هغه ځای کې پنځه تنه کارکوونکي لادرکه دي.

بل لور ته شیوبو ته په یوه څېرمه ښار کایوک ماینګ کې یوه پولیس رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د یوه کور د چت نړېدو له امله یوه ښځه وژل شوي او ۱۰ کسان ټپیان دي.

د شیوبو یوه ۵۲ کلن اوسېدونکې ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، چې" ما په خپل ټول ژوند کې داسې ناوړه زلزله نه ده لیدلې."

له زلزلې وروسته اکثر خلک له کورونو ووتل او ګډوډې پیل شوه. دزلزلې اثر په ګاونډي هېواد تاييلنډ کې هم محسوس شوی دی. له زلزلې وروسته دوه زورور افټرشاکس(ټکانونه) محسوس شوو.

د امریکا جیولوژیکل سروې مرکز (یلو) خبرداری جاري کړی او ویلی یې دی، چې د زلزلې له امله ورانی رامنځ ته کېدای شي. برما کې اکثر وختونه زلزلې کیږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .