فارک یاغیانو دوه میاشتنی اوربند اعلان کړ

د خپريدو وخت: 06:03 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391
ايوان مارکيس

ايوان مارکيس وويل، په دې گام سره فارک غواړي وښيي چې د سولې بهير ته ژمن دى او د هغه دپرمختگ لپاره د ښو شرايطو د رامنځ ته کولو هڅه کوي.

د کولمبيا د فارک کيڼ اړخو ياغيانو له حکومت سره د سولې د خبرو په درشل کې دوه مياشتنۍ اوربند اعلان کړى دى.

حکومت وړاندې ويلي و، چې د ياغيانو پر وړاندې به خپل پوځي عمليات له دې کبله جاري ساتي چې تېر کې ياغيانو له اوربند نه د ځان د بېرته سمبالو په موخه گټه پورته کړې وه.

کولمبيا کې روانې شخړې څو لسيزې دوام کړى، په لسگونه زره خلک په کې وژل شوي او ميليونونه نور بېځايه شوي دي.

دغه خبرې کیوبا کې ترسره کېږي او په يوه لسيزه کې لومړۍ مخامخ خبرې دي.

د فارک ياغيانو مشر مرکچي وروسته له هغه د اوربند دغه اعلان وکړ، چې پلاوى يې د خبرو لپاره د کيوبا پلازمېنې هاوانا ته ورسېد.

ايوان مارکيس وويل، ټولو جنگياليو ته لارښوونه شوې، چې پوځي عملياتونه او بريدونه ودروي.

دغه يو اړخيز اوربند چې دوه مياشتې غځېږي، تېره يوه لسيزه کې په خپل ډول کې لومړى گام دى.

ايوان مارکيس وويل، په دې گام سره فارک غواړي وښيي چې د سولې بهير ته ژمن دى او د هغه دپرمختگ لپاره د ښو شرايطو د رامنځ ته کولو هڅه کوي.

د کولمبيا حکومتي پلاوى له ياغيانو لږ وړاندې کيوبا ته ورسېد، خو تراوسه يې څه نه دي ويلي.

د کولمبيا ولسمشر ژان منويل سانتوز وړاندې ويلي و چې ترهغې به د ياغيانو پر وړاندې پوځي عمليات ونه دروي، چې د سولې په اړه يوه وروستۍ هوکړه نه وې شوې.

په کیوبا کې د سولې پيلېدونکى بهير به اوږد او بشپړ وي.

پرځمکې شخړه

د ځمکې مساله به ددغو خبرو يوه مهمه هغه وي؛ ځکه چې په نابرابره توگه ځمکې ته لاسرسى ددې سبب شو چې په لومړى سر کې د فارک مارکسيست ياغيان وسلې ته لاس واچوي.

په ملکي ژوند کې د فارک ياغيانو گډول، د هېواد راتلونکي سياست کې د هغوى ښکېلول او ددغې اوږدې شخړې زرگونو قربانيانو ته د عدالت پرځاى کول به ددغو خبرو د بحث نورې مهمې مسالې وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .