حماس وايي مقاومت به یې روان وي

د خپريدو وخت: 05:08 گرینویچ - جمعه 16 نومبر 2012 - 26 لړم 1391
اسماعیل هنیه

اسماعیل هنیه وايي چې: ''زموږ به د فلسطيني ولس د مشرانو او شهيدانو د وينو غچ ارومرو اخلو.''

د اسراييلو حکومت خپل پوځ ته زرغونه اشاره ورکړې چې ۳۰ زره احتياط سرتېري وروغواړي، په داسې حال کې چې پر غزې د مځکني بريد پلانونې ګونګوسي په زياتېدو دي.

اسراييل په داسې وخت کې د خپلو تدبيرونو اعلان کوي چې په غزه کې حالت ترينګلی شوی دی.

د اسراييلو د دفاع وزير ايهود باراک وويل دغه ترينګلتيا به بيه لري چې په وينا يې مقابل لوری به يې پرې کوي:

" ما د اسراييلو دفاعي ځواک ته لارښوونه کړې چې د احتياطي ځواکونو راغوښتنه پراخه کړي، چې له مخې که اړتيا وه، د هر ډول پرمختيا لپاره چمتووالی ونيول شي.

پر ډان سيمې بريدونه، او په عمومي ډول د دغه بريدونو کچه تاوتريخوالی زياتوي او تاوان به اړوي چې بل اړخ به يې بيه پرې کوي."

دغه اعلان وروسته له هغه وشو، چې فلسطيني جنګياليو د اسراييلو تل ابيب ښار پر لور توغندي وويشتل.

د توغنديو دغه بريدونه چې له غزې وشول د دواړو خواوو ترمنځ نښتو او ترينګلتيا زياتوالي څرګندونه کوي.

"د مصر ولسمشر محمد مرسي پر غزه د اسراييلو بمباري د "نه منلو وړ تېری" بللی دی."

يو توغندی چې له غزې تړانګې ويشتل شوی و، ۷۰ کيلو متره لرې تل ابيب سيمه کې پرېووت، خو څه مرګژوبله يې نه ده اړولې. په تل ابيب کې د هوايي بريدونو خبردادري زنګونه اورېدل کېدل چې خلک پنا ځايونو ته لاړ شي.

تاوتريخوالی وروسته له هغه زور واخيست، چې اسراييلو د چارشنبې پر ورځ په غزه کې د حماس ډلې پوځي څانګې القسام ټوليو مشر احمد الجعبري وواژه.

په تېرو دوو ورځو کې په غزه کې د اسراييلو هوايي بريدونو کې لږترلږه ۱۸ فلسطينيان وژل شوي چې ماشومان هم په کې دي. د اسراييلو په جنوب کې د فلسطينيانو په توغنديزو بريدونو کې ۳ اسراييليان وژل شوي.

د حماس حکومت لومړي وزير اسماعيل هنيه هوډ څرګند کړ چې د فلسطينيانو مقاومت به روان وي:

غلیم

"غليم زموږ پر طبيعت نه پوهېږي. دغه ولس چې له قرآن سره سم روزل شوی او په عقيده، هوډ او پر خدای اعتماد سمبال دی، له خدای پرته بل چا نه وېرېږي. دوی له اشغال، يا دښمن او يا هم تېري نه وېرېږي. دوی يو لوی ولس دی، او دا يو لوی مقاومت دی، چې د دغو خلکو په ارواوو کې ريښې او لسيزې شاته مخينه لري. دا د يوې نوې معادلې توان لري او دا چې له فلسطيني ولس دفاع وکړي او د تېري پر وړاندې ودرېږي او زموږ فلسطيني ولس د مشرانو او شهيدانو د وينو غچ واخلي."

په غزه کې د تاوتريخوالي او ترينګتيا زياتولي د ملکيانو ترمنځ د مرګژوبلې زياتولي اندېښنې هم زياتې کړې دي. دواړه خواوې يو پر بل تور لګوي چې په خپللو بريدونو کې ملکين په نښه کوي.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو وويل هېواد به د ملکيانو د مرکژوبلې مخنيوي لپاره هر څه يې چې په وس کې وی وکړي:

محمد مرسي

د مصر ولسمشر محمد مرسي پر غزه د اسراييلو بمباري د "نه منلو وړ تېری" بللی دی.

"ترهګر دوه ګونی جنګي جرم ترسره کوي، دوی پر اسراييلي ملکيانو ډزې کويو او بيا د فلسطيني ملکيانو ترشا پټېږي. په توپير سره اسراييل د ملکيانو مرګژوبلې مخنيوي لپاره هر تدبير کاروي. ما د يو اسراييلي ماشوم انځور وليد چې وينې ترې بهېدې، دا انځور هر څه وايي. حماس په قصدي ډول زموږ ماشومان په نښه کوي، دوی په قصدي ډول خپل توغندي خپلو ماشومانو سره نژدې پر ځای کوي. اوس له دغه واقعيت سره سره، او دا يو سخت واقعيت دی، اسراييل به ملکيانو مرګژوبلې مخنيوي لپاره د خپل ځواک هر څه وکړي."

د مصر ولسمشر محمد مرسي پر غزه د اسراييلو بمباري د "نه منلو وړ تېری" بللی دی.

ټاکل شوې د مصر لومړی وزير هشام قنديل نن جمعه غزې ته د دغې سيمې وګړيو سره د ملاتړ څرګندولو په موخه سفر وکړي. غزه چې له مصر سره پولې لري، وروسته له هغه چې په قاهره کې اخوان المسلمين واک ته رسېدلي، د دواړو خواوو ترمنځ اړيکي نژدې شوي.

امريکا چې د اسراييلو نژدې ملګرې ده، پر هغو هېوادونو چې له حماس سره تماس لريو غږ کړی پر دغه غورځنګ فشار راوړی چې پر اسراييلو د توغنديزو بريدونو مخنيوی وکړي.

تېر ځل د ۲۰۰۸ کال پای کې پر غزه د اسراييلو عملياتو پراخه ملکي مرکژوبله واړوله.

اوس د ورته حالت د مخنيوي لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .