مصر کې د بس ټکر ۵۰ زده کوونکي وژلي

د خپريدو وخت: 09:06 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391
د ارشیف عکس

د مصر لویې لارې او د اورګاډو پټلۍ سیستم چندان خوندي نه دی.

د مصر د ترانسپورت وزیر وروسته تر هغه له دندې لاس په سر شو، چې ددغه هېواد په اسیوط کې د ښوونځي د زده کوونکو یو ګاډی له اورګاډي سره ټکر شو او ۵۰ زده کوونکي په کې ووژل شول.

د وژل شوو ماشومانو خپلوانو لاریون کړی، او د اړوندو مسؤولو چارواکو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

د مصر د بېړنیو چارو ادارې مشر ډاکټر محمد سلطان بي بي سي ته ویلي، چې د وژل شوو ماشومانو شمېر ۴۷ ته رسېدلی او ۱۳ نور سخت ټپیان شوي دي.

د ډېری وژل شوو زده کوونکو عمرونه تر شپږو کالو ټيټ ښودل شوي.

چارواکو ویلي، چې دغه ګاډي د مصر په مرکزي ولایت اسیوط کې ټکر شوی دی.

په ګاډي کې د ابتدایه ښوونځي ۶۰ زده کوونکي سپاره وو، چې له پلازمېنې قاهرې جنوب لوري ته نژدې ۳۵۰ کیلومتره لیرې په منفلوط سیمه کې له یوه ګاډي سره ټکر شو.

د مصر د ترانسپورت وزیر تر پېښې وروسته استعفا وکړه.

مصري تلوېزیون ویلي، چې د مصر د اورګاډو د چارو د رییس استعفا هم منل شوې ده.

د وژل شوو ماشومانو خپلوان د مسؤولو چارواکو محاسبه کول غواړي.

مصري تلوېزیون ته وزیر محمد رشاد المتیني د پېښې پوره مسؤولیت منل دی دی.

د اسیوط والي د پېښې د حقایقو مالومولو لپاره یو څېړونکی پلاوی ټاکلی دی.

د مصر لویې لارې او د اورګاډو پټلۍ سیستم چندان خوندي نه دی.

مصري ولسمشر محمد مرسي پر خپلو وزیرانو غږ کړی، چې د وژل شوو ماشومانو له کورنیو سره خپله خواخوږي وښيي او مرسته ورسره وکړي.

محمد مرسي لومړي وزیر هشام قندیل او دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي ته هم امر کړی، چې ټولې اړوندې ادارې باید د قربانیانو له کورنیو سره همکاري وکړي، او هغو چارواکو ته سزا ورکړي، چې د پېښې مسؤولیت یې نېغ په نېغه پرغاړه و.

په تېرو څو کلونو کې د مصر په ګڼو سیمو کې ترافیکي پېښې شوې، چې په وروستۍ هغه کې یې -چې د الفیوم جنوبي ولایت کې وه- ددوو اورګاډو د ټکر له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .