اسراییلو خپل احتیاطي پوځيان چمتو کړي

د خپريدو وخت: 04:54 گرینویچ - جمعه 16 نومبر 2012 - 26 لړم 1391

لسګونه زغره وال ګاډي غزې ته په حرکت کې لیدل شوي.

د فلسطیني حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ د توغندیو تر توغولو او یو شمېر کسانو له وژل کېدا وروسته اسراییلو دېرش زره تیارسۍ پوځيان پوځي عملیاتو ته ورغوښتي دي.

د اسراییلو ددفاع وزیر ایهود باراک د پوځيانو د ورغوښتلو اعلان وروسته تر هغه وکړ، چې د فلسطيني حماس ډلې له لوري پر تل ابیب ښار توغندي وتوغول شول.

اسراییلو دوه ورځې وړاندې د حماس ډلې د پوځي څانګې مشر احمد الجعبري له نهو نورو کسانو سره وواژه.

په دې سره په غزه تراډه کې تاوتریخوالی ډېر شو، او د اسراییلو او حماس ترمنځ د توغندیو توغولو متقابل بریدونه هم وشول.

راپورونه وايي، چې لږترلږه د اسراییلو په بریدونو کې ۱۹ فلسطینیان وژل شوي، خو د حماس په توغندیو درې اسراییلي وګړي وژل شوي.

"اسراییلي تلوېزیوني چینلونو ویلي، چې شاید دا خوځښتونه پر غزې ترادې د پراخه برید په موخه پیل شوي وي."

په وژل شوو فلسطینیانو کې کوچنیان او ښځې هم دي، چې په ماشومانو کې د بي بي سي د یوه کار کوونکي "جهاد المشهراوي" ‏یو ۱۱ میاشتنی زوی هم دی.

حماس ډلې له غزې ترادې پر سوېلي اسراییل نژدې ۳۵۰ توغندي توغولي دي.

اسراییل وايي، پوځي هوايي دفاع یې وکړای شو، چې د فلسطین له لوري ورتوغول شوي ۱۳۰ توغندي شنډ کړي.

له ۱۹۹۱ کال وروسته، په تېره پنجشنبې له غزې ترادې پر اسراییلي تل ابیب ښار د توغندیو ویشتلو په دغه ښار کې غوغا راپورته کړه.

ایراني توغندي

د اسلامي جهاد د پوځي څانګې په وینا، دغې ډلې د فجر ۵ په نامه ایراني توغندي پر تل ابیب ور توغولي دي.

ویل کېږي، چې ددغه توغندي د ویشتلو واټن ۷۵ کیلومتره دی.

د اسراییلو ددفاع وزیر ایهود باراک ویلي پر تل ابیب د برید غچ به واخیستل شي.

پر همدې مهال، په غزه تراډه کې د بي بي سي خبریال وايي، چې هلته یې د څو درنو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

په وژل شوو فلسطیني کوچنیانو کې د بي بي سي د یوه کار کوونکي "جهاد المشهراوي" ‏یو ۱۱ میاشتنی زوی هم دی.

راپورونه وايي، چې دوه زره اسراییلي پوځيان د غزې تراډې سرحدي سیمې ته د تګ په حال کې دي.

همداراز، ویل کېږي، چې لسګونه اسراییلي پوځي ګاډي او لسګونه زغره لرونکي پوځي ګاډي دغې تراډې ته په حرکت کې دي.

اسراییلي تلوېزیوني چینلونو ویلي، چې شاید دا خوځښتونه پر غزې ترادې د پراخه برید په موخه پیل شوي وي.

خو په اسراییلو کې پوځي چارواکو ویلي، چې لاهم پر غزې تراډې د برید پرېکړه نه ده نیول شوې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .