پاکستاني شراب به امریکا کې پلورل کېږي

د خپريدو وخت: 07:26 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391

مري بروري په پاکستان کې د شرابو او نورو مشروباتو جوړولو تر ټولو پخوانۍ کمپنۍ ده.

د پاکستان شراب جوړونکې کمپنۍ مري بروري مسوولین وايي، په امریکا کې یې د خپلو شرابو د خرڅلاو لپاره له یوه بهرني شرکت سره هوکړه لیک لاسلیک کړی.

د مري بروري ویاند ډګروال صبیح شاه وايي، چې د پاکستاني کمپنۍ لپاره به دغه شراب په چیک جمهوریت کې تولید کېږي او د مري بروري په نوم به په امریکا کې پلورل کېږي.

د نوموړي په خبره د دې مقصد لپاره له یوه امریکايي شرکت سره د مري بروري د بېر د صادرولو په اړه هوکړه شوې ده.

مري بروري په پاکستان کې د شرابو او نورو مشروباتو جوړولو تر ټولو پخوانۍ کمپنۍ ده، چې په ۱۸۶۰ کال کې جوړه شوې ده. په پاکستان کې د مذهبي تاو تریخوالي، ټیکاو نه شتون او امنیتي ستونزو سره سره دې کمپنۍ د شراب جوړولو چارې جاري ساتلې.

د مري بروري کمپنۍ د مشر مرستیال ډګروال صبیح شاه بي بي سي ته وویل، چې دغه کمپنۍ د پاکستان له منځ ته راتلو مخکې جوړه شوې. د کمپنۍ موسس څه موده وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.

خو اوس مهال د هغه زوی اسفندیار بهنډارا د کمپنۍ مشري کوي. د اسفندیار بهنډارا په وینا افغانستان کې هم د دوی شرابو ته ډېره لېوالتیا شته، خو په وینا يي د پاکستان حکومت دوی ته اجازه نه ورکوي، چې په اسلامي هېوادونو کې شراب وپلوري.

د دې تقاضا پوره کولو لپاره له دبۍ نه بېر راغوښتل کیږي، چې د ده په خبره له امله یې د مالیې په برخه کې د پاکستان حکومت ته زیان اوړي.

د نوموړي په خبره دوی له خورا ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، دی وايي موږ ته کار کول ډېر ګران دي.

"مري بروري په پاکستان کې د شرابو او نورو مشروباتو جوړولو تر ټولو پخوانۍ کمپنۍ ده، چې په ۱۸۶۰ کال کې جوړه شوې ده. په پاکستان کې د مذهبي تاو تریخوالي، ټیکاو نه شتون او امنیتي ستونزو سره سره دې کمپنۍ د شراب جوړولو چارې جاري ساتلې."

د نوموړي په خبره،حکومت د تجارت د ودې لپاره اړین اقدامات نه کوي، اوسنیو حالاتو کې تجارت کول ډېر ګران دي.

دی وايي په داسې حالاتو کې پېسې ګټل اسان، خو تل پاتې تجارت کول ډېر ستونزمن کار دی، له حکومتي ستونزو سره سره د ترهګرۍ ډېرېدونکي پېښې، د پېسو پاړسوب او د چاپېریال نورې ستونزې هم د ده په خبره د دې سبب کېږي، چې د تجارت د ودې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته شي.

کله چې له نوموړي نه وپوښتل شول، چې له خپل هېواده بهر ته د تګ په اړه څه فکر کوي، نو ځواب یې و، چې داسې ۵۰ سلنه احتمال شته.

د پاکستان د سوداګرۍ خونې ویاند ملک سهیل وايي، پاکستان کې د تجارت لپاره حالات خورا نامناسب شوي دي.

د نوموړي په خبره بهرني پانګه وال په پاکستان کې تجارت کولو ته زړه نه ښه کوي. د تېرو دوو کلونو په موده کې د اداري بدلونونو او امنیتي ستونزو له امله اکثر بهرني پانګه وال له پاکستانه وتلي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .