غزې شمال کې اسراییلو دوه فلسطینیان ووژل

د خپريدو وخت: 10:15 گرینویچ - جمعه 16 نومبر 2012 - 26 لړم 1391
اسماعیل هنیه او هشام قندیل

هشام قندیل په غزه کې د حماس د حکومت له ومړي وزیر اسماعیل هنیه سره وکتل.

په داسې حال کې چې اسراییلو غزې ته د مصري لومړي وزیر د سفر پرمهال د بریدونو نه کولو ژمنه کړې وه، خو اسراییلو د غزې په شمالي الصفطاوي کلي کې دوه فلسطينيان وژلي دي.

د اسراییلو حکومت ویلي، غزې تراډې ته د مصري لومړي وزیر د سفر له کبله یې پر دغې تراډې د پوځي بریدونو د درولو غوښتنه منلې ده.

د مصر لومړی وزیر هشام غزې ته رسېدلی او هلته یې د اسراییلي بریدونو له کبله یې اوښتي ځاني او مالي زیانونه پخپلو سترکو کتلي دي.

نوموړي اسراییلي بریدونه "ناوریني" بللي دي.

هشام قندیل دغه بریدونه سخت غندلي او دا یې پر غزې د اسراییلو "بربنډ" تېری بللی دی.

نوموړي یوه روغتون ته، چې د اسراییلي بریدونو ټپیان په کې رغېدل، د کتنې پرمهال وویل" رښتیا هم پرغزې دا بریدونه یو ناورین دی، او اسراییل باید دغه بریدونه ژر تر ژره ودروي. "

مصری لومړی وزیر داسې مهال د جمعې پر ورځ غزې ته رسېږي، چې په تېرو دوو ورځو کې اسراییلو پرغزې تراډې سخت بریدونه کړي، چې نژدې شل کسان یې وژلي دي.

په غزه کې د بي بي سي خبریال شهدي الکاشف وايي، د القسام ډلې ویلي چې د اسراییلي بریدونو غچ به اخلي.

دغې ډلې دا بریدنه د اسراییلو لپاره "ددوزخ د دروازې پرانیستل" بللي دي.

"فلسطیني وسله والو ویلي، چې له غزې تراډې یې پر اسراییلو په تېرو څو ورځو کې نژدې ۳۵۰ توغندي توغولي دي."

دغه وسله واله ډله ټینګار کوي، چې جنګیالیو یې د اسراییلو پر نیر اسحق، مفتاحیم او میګن او نیریم ښارونو ۴۲ توغندي توغولي دي.

اسراییلو ویلي، چې د قندیل د سفر پرمهال به پر غزې هر ډول پوځي بریدونه ودروي، خو په دې شرط، چې حماس هم بریدونه ونه کړي.

د اسراییلو د تېرې چارشنبې ورځې په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۸ فلسطینیان ووژل شول.

"د ورېځو پایه"

اسراییلو دغه بریدونه "د ورېځو پایه" بللي دي.

بل خوا، اسراییل ادعا کوي، چې جنوبي ښار کیریات د حماس ډلې د سې شنبې په برید کې لږترلږه درې اسراییلیان وژل شوي.

اسرايیلي برید

اسراییلي بریدونو فلسطين کې شل کسان وژلي دي.

همدا ده، چې اسراییلو د جمعې په ورځ خپل دیرش زره احتیاطي پوځيان احضار کړل، چې موخه یې پر غزې تراډې او حماس پراخه بریدونه ښودل شوي دي.

په غزه کې د بي بي سي خبریال جان دونیسن وايي، داسې نښې نه شته، چې ګني اسراییل دې پر غزې د وچې یا ځمکې له لارې برید وکړي.

د حماس ډلې د پوځي څانګې عز الدین القسام عمومي پوځي مشر احمد الجعبري درې ورځې وړاندې د اسراییلو په هوايي برید کې په ګاډي کې ووژل شو.

په غزه کې د تېرو پنجشنبې او جمعې پر شپو د ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

فلسطیني وسله والو ویلي، چې له غزې تراډې یې پر اسراییلو په تېرو څو ورځو کې نژدې ۳۵۰ توغندي توغولي دي.

خو اسراییل ادعا کوي، چې له فلسطیني خاورې یوازې پر دفاعي اوسپنیزې کرښې ۱۳۰ توغندي ویشتل شوي، او دغه کرښه ړنګه شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .