بي بي سي ۹۰ کلنه شوه

د خپريدو وخت: 18:10 گرینویچ - چارشنبه 14 نومبر 2012 - 24 لړم 1391

بي بي سي خپلې راډیويي خبري خپرونې د ۱۹۲۲ کال د نومبر پر ۱۴مه د هوا پر څپو کې پيل کړې.

۹۰ کاله مخکې بي بي سي د لومړي ځل لپاره خپلې راډیويي خپرونې پیل کړې.

د دغې کلېزې لمانځلو په موخه د بي بي سي انګليسي ژبې ټولې راډیوي څانګې سره د لومړي ځل لپاره یوه خپرونه وړاندې کوي چې د دغې ادارې په تاریخ کې لومړی ځل دی.

د چارشنبې پر ورځ (د نومبر ۱۴ مه) د لندن پر وخت ۵ بجو او ۳۳ دقیقو هرې څانګې ۵ دقیقې يو پرګرام وړاندې کړ.

د دې تر څنګ د اورېدونکو ځینې هغه پیغامونه چې د ٩٠ کاله وروسته خلکو ته څه واياست؟ په ځواب کې ويلي، هم خپاره شول.

په دغو پیغامونو کې د بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته را لېږل شوي پیغامونه هم وو.

بي بي سي خپلې راډیويي خبري خپرونې د ۱۹۲۲ کال د نومبر پر ۱۴مه د هوا پر څپو کې پيل کړې. په لومړنۍ خپرونه کې یو راپور د لندن د دوړو او بل يې د اورګاډې د غلا په اړه و.

"ځنگلونه او کنگلونه مو مات کړل، تاسو ته مو مځکه د چاپېريال له پلوه خرابه کړه، مريخ ته وختو خو چې بل انسان مو ونه ليد بيرته ترې راغلو ځکه چې د جنگ پلمه نه وه، تاسو ورشئ خو د مځکې غوندې له مريخ سره ظلم مه کوئ."

زاهد خوستى

د بي بي سي خپله نوييمه کليزه په داسې حال کې لمانځي چې په تېرو څو ورځو کې تر نیوکو لاندې راغلې ده.

په وروستۍ موده کې د ځينو تېروتنو له امله د بي بي سي عمومي مشر جورج اینټوېسل او نور لوړپوړي چارواکي له خپلو دندو ګوښه شول.

ستاسې پیغامونه: ٩٠ کاله وروسته خلکو ته څه واياست؟

فيسبوک

ماجد قرار

له سیاسي ملایانو لري گرځئ، کنه داسې به مو کړي، لکه د تېرې پېړۍ د افغانانو

سكندر اقبال لونګ- ننګرهار-افغانستان

۹۰ كاله وروسته مې له خپل شخصي راتلونكي نسل څخه هيله دا ده چې پر اسمان وزانګۍ او پر مريخ اتڼ واچوئ خو خپل اصل دين، كلتور ته بشپړ ژمن او د مور او پلار نصيحتونه مه هيروئ. د خپل شخصي نسل مستقبل روښانه مګر د نړيوال كيدنې په پروژه كې يې له مبارزې او كړاوه ډك بولم. هغوى ته مې مشوره دا ده چې زښته زياته زده كړه او مطالعه وكړئ، د توان تر بريده يې تاسې هم خپل نسل ته موقع وركړئ: ترڅو ستاسې لمسيان او كړوسيان خپلو لمسيانو او كړوسيانو ته ونه وايي چې موږ ته خو نيكونو څه نه دي كړي!!!!.


د خپل نسل څخه د هغوى د بې خرته زيږولو له امله بخښنه غواړم. ولې چې د هغوى د نفوذ ډيرښت له كبله مې ورته شايد وبايد د ژوند او مبارزې امكانات، وخت او اسانتياوې برابرې نه شوې كړاى.

عبدالله مياخيل

"موږ کرکو وسوځولو تاسو لطف وکړئ له يو بل سره مينه وکړئ او کرکه پريږدئ چې خوشاله واوسئ."

نصر الله درانى

نوي کاله پخوا په افغانستان کې خونړى جنگ و ډير افغانان له خپل هېواده ووتل او نورو هېوادونو کې ځاى پر ځاى شول، مذهب له سياست سره گډ و. افغانستان د بهرنيو د مختلفو نظرياتو د تمرين ځاى و. هغه چې تر گټو نظرياتو ته ډير ژمن دي د دغه ټولو حالاتو مسووليت په غاړه لري.

نجیب الله جاهد پکتیکا-افغانستان

په زړه پورې پوښتنه ده ای کاش ۹۰ کاله وړاندې زموږ په اړه د وخت اوسېدونکو سالم فکر کړی وای، د احتمالي ناخوالو په اړه یې تصمصیم پرې اښی وای .
په هر صورت د راتلونکي ۹ لسیزې وروسته نسل ته د نړیوال یووالي کلکه اړتیا اړینه بولم تر څو چې فکري واټنونه له منځه نه وي تللي ستونزې به نسل په نسل میراثیږي د ټولیزې نیکمرغۍ پرځای به د ولسونو پر سر بدمرغي او ستونزي هم وي هر انسان ته دن یکمرغه ژوندانه هیله لرم

محمود فهيم: هرسړى د خپل مسوليت په اندازه مسول دى له ولسمشره نيولې ترشپانه پورې د ټولو د راتلونکي وخت انسانانو ته سترګې ټيټې دي زموږ څخه ۹۰ کاله مخکې مشرانوسره دي خداى ټينګ حساب وکړي. نوي کاله وروسته کسانو ته په پښو کې اوښکې تويوم چې موږ ستاسونه بلکه دنورو لپاره ژوند کړی وو په بليونونو واري درنه بخښنه غواړم. تاسود خپل وطن لپاره کاروکړئ اماده اوسئ هر رقم مشکل ته د پای ټکی ږدئ .اوکه زموږپه کارناموډيرشرميږئ نومونه موله تاريخه وغورځوئ

"بايد سوله خوښه کړي او له يو بل سره همکاري وکړي پر يو بل مهربانه واوسي ځکه چې دا ژوند ډير لنډ دى."

عبدالبصير په برېنښاليک کې

محمد شيرين بړيڅ: زۀ خو له افغانانو بخښنه غواړم ځکه چې هيڅ مثبت کار مو ورته نه دى کړى.

خير محمد دوست: له بي بي سي مننه کوم ځکه چې ښې خاطرې يې راکړي دي.

برېښناليک

عبدالله هوډ

زه د افغانانو له راتلونکي نسل څخه بښنه غواړم ځکه موږ د هغوى راتلونکی په نظر کې ونه نیوه موږ هغوى ته د جنګ تاریخ پرېښوده الله دې وکړي چې دوى له جنګه په څنګ شي

انوارالدين نور

په کوم حالت کې چې زه او زما غوندې نور کسان اوس ژوند کوي تر ډيره حده خواشينونکي او د خورا بدو پيښو شاهد دي. موږ په يو بې پايانه سمندر کې د خپلو ځانونو اوکورنيو د ژغورلو هڅې کوو او په دي لاره کې د خپلې بې وسۍ او د خپلو نورو وروڼو له بې کفايتۍ او بې اتفاقۍ له امله د زړه دغه ټوټې له لاسه ورکوو، دا خو لا څه چې د ځان واک موهم د لاسه ورکړى دى خو الله ته د ښه والي اميد شته او ستاسو لپاره د کايناتو د څښتن د خوښۍ او پيرزويني سره سم ژوند غواړو.

مننه

کندهار، افغانستان

د٢٠١٢ کال د سيپټمبر د مياشتې ١١م نيټه. وخت: ٤:٥٦ دقيقې.

زاهد خوستى

"له ( د هغې زمانې) افغانانو بخښنه غواړم چې هيڅ مثبت کار مو ورته ونه کړ."

محمد شرين بړيخ

داسې فکر مه کوئ چې ستاسو نيکونه په زړه پاک ، ساده او نيک خلک وو. موږ بې له جنگه، بې له شره او بې له کرکې بل څه نه لرل. موږ اينټرنيټ او برېښنا پيدا کړه خو د يو بل سر ته ناست وو، د مځکې هره لويشت مو د ځان لپاره وکاروله، ونې ، ځنگلونه او کنگلونه مو مات کړل، تاسو ته مو مځکه د چاپېريال له پلوه خرابه کړه، مريخ ته وختو خو چې بل انسان مو ونه ليد بيرته ترې راغلو ځکه چې د جنگ پلمه نه وه، تاسو ورشئ خو د مځکې غوندې له مريخ سره ظلم مه کوئ.

احسان الله له کابله

زۀ ټولې نړۍ او په ځانگړې توگه افغانستان ته سوله غواړم

عين الدين اصف له کابله

زۀ بي بي سي ستايم چې له ٩٠ کاله يې خلکو ته خدمت کړى.

مطيع الله اباسين بريال کابل

زموږ شريفو خلکو! دريغه چې په تاسو زموږ د خشن مزاج سيورى غوړيدلى او يو هوسا انساني ژوند نه لرئ.

نجيب له مزار شريف

هيله لرم چې افغان بچپ د نړۍ جوگه شي او بخښنه ترې غواړم چې هيڅ مې نه دې ورته کړي.

نصر الله درانى له کندهاره

موږ کرکو وسوځولو تاسو لطف وکړئ له يو بل سره مينه وکړئ او کرکه پريږدئ چې خوشاله واوسئ.

همايون مياخيل

هغه څه ته ژمن (متعهد) و اوسئ، چې مو پرې ژمنه (تعهد) کړې وي؛ خو د ملي ګټو په رڼا کې هسې نه، چې ملي ګټې ترې قربان شي.

نور الرحمن محمد له کابله:

زما پیغام ټولو افغانانوته دا دی چې ټول سره یو موټی شئ تر څو 90 کاله وروسته پر مختللی افغانستان ولرئ.

عبدالبصير له کابله:

بايد سوله خوښه کړي او له يو بل سره همکاري وکړي پر يو بل مهربانه واوسي ځکه چې دا ژوند ډير لنډ دى.

منصور احمد عارف له کندهاره:

بي بي سي مننه چې دا ٩٠ کاله غلې نه شوې

که برېښناليک نه کاروئ نو په دې چوکاټ کې خپل نظر وليکئ چې مخامخ زموږ برېنښاليک ته رارسيږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .