جنسي اړیکي، جنرال الن هم تر پلټنې لاندې دی

د خپريدو وخت: 11:04 گرینویچ - سه شنبه 13 نومبر 2012 - 23 لړم 1391

کلېکاږل ډ اړیکو جال

جنرال الن، چې له هر ډول نامناسب اقدام کولو انکار کوي، په خپل مقام به کار ته دوام ورکړي.

له یوې ښځې سره د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې سي ای اې د پخواني مشر ډېوېډ پېتریاس د ناسمو جنسي اړیکو په قضیه کې، افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال الن هم تر پلټنو لاندې راغلی دی.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي، پنټاګان د جنرال الن له لوري د جنرال پېټریاس اړوند یوې ښځې ته د نامناسبو برېښنالیکونو لېږلو په اړه پلټنې کوي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېټا وايي، ایف بي ای پنټاګان ته په دې اړه د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ. جنرال الن، چې له هر ډول نامناسب اقدام کولو انکار کوي، په خپل مقام به کار ته دوام ورکړي.

له دې مخکې جنرال پېټریاس د ناسمو جنسي اړېکو درلودل ومنل او د جمعې په ورځ یې له خپلې دندې استعفا وکړه.

لیون پنېټا خبریالانو ته وویل، ولسمشر باراک اوباما ته یې وړاندیز کړی چې په اروپا کې د ناټو د عمومي قومندانۍ د نوماند په توګه د جنرال الن ټاکل وځنډوي.

سپینه ماڼۍ وايي د جنرال الن ټاګل یې ځنډولي.

ښاغلي پنېټا زیاته کړه، چې د دوشنبې په ورځ یې پنټاګان ته امر وکړ، چې د جنرال الن په اړه تحقیقات وکړي. د نوموړي په خبره ده د امریکا د مشرانو په جرګه کې د پوځي خدمتونو له کمیټۍ هم غوښتنه وکړه، چې ژر په افغانستان کې د جنرال الن پر ځاي جنرال جوزف ډنفرډ وټاکي.

"د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېټا په افغانستان کې د جنرال الن د خدمتونو ستاینه وکړه، ویې ویل چې نوموړي په ترهګرۍ ضد جګړه کې مهم رول درلود."

په پام کې وه، چې جنرال الن به د پنجشنبې په ورځ د ناټو د عمومي قومندانۍ لپاره د نوماند کېدو په لړ کې د امریکا د مشرانو جرګې ته وړاندې شي.

ښاغلي پنېټا په افغانستان کې د جنرال الن د خدمتونو ستاینه وکړه، ویې ویل چې نوموړي په ترهګرۍ ضد جګړه کې مهم رول درلود.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې جنرال الن د فلورېډا اوسېدونکې مېړوښې ښځې جیل کیلي ته برېښنالیک استولی.

د امریکا فدرالي پولیس له مخکې نه له یادې ښځې پوښتنې ګروېږنې کوی، ځکه نوموړې ایف بي ای مسوولینو ته ویلي و، چې ګواښونکی برېښنالیک یې تر لاسه کړی دی.

ویل کېږي، چې جیل کیلي ته له جنرال پېټریاس سره په ناسمو جنسي اړېکو کې ښکېلې پولا براډویل ګواښونکی برېښنالیک لېږلی دی.

د پینټاګان د یوه لوړ پوړي چارواکي په وینا د جنرال الن او جیل کیلي تر منځ له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲ پورې د اړیکو اړوند ۳۰ زره برېښنايي پاڼې او نور لیکلي مواد څېړل کېږي.

۱. ګواښونکي برېښنالیکونه: د دوبي په لومړیو ورځو کې جیل کیلي د امریکا په اېف بي ای کې یو ملګري ته ویلي و چې دې ته ځورونکي برېښنالیکونه استول کېږي. وروسته اېف بي ای ته معلومه شوه چې دغه برېښنالیکونه د پاولا براډویل له خوا وو. مېرمن براډویل د جنرال ډیوېډ پېټریېس د ژوندلیک ګډه لیکواله هم ده.

۲. جنسي اړیکي: له دې سره سره د اېف بي ای پلټنې د مېرمن براوډویل چې یوه واده شوې ښځه ده او جنرال پېټرېیس تر منځ اړیکې معلومې کړې.

۳. کورني ملګري: جیل کیلي او د هغې مېړه سکاټ د جنرال پېټرېیس او مېرمنې سره یې ملګري دي. چارواکي وايي ځان ته د جنرال پېټرېیس د پام اړولو په برخه کې مېرمن براډویل ته مېرمن کیلي یوه سیاله ښکارېدله. خو په هر حال د مېرمن کیلي او جنرال پېټرېیس تر منځ د اړیکو کوم څه نه ليدل کېږي.

۴. د نامناسبه برېښنالیکونو پلټنه: افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن تر پلټنو لاندې راغلی دی. پر ده تور دی چې جيل کیلي ته یې نا مناسب برېښنالیکونه استول. اېف بي ای دغه موضوع د امریکا دفاع وزارت ته وړاندې کړې ده. یو لوړ پوړی چارواکی وايي تر ۳۰۰۰۰ پاڼو پورې بریښنالیکونه او نور اسناد تر غور لاندې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .