تورن امریکايي پوځي ته د مرګ د سزا غوښتنه وشوه

د خپريدو وخت: 06:24 گرینویچ - چارشنبه 14 نومبر 2012 - 24 لړم 1391

ګڼو پوځیانو په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي وو رابرټ بیلز په داسې حال کې بېرته خپلې اډې ته ستون شو چې په وینو سور وو.

د امریکا پوځي څارنوالانو هغه امریکايي ته د مرګ د سزا غوښتنه کړې چې د مارچ په میاشت کې یې د نهو ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ملکي افغانان وژلي وو.

ګڼو پوځیانو په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي وو رابرت بیلز په داسې حال کې بېرته خپلې اډې ته ستون شو چې په وینو سور وو.

افغان شاهدانو هم د هغه د وحشیانه ډزو په اړه شاهدي ورکړې ده. یوې نجلۍ ویلي، چې هغه د خپل پلار تر شا پټه شوې وه چې وروسته هغه هم ووژل شو.

خو د رابرټ بیلز مدافع وکیل وايي کافي شواهد په لاس کې نشته. د لومړي برید من رابرټ بیلزپوځي وکیل جګړن ګریګوري مالسن وايي د بیلز د ګناه او بې ګناهۍ تر پایلې اوږده لار په مخ کې ده.

د نوموړي په خبره" غواړم ټولو ته ووایم چې تېره اوونۍ د ۳۲ مادې شاوخوا نیمايي څېړنه وشوه، چې دا د پوځي محکمې د بهیریواځې لومړنی ګام دی. دا څېړنه ده چې ګناه او بې ګناه نه په کې ښوول کیږي. موږ لا هم اوږده لار په مخکې لرو لا هم ډېر تحقیقات په مخ کې پاتې دي چې باید ترسره شي."

"غواړم ټولو ته ووایم چې تېره اوونۍ د ۳۲ مادې شاوخوا نیمايي څېړنه وشوه، چې دا د پوځي محکمې د بهیریواځې لومړنی ګام دی. دا څېړنه ده چې ګناه او بې ګناه نه په کې ښوول کیږي. موږ لا هم اوږده لار په مخکې لرو لا هم ډېر تحقیقات په مخ کې پاتې دي چې باید ترسره شي."

مدافع وکیل جګړن ګریګوري مالسن

لومړي بريدمن رابرت بيلز د مارچ په مياشت کې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د نهو ماشومانو په گډون ۱۶ کليوال ووژل او نهه تنه نور يې ژوبل کړل.

افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه امریکايي پوځي دا کړنه "قصدي" او "نه هېرېدونکی" عمل بللى و.

د افغانستان ولسي جرګې هم په دې اړه کلک غبرگون وښوده او د ننه په افغانستان کې يې د تورن امريکايي پوځي د محاکمې غوښتنه وکړه. خو تورن پوځي له پېښې څو ورځې وروسته له افغانستان څخه وایستل شو.

د امريکا ولسمشر اوباما په دې اړه د يوه مناسب گام د اوچتولو ژمنه کړې وه.

بريدمن بيلز د وژنې، د وژنې د هڅو او تېريو له ۲۹ تورونو سره مخامخ دى او که چېرې پړ وخېژي، نو د مرگ له سزا سره به مخامخ شي.

د لومړي بریدمن رابرټ بېلز په اړه ویل شوي چې ۳۸ کاله عمر لري او له افغانستان نه یې مخکې څو ځلې په عراق کې دنده ترسره کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .