د چین نوی مشر وټاکل شو

د خپريدو وخت: 05:46 گرینویچ - پنجشنبه 15 نومبر 2012 - 25 لړم 1391

شي جين پینګ

شي جين پینګ
  • په ۱۹۵۳ کال کې بیجینګ کې زیږېلدی، پلار یې شي ژونګشون د کمونستي ډلې د بنسټګرو له ډلې و
  • شي جین پینګ په ۱۵ کلنۍ کې د ۷ کلو لپاره لیرې کلي ته د کار لپاره واستول شو
  • کیمیاوي انجینري یې لوستې ده
  • په ۲۰۰۷ کې د شنګهای ډلې مشر شو، بیا ۲۰۰۸ کې مرستیال ولسمشر شو
  • له مشهورې چینايي سندرغاړې پینګ لیوان سره یې واده وکړ، یوه لور لري

د چین د کمونست ګوند نوی مشر شي جین پینګ د ګوند د سیاسي دفتر له ځینو مشرانو سره په ګډه د خبریالانو پروړاندې راڅرګند شو.

د ولسمشر هوجین تاو مرستیال 'شي جين پینګ' چې تمه ده په راتلونکې لسیزه کې د چین د کمونست ګوند مشري وکړي، د څه باندې دوه زرو استازو له خوا د کمونست ګوند د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

شي جین پینګ ددغه ګوند تر یوې اوونیزې ناستې وروسته د لسو کالو لپاره وټاکل شو.

ښاغلی 'شي' پردې سربېره، چې د نوي مرکزي کمیسیون مشر به وي، د چین د پوځ مشري به هم کوي.

کلېکاږل انځوریز راپور

دغه نوي چینایي مشر پخپلو خبرو کې له فساد سر پر مبارزې، په کمونست ګوند کې د سمون راوستلو او د خلکو د ژوند د چارو په ښه کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي شي وویل: "د خلکو غوښتنه دا ده چې ژوند یې ښه شي، موږ باید د دوی د ژوند د ښه کېدو لپاره خپلې هلې ځلې وکړو."

د چین د رسمي خبري اژانس په حواله، د کمونست ګوند د نوي مرکزي کمېتې غړي چې پر تېره چارشنبې وټاکل شول، د ګوند عمومي مشر او د سیاسي دفتر د دایمې کمیټې اووه غړي وټاکل.

شي جین پینګ د هغه د ګوند د مخکني مشر هوچین تاو ځایناستی شو.

د هوجین تاو د ګوند د مشرۍ پړاو پایته ورسېد، د خو د ولسمشرۍ دوره یې په راتلونکو درو کلونو کې پایته رسېږي.

۵۹ کلن شي چین پینګ تر دې مخکې د ولسمشر مرستیال و.

ښاغلی شي په ۲۰۰۷ کال کې د کمونست ګوند د سیاسي دفتر د دایمي کمیټې د غړي په توګه وټاکل شو.

لويې ننګونې

د واکمنۍ بڼه: د کمونست ګوند دننه د اغېز او ګټو پر بنسټ ډلو ترمنځ د توازن او ځواک ساتل به د ګوند مشرتابه پر وړاندې مهم کار وي.

د چين مشران د سياسي اصلاحاتو يادونه کوي، او له خپلو بنسټونو سره سم د ډيموکراسۍ پلي کولو خبره کوي، خو لا تر اوسه د دغه هېواد سياسي نظام يو ناڅرګند او پټ جوړښت دی.

د فساد شته والی او له واکه ناوړه ګټه يوه بله ننګونه ده.

د چين نوي مشران څنګه ټاکل کېږي؟

د چين واکمن کمونست ګوند په پلازمېنه بېجينګ کې د خپل کانګرېس مهمې غونډې په پای ته رسولو نوي مشران اعلانوي. دا چې دا مشران څنګه غورې کېږي، امان الله عمران یې دلته څرګندوي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د روان ۲۰۱۲ کال په لومړيو کې د چونګ چين ښاروال بو شي لای رسوايۍ په فساد کې د کمونست ګوند لوړپوړيو چارواکيو ښکېلتيا په اړه شکونه زيات کړل.

د هوجين تاو لس کلنې مشرتابه پر مهال د چين اقتصاد په کلني ډول په ۱۰٪ سلنه منځنۍ کچه وده کړې، او په مليونو وګړي په کې له بېوزلۍ وتلي دي.

له اوږدې مودې راهيسې چين د نفوسو د کنټرول په موخه پر کورنيو د يو ماشوم تګلاره پلې کوي.

خو دغه چټکه اقتصادي وده د نورو ستونزو زېږونې په بيه وه. اقتصاد په پراخ ډول پر دولتي پانګونې ولاړ دی، او شرکتونه د دولت ملکيت دي.

د بېوزليو او شتمنو ترمنځ تشه پراخېدونکې ده.

د غوړېدلي اقتصاد له برکته په چين کې د ډالرو په حساب مليونرانو شمېر يو مليون ته رسېږي، خو هغوی هم چې د ورځې په يو ډالرو ژوند کوي شمېر يې ۱۵۰ مليونه دی.

که څه هم حکومت روغتيايي خدمتونه خپلو مليونو خلکو ته رسولي، خو د راتلونکي له ننګونو يوه هم د چين زړو خلکو د نفوس زياتوالی دی.

له اوږدې مودې راهيسې چين د نفوسو د کنټرول په موخه پر کورنيو د يو ماشوم تګلاره پلې کوي.

له يو ډېرو ماشومانو زېږون مخنيوي دغې تګلارې اوس د نجونو او هکانو شمېر کې د بې انډولۍ او د زړو خلکو شمېر زياتوالي ټولنيزه ستونزه زېږولې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .