فرانسه کې د سوریې د استازیتوب لپاره سفیر ټاکل کېږي

د خپريدو وخت: 05:32 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د سوریې حکومت مخالف مشر معیز الخطیب اعلان کړی چې په فرانسه کې به د سوریې د استازیتوب لپاره یو نوی سفیر وټاکي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د سوریې حکومت مخالف مشر اعلان کړی چې په فرانسه کې به د سوریې د استازیتوب لپاره یو نوی سفیر وټاکي.

دا اعلان د سوریې د اپوزېسیون ګوندونو د ایتلاف د مشر معز الخطیب او ښاغلي اولاند ترمنځ له خبرو وروسته په پاریس کې وشو.

له پاریسه د بي بي سي خبریال ډیویډ چزن په دې اړه په خپل راپور کې وايي، چې په پاریس کې د سوریي د نوي سفیر د ټاکلو اعلان څو ورځې وروسته له هغه وشو چې فرانسې د سوریې د حکومت مخالفو ګوندونو ايتلاف د دغه هېواد د خلکو د رښتیني استازي په توګه په رسمیت وپېژاند.

"فرانسې وار دمخه دا روښانه کړې چې له اروپايي اتحادیې غواړي چې یاغیانو ته د دفاع لپاره وسلې واستوي."

د ولسمشر بشارالاسد مخالفین به اوس په پاریس کې رسمي دیپلوماتیک استازی ولري.

په همدې حال کې د سوریې د مخالفو ګوندونو ایتلاف هڅه کوي اروپايي هېوادونه وهڅوي چې د وسلو بندیز پرې لرې کړي او یاغیانو ته وسلې ورکړي.

فرانسې وار دمخه دا روښانه کړې چې له اروپايي اتحادیې غواړي چې یاغیانو ته د دفاع لپاره وسلې واستوي.

په پام کې ده چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر به دا موضوع سبا د دوشنبې په ورځ په برکسلز کې د اروپايي اتحادیې په غونډه کې راپورته کړي.

خو د بي بي سي خبریال وايي داسې معلومیږي چې فرانسه به ونه توانیږې، نور اروپايي هیوادونه یاغیانو ته د وسلو په ورکولو قانع کړي، ځکه چې ځينې هېوادونه اندېښنه لري او وايي که یاغیانو ته وسلې ورکړل شي نو له دې سره به په سوریه کې کورنی کړکېچ لا خراب شي، هغه هم په داسې حال کې چې په دغه کړکېچ کې وار دمخه په زرګونه کسان وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .