اوباما پر حماس د اسراییلي بریدونو ملاتړ وکړ

د خپريدو وخت: 07:28 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

اسراییلو په غزه کې د حماس یوه قرارګاه په نښه کړې ده.

د اسراييلو کابينې د ٧٥٠٠٠ احتياطي سرتېرو د راغوښتنې وړانديز ومانۀ.

د ځواکونو را غونډول پر غزې د پلو ځواکونو د بريد اټکلونه ډيروي.

په همدې ترڅ کې د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس پر فلسطينيانو غږ وکړ چه د دۀ په وينا د اسراييلو د بريدونو پر وړاندې دې سره يو موټى شي.

ښاغلي عباس زياته کړه چې پر غزې د اسراييلو د بريدونو موخه دا ده چې راتلونکې مياشت دسمبر فلسطين په ملگرو ملتونو کې د دغې ادارې د يوۀ څارونکې غړي په توگه ونه منل شي.

د تېرو څو ورځو په ترڅ کې پر غزې د اسراییلي بریدونو له کبله لږترلږه ۳۳ فلسطينیان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

همدراز، له غزې تراډې د حماس په توغندیو درې اسراییلي وګړي وژل شوي.

فلسطيني وسله والو په لومړي ځل د بيت المقدس لوري ته هم يو توغندى توغولی او د تل ابيب ښار هم په نښه شوى دی.

"اوباما د اسراییلو او غزې ترمنځ د سولې او ټیکاو راتلو هیله کړې ده. "

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون له دواړو غاړو په کلکه غوښتې چې تاوتريخوالى، چې نوموړي خطرناک بللى ودروي.

ټاکل شوې چې ښاغلى بان راتلونکې اوونۍ اسراييلو ته سفر وکړي، ښاغلى بان به رام الله او مصر ته هم ورشي خو دا لا نه ده مالومه چې غزې تراډې ته به هم سفر وکړي که نه؟

د غزې د پولیسو مرکز

په غزه کې د بي بي سي خبریال شهدي الکاشف وايي، اسراییلي جنګي الوتکو په غزه کې د شنبې پر ګهیځ (نومبر ۱۷) د غزې ښار په لوېديځ برخه کې د حماس د پولیسو قرارګاه په نښه کړې ده.

دی وايي چې اسراییلو پر دغې قرارګاه پنځه توغندي ویشتلي او له منځه یې وړې ده.

زموږ خبریال وايي، دغه برید دا قرارګاه پر کنډوالو او لوخړو بدله کړې ده.

تېره شپه هم غزه د اسراییلي بریدونو له کبله نارامه وه.

تېره ورځ په غزه کې د حماس د بهرنیو چارو د وزارت ودانۍ ویشتلې وه.

بل خوا، په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ایهود باراک سره پر تیلې فوني خبرو پر حماس د تل ابیب د بریدونو ملاتړ اعلان کړی دی.

سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې ''ولسمشر اوباما له خپل ځانه د اسراییلو د دفاع ملاتړ وکړ، او د اسراییلي او فلسطينيانو پر وژنې یې خواشيني وښوده.''

پر همدې مهال، اوباما د غزې او اسراییلو ترمنځ د روانې شخړې د حل د هڅو هرکلی وکړ.

سپینه ماڼۍ وايي، اوباما له مصري ولسمشر محمد مرسي سره په تیلې فوني خبرو کې د مصر هڅې ستایلې دي.

اوباما د اسراییلو او غزې ترمنځ د سولې او ټیکاو راتلو هیله کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .